نظــر

ناپوهه ډاکټران د لاعلاج ناروغ اوباما په غيږ کې

لیکوال: ذاکرالله هوتک

په ډېر افسوس بايد ووايم چې د افغان مجاهد د قربانيو او سرښندنو اخري نتيجه د دوو تنو ډاکټرانو هر يو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په ناولو پنجو کې پريوتې. ډاکټرعبدالله چې په ټوله نړۍکې د يو ملي خاين، وطن پلورونکې او د پرونيو يرغلګرو (روسانو) او د موجودو يرغلګرو (غربيانو) پيژندل شوى لاسپوڅى دى.

پداسې حال کې چې د ټول ملت له ګټو خپلې ګټى غوره ګڼي. د نفاق په داسې ناروغى اخته دی چې د منافقت، عناد او حسد زهرجن مکروب يې په وينې او ځګرکې ځاى نيولى. کچيرى د روسانو سره د هغوي د يرغل تاريخ ته وګورو؛ نو د غلامۍ او پرتوکولونو پرته يې بله لار نده غوره کړى، او د ملت د وارسادپيمان سره د تړونونو په ډېره سپين سترګې يې ځانونوته يې د ملي اتلانو لقبونه غوره کړي وو. لنډه دا چې د ملت سره يې د جفا او خيانت کولو جنډې يې هر عقل مند او هوښيار افغان بچې ته له ليرى ښکاري او لعنت پرې وايي؛ نو دا چې عبدالله عبدالله د افغان ولس او بالخصوص د مجاهدينو په وړاندې د هيڅ ډول حيثيت څخه برخمن ندى. فقط د يو بل شيطاني دام په ايښودلو سره يې د پښتون او فارسيوان يا افغان او تاجک په نوم افغان ولس په دهکه کې اچولى. اولس يې داسې راګير کړى چې له يوې خوا له افغانيت څخه خلاص او له بلې خوا دسمتى، نژادي، ژبني تعصباتو په وجه يې د الله د قهر او غضب موجب وګرځول. له بلې خوا تش په نوم اشرف غني احمدزى دى چې د غير شرعى او افغاني اصولو پر بنياد يې د ملت د نارينه او ښځينه ؤ رايې خپلې کړې، مګر متاسفانه څرنګه چې ډاکټر صاحب په غرب کې اوسېدلى اول خو يې د اسلام د مبارک دين د اصولو څخه اګاهي نه، او دويم د افغاني دود او دستور څخه ليرى پاتې شوى دی. نه يې د نوميالي ميرويس خان شملى او نه يې د بت شکن غزنوي تورې او نه يې د ميړني احمدخان ميړانی ته وکتل. او نه يې هم په دومره شمېر کې د افغانانو رايې ته بيايې هم هغه د غلامۍ عادت او د شرابو نيشه له زړه څخه ونه وتله او د اوباما په فقط تليفوني اشاره يې (يهودى) جان کيرى جرګه مار ته توى وړى واک ورکړ. او په ډېره بې شرمى يې د اوباما په لمن کې ځآن واچاوه. چې دواړه ډاکټران اوباماپه خپله غيږ کې لکه ماشومان ولوبول چې او هم کله يوه او کله هم بل ته اشاره کوي. چې ته حق وايي ان تردې چې هغه کارونه او نظريې پرې عملي کړى چې په نړۍ کې چانه دى کړى، نه يې ليدلى اونه هم يې اوريدلى دي. دواړه ډاکټران يې په سپکو سپک او د دوی جهالت يې ټولې اسلامي او کفري نړۍ ته ښکاره کړ.

نو اى مسلمان ملته ! تاسې ولى د غفلت په خوب ويده ياست. تاسې خپل شهيدان هيرکړل. تاسې خپل وران کورونه او زخمي بدنونه هيرکړل. ستاسو د وينو او شهادتونو ثمره همدا وه. چې دغو ډاکټرانو ته مو په لاس ورکړه. ايا ستاسو د نومياليو پګړى او شملى په ځمکه ونه ويشتى. ستاسو جذبه او غيرت هم ډالرو ختم کړ، ستاسو د کفر سره د نه پخلاکيدونکې دښمنۍ نتيجه دا غلامي راووته. چې حتى جرګې هم درته کوي. تاسې نورهم د جهالت په خوب ويده ياست. د خپلو شهيدانو کونډو اويتيمانوڅخه نه شرميږي. لږ حياء وکړئ ځآنونه د غلامۍ څخه خلاص کړئ.

نړيوال درباندې لعنت وايي، دين مه ګټې ددين پتنګان او سرښندونکې ځوانان شته (الحمدلله) خپل عزت او خپل ناموس وګټى چې په ټکنده غرمه کې مو خپلې ښځې، لورګانې ، نګورګانې او لمسيانې راونې کړې وې، او يو يا بل ډاکټر ته مو رايه ورکوله. نتيجه يې څه شوه.

اخر د يهودي جانکيري جرګه او فيصله؟

خپلو اعمالو ته ځير شى کنه د الله نيول ډېر سخت دي. (ان بطش ربک لشديد).

آيا تا به د الله له عذاب او ددنيا له شرمنده ګې نه عبدالله خلاص کړى او که اشرف غني.

دا چې هغوي پخپله د الله په غضب ککړ او په ټوله نړۍ کې خجالت او شرمنده دي. فقط دا يوه خبره ورپاتې ده چې (ديوانه زنده خوش است).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x