افغانستان

فاریاب: چاودنې د اردو ۵ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې یوې چاودنې د اردو ۵ عسکر وژلي دي.

د فاریاب ولایت یوې دولتي سرچینې ویلي چې دغه عسکر نن په المار ولسوالۍ کې له غرمې مخکې په رینجر موټر کې د پوستې پر لور روان و چې ماین پرې وچاودید.

سرچینه زیاتوي چې په چاودنه کې رینجر موټر هم ویجاړ شوی دی.

همدا راز د اولې لوا د ۲۰۹شاهین قول اردو امنیتي چارواکي وايي چې د وژل شوو عسکرو مړي چې په المار ولسوالۍ کې وژل شوي، د اردو دقرار ګاه ته چې په میمنه کې پرته ده، راوړل شوي.

که څه هم د المار ولسوالۍ چارواکي او اول لوا د شاهین ۲۰۹ قول اردو مسوولین مني چې ۵ عسکر وژل شوي خو سربېره پر دې هم د اولې لوا قومندان جنرال شیرین شاه کوهبندي وايي چې د اردو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري خو د سهارنۍ چاودنې په المار ولسوالۍ کې ۳ ملکي وګړي وژلي.

طالبانو ددغې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې په چاودنه کې ۶ عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د روزګان ولایت والي وايي چې ګیزاب ولسوالۍ چې څو ورځې وړاندې په کې د اردو یوه چورلکه هم نسکوره شوې وه، د سقوط سره مخ ده.

همدا راز دفاع وزیر بسم الله خان محمدي هم پرون په ولسي جرګه کې په یوې استجوابیه غونډه کې وویل چې طالبانو په خپلو بریدونو کې تر پخوا زیاتوالی راوستی دی.

د یادونې وړ ده، چې د روانې اونۍ په پیل کې د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال ظاهر اعظیمي د طالبانو وروستیو پرمختګونو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زورورو او برلاسو حملو ته په اشارې سره ویلي ول، چې طالبان د یوې مشخصې جغرافيې د نېولو په لټه کې دي او وروستي بریدونه یې هم د همدې لپاره پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x