افغانستان

سعادت: په درغليو کې لاس لرونکي مامورين به په تور ليست کې شامل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون پرېکړه کړې، چې په ټاکنيزو درغليو کې لاس لرونکي ټول کارکوونکي به په تور ليست کې شامل کړي.

د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون مشر عبدالستار سعادت نن کابل کې يوې خبري ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو کې ډېر زياتې ستونزې راپيدا شوي، چې تر ټولو ستر لامل يې د ټاکنو د خپلواک کميسيون ځينې مامورين او د دواړو ټاکنيزو ټيمونو غړي دي.

سعادت پر حکومت هم نيوکه وکړه، چې د ځينو حکومت چارواکو مداخلو او لاسوهنو هم د ټاکنو بې پرې فضا خړه پړه کړې وه.

سعادت اعلان وکړ، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون ټول موقت او دايمي مامورين، چې په ټاکنيزو درغليو کې لاس لري، په تور ليست کې به شامل شي او دغه مامورين به د تل لپاره ټاکنيز نظام کې له کار کولو ممنوع وي.

د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون مشر زياتوي، چې د ټولو هغه مامورينو په اړه پلټنې روانې دي، چې له حقايقو يې سترګې پټې کړي وي او يا هم په مستقيم او غير مستقيمه توګه په ټاکنيزرو درغليو کې لاس لري او د تورونو په ثابتېدو به دغه ټول کارکوونکي د تل لپاره له خپلو دندو بې برخې شي.

عبدالستار سعادت وايي، چې دوی دا حق لري، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون د ټولو مامورينو په اړه پلټنې وکړي او د تور د ثابتېدو په صورت کې به يې له خپلې دندې لرې او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

ښاغلي سعادت زياته کړه، چې د دې موضوع د څېړلو لپاره يې يو کميسيون ټاکلی او د پايلو له اعلانه وروسته به خپل کار پيلوي او د پارلماني ټاکنو له پيله مخکې به دغه کميسيون خپل کار سر ته رسوي.

د يادونې وړ ده، چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون د ټاکنيزو شکايتونو اړوند خپله وروستۍ پرېکړه د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ولېږله.

د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسيون ريس عبدالستار سعادت وويل، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون کولای شي، چې د راتلونکو څلورويشتو ساعتونو په ترڅ د دوی د پرېکړو په اړه خپل اعتراض او نېوکې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x