نړۍ

اسلامي دولت سوریه کې له کردانو پراخه سیمې نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت او د کردي ځواکونو امنیتي سرچېنې وايي، چې اسلامي دولت د رقې ولایت په شمال کې د «لویدیځ تل ابیض» ښار ټول کلي چې د ترکیې پر سرحد پراته وه، نیولي.

د اسلامي دولت سرچېنې وايي، چې د دوی جنګیالي د حلب په شمال کې د عین العرب (کوباني) ښار کې پراخې سیمې نیولي او ښار یې هم محاصره کړی دی. کوباني ښار چې د کردي ځواکونو مرکز ګڼل کیږي، سقوط یې کردان وارخطا کړي دي.

یو شمېر کردان د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې د امریکا او لویدیځې نړۍ سره لاس یو کړی او بریتانیا ورسره پراخه مالي مرستې کوي.

فرانس پریس خبري اژانس په سوریه کې د بشري حقوقو د څارونکې ادارې مدیر رامي عبدالرحمن له خولې لیکلي چې اسلامي دولت په عین العرب (کوباني) ښار کې له کردانو ۲۱ کلي په یوې سختې جګړه کې نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې اسلامي دولت په دغه جګړه کې ټانګونو په شمول درنې وسلې استعمال کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د وږي په ۲مه /اګست ۲۴مه/ اسلامي دولت د رقه ولایت په بشپړه توګه ونیولو. دغه ولایت له وسلو او تیلو څخه غني دی. ویل کیږي چې اسلامي دولت په عراق او سوریه کې د حکومت لګښتونو زیاته برخه له دغه ولایته پوره کوي.

د «کوباني» سقوط ستره غمیزه ده!

کوباني ښار چې د سقوط سره مخ دی، کردي ځواکونه يې ستره غميزه ګڼي. د کردي ولس د ساتنې ځواکونو ویاند وايي چې اسلامي دولت په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر دوی سخت بریدونه وکړل. هغه زیاتوي اسلامي دولت چې په پرمختللیو وسلو سنبال دی په غربي ریف کې تل ابیض، جرابلس ښار او ټول هغه کلي نیولي چې د ترکیې سره پر پوله پراته وو.

د کردي ځواکونو ویاند زیاتوي، چې دوی د سوريې د ازادۍ پوځ سره په ګډه د اسلامي دولت پر ضد عملیات وکړل خو بریالي نشول.

که څه هم د ترکیې تر ۴۰ زیات دیپلوماتان له اسلامي دولت سره بندیان دي، خو سربېره پر دې هم نوموړي ترکیه په دې تورنه کړله چې اسلامي دولت ته یې وسلې او نوره اعاشه برابره کړې.

په عین حال کې ترکیې د کردي ځواکونه ادعاوې رد کړي دي.

اسلامي دولت د پرمختګ خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې امریکا د ۴۰ نورو کفري او عربي هېوادونو سره په ګډه د اسلامي دولت پر ضد د جګړه پیل کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x