نظــر

نړي په داسي وخت کی دخوراک نړیواله ورځ لمانځي چي اوس هم یو ملیارډ خلګ له لوږي سره مخ دي

(نن ټکي اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۶) تراوسه پوری هیچا ته هم دا دقیقه او پوره څرګنده نه ده چی نړی کي څومره وګړی له لوږي سره مخ دي، خو په دي وروستیوکی دخورک دنړیوال پروګرام او دنړیوال کرهڼیز پروګرام له څیړنو څخه وروسته څه ناڅه مالومه شوی ده، چی دنړي په کچه ۹۲۵ ملیونه خلګ له لوږی سره مخ دي.

دخورک نړیواله اداره وایی له کال ۱۹۹۵ څخه بیا تر ۱۹۹۷ پوری په نړي کی دلوږي کچه ډیره په تیزي سره په لوړیدو روانه وه.

پوهان وایی دري لاملونه دی چي دنیا کی اوس هم زیات شمیر انسانان له لوږي سره مخ دي.

۱: دنړیوالو مؤسساتو او سمیزو چارواکو دکرهڼي په برخه کی پاتی راتلل.

۲: اوسني نړیوال افتصادي بحران.

۳: دپیسو بی ارزښته کیدل اوپه چټکی سره دخورکی توکو بیه زیاتیدل، اوهمدارنګه په ځینو هیوادونو کی جنګ جګړه اوناپوهي هم ددی لامل شوی ده چي خلګ دی له لوږی سره مخ شي.

۹۲۵ ملیونه وګړی چي دنړی دنفوسو ۱۳.۶سلمه برخه جوړه وي په لوږه اخته دي، دتیرکال دسرشمارني داټکل له مخي په دنیا کی ټول ۶.۸ بلیونه وګړي اوسیږي.

داچي په نړي کی ټول تقریبا ۷ بلیونه خلګ اوسیږي، او له هغو څخه ۹۲۵ ملیونه له لوږی سره مخ دی چي دنړي دټول نفوس ۱۳.۱ سلمه برخه جوړه وی، یعني په دنیا کی په هرو اوو کسانو کی یوکس له لوږي سره مخ دي.

پوهان وایی په نړی کي لوږه ټرټولو زیات کوچنیانو باندی بد اثر اچوي، هغه کوچنیان چی له لوږي سره مخ دي په کال کی ۱۶۰ ورځي ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګریبان وي،

همدارنګه هرکال په دینا کی څه دپاسه لس ملیونه ماشومان مړه کیږی چي له هغو څخه د ۵ ملیونو ماشومانو مړینه دلوږي له امله رامنځ ته کیږی.

پوهان وایی لوږه ده چی ماشومان د شري اوملاریا په ګډون په ډول ډول ناروغیو باندی اخته کوي چی، وروسته ددغو ناروغیو له امله مړه کیږي.

یوي څیړني ښودلی ده چی دنیا کی ۶۱سلمه دنس ناستي، ۵۷ سلمه دملاریا، ۵۲ سلمه د ویني دکموالي، او ۴۵ سلمه خلګ دشري له کبله مړه کیږي، څیړنه وړاندي لیکي لوږه دبدن هغه توان اوطاقت له منځه وړي کوم چی خوړلي غذا په کار امدو موادو بدله کړی او دانسان بدن ورڅخه ګټه واخلي.

تحقیقاتو ښودلی ده چی ۷۰ وږی ماشومان په اسیا کی، ۲۶ سلمه په افریقا، ۴ سلمه په لاتین امریکا کی اوسیږي، څیړني وایی هغه کوچنیان چی له لوږي سره مخ وی دهغو دغه بد بختی له هغه وخته څخه پیل کیږي کله چي دغه کوچنیان دمیندو په نس کی جنم اخلي، ځګه ددارنګه ماشومانو مندي له لوږي سره مخ وی، دغه وجه وی چی دغه ماشومان نشي کولای دخپلو مندو په نسونو کي هغه څه حاصل کړی کوم چي ددوي بدن ورته ضرورت لري.

په نړی کی یو له شپږو کوچنیانو څخه کم وزنه پیداکیږي، دکوچنیانو کم وزنه یا کمزوري پیداکیدل نه یواځی دا چی هغه به خاماخوا مړه کیږی، بلکه دمرګ ترڅنګ نور افتونه هم شته چی دغه ماشومان ورباندی اخته کیږی.

کمزوري او کم وزنه کوچنیان له معیوبیت سره مخ کیږي، په دماغي او روانی ناروغیو اخته کیږي، همدارنکه طبي څیړنی وایی چی ناسمه روغتیا ددغو ماشومانو د ړند یدو سبب هم کیدای شي.

                جنګ دلوږي او مسکنت لامل کیدای شي؟

څیړنو ښودلی ده چی په تیرو ۲۵ کلنوکی ۲۰۰۵ کال داسي کال وو چی دبی ځایه شویو کسانو شمیره په کی کمه ښودل شوی وه، که څه هم له تیرو څو کلنوکی راپدی خوا یوځل بیا په نړی کی دبی ځایه شویو کسانو شمیره مخ په زیاتیدو ده چی دپام وړ لاملونه یی دعربي نړي ښورښت اوناکراری ده په تیره بیا دعراق اوصومالیی جنګونو ددغو هیوادونو ګڼ شمیر وګړي دی ته اړ کړل چی هیوادونه پریږدی.

دبی ځایو شویو خلګو نړیوالی ټولنی (UNHCR) راپور خپور کړی وو چي په کال ۲۰۰۸ کی د نړی په کچه دبی ځایه شویو خلګو شمیره لس ملیونه وه، اوهمدارنګه دکورنیو شخړو اونورو اسماني افتونو له کبله دبی ځایه شویو کسانو شمیره له ۲۶ ملیونه څخه زیاته وه.

                 اوس به راشو په افغانستان کی دخلګو لوږي اومسکنت ته

نویو څیړنو ښودلي ده چی افغانستان کی څه دپاسه اته ملیونه وګړی له لوږي سره مخ دی، اوهمدارنګه دملګرو ملتونو اداره وایی چي افغانستان کی څه دپاسه ۵۰۰ زره یتیمان ماشومان له ډول ډول جسمانی نیمګرتیاوو سره مخ دی، دملګرو ملتونو دپرمختګ نړیوالي اداري ویلی چی د ۱۷۴ نادارو هیوادونو په کچه افغانستان ۱۶۹ نمبرکی ځای لري، او همدارنګه په هرو څلورو ماشومانو کی یو ماشوم تر پنځو کلنو عمر پوری له دغي دنیا څخه سترګی پوټوی.

۴۲ سلمه افغانان دمسکنت ژوند تیره وی او ۲۰ په سلوکی صرف ورځنی ګذاره کوی، ډیره ویره شته چی دغه ۲۰ په سلوکی کسان دی هم دمسکنت ودرجی ته راکښته شي، دافغانستان دکلیوالو خلګو څخه ۴۵ سلمه کسان مسکنان دی چی دښارونو په پرتله یی دمسکنانو کچه ډیره لوړه ده ځکه په ښارونو کي ۲۷ سلمه خلګ مسکنان دی په تیره بیا دکابل په ښارکی دلته خو دغریب سړي دکور کرایه تر ۵۰۰ سوه ډالره کمه نشته، حال داچي دافغانستان په کلیوالو سیمو کی بی شماره داسي خلک شته چي له پیړیو څخه دلته پراته دي خو بیا هم د ۵۰۰ سوو ډالرو په ارزښت جوړشوی کور نه لري، نو اوس تاسو په افغانستان کی دکلیو اوښارونو ترمنځ دمسکنت دکچي په اړه اندازه ولګوي چی څومره زیات توپیر لري.

په افغانستان کی تقریبا یو ملیون کونډي ښځي اوسیږی چی اوسط عمرونه یی د ۳۵ کلنو په شا اوخواکی دی له دغو ټولو ښځو څخه ۹۰ سلمه ښځي داسي ښځي دی چی له څلورو څخه بیا تر پنځو پوري کوچنیان لري، په افغانستان کی ۵۰ په سلوکی یتیم ماشومان داسي وی چی په سختو وژونکو ناروغیو اخته کیږي.

                      په افغانستان کی دلوږي اومسکنت لاملونه:

که څه هم نړیوالو په افغانستان کی دلوږي اومسکنت بی شماره لاملونه په ګوته کړی دي خو عمده او سترلامل چی افغانان یی له لوږي، مسکنت اودربدري سره مخ کړی ده هغه دافغانستان ډیره اوږده اونه ختمیدونکي جګړه ده.

په افغانستان کی نړیوالو ودي ته اشاره کړی ده چی حکومت دغه هیواد کی دکرهڼي او مالداري په پرخه کی پاملرنه نه ده کړی، دروغتیا او پوهنی په برخه کی دولت پاته راغلي دي، نوځکه ددغه هیواد وګړي له مسکنت او لوږي سره مخ دی، اوهمدارنګه نړیوالو نورو ډیرو لاملنوته هم اشاره کړی ده، لکه اسماني افتونه، قحطي او وچ کالی، دهیواد محصولات وبهرته صادرول او دارنګه له بهرڅخه په ارزانه توګه داړتیا وړ توکی هیواد ته راواردول، اوپه هیواد کی داړتیا وړ توکو تولدولو دخورکی توکو دقیمتونو کنټرولول او داسي نور.

خو زه وایم داهرڅه په هیواد کی له سولي سره تړلي دي، کوم هیواد کی چی جنګ جګړه او انارکی وی هغه په څرنګه وکولای شي، چي دکرهڼي اومالداری سالم نظام ولري، څرنګه به وکولای شی هیواد والو ته دپوهني او روغتیا په برخه کی کاروکړي، څرنګه به په هیواد کي یو ښه اومنظم مواصلاتی سیسټم منځ ته رواړي، اوپه څه ډول به دغه هیواد وکولای شی چی دسوداګرو لپاره ښه سوداګریږ مرکزونه برابرکړی اونړیوالو سوداګروته په هیواد کی دپانګی اچوني په برخه بلنه ورکړی.

ځکه دغه هیواد کی خو اوس دوینو، وژلو ځړولو برمته کولو شکولو اولوټولو خبری زیاتي دي، دلته د ژوند داړتیا وړتوکو پرځای دخلګو دسرونو تجارت روان دی، زما دهیواد ۹۰ سلمه ښځي او ۶۵سلمه نارینه ددی قابل نه دی چی ساده لیکل شوی خط دی ولولي، دهیواد په کلیوالو سیمو کي په تیره بیا په سویل اوسویل لویدیځه برخه کی خو وضعیت دی حال ته رسیدلي دی کچیري کوم کلي کي دکوم کور دمسافرله لوري خط راشی مجبوره دی چی ښارته یی دلوستلو لپاره یوسي.

زما دهیواد هر بچی څخه چی تپوس وکړي  ټوپک څرنګه جوړ شوی دی ډیرښه به یی درته تشریح کړي، خو که دقلم په اړه ورڅخه وپوښتي هکی حیران به پاته شي، ددغه هیواد بچيان په بم  جوړولو ښخو لو، او چاودنه ورکولو  کی ډیرښه مهارت اوپوهه لري خو که دکوم نیالکی او کچالوو دکرلو په اړه ورڅخه  پوښتنه  وکړي  نو به درڅخه وخت وغواړی چی  له پلا ره څخه به په دي اړه ما لومات  و کړم.

ددغه هیواد بچی دسولي نوم په خوله نشي راوړي خو دجنګ اوجګړو نومان یی تکیه کلام کرځیدلي دي، ددی هیواد خلګو ته دړنګیدو او ورانولو درس په ډیرو سترو سترو او لوړو پوهنتونوکی ورکول شوی دي، خودجوړوني اوبیا ابادوني نوم یی په خوله هم نه راځي.

یو وخت کی دسعودی عرب وهیواد ته تللی وم، ددغه هیواد په پلازمینه ریاض ښارکی کومه لاره باندی تریدم تندی په مخه واخیستم، یو اتوماتیک ماشین ته ورغلم کوم چی دپیپسی بوتلان په کښي وو، چی دیوه ریال په مقابل کی به یو بوتل راوتي، کله چی می وغوښتو دپیپسي بوتل له ماشین څخه راوباسم یو وړوکي ماشوم می څنګ ته ودریدی، راته وایی ته ولي پيپسی رانیسي داخو داسرایلو جوړه شوی پیپسی ده اودغه روپي  چي ته پیپسي په رانیسي ګټه یی اسرایلوته ځي، ته څه خبریی که ستا په دغو پیسو باندی اسرایلو کومه مرمی جوړه کړه اوبیا یی دمسلمانانو په خلاف استعمال کړه نوته به په دغه ګناه کی ورسره شریک نه یی؟

ورته حیران پاتي شوم ډیر وړوکی ماشوم وو، خو زما دهیواد ځوانان دموټو په زورباندی پیسي ګټي و ایران پاکستان اونورو ګڼو هیوادونو ته دپیسو ګټلو لپاره په کلونو مسافري کوي هلته دهغو هیوادونو دپولیسو له سختو ناروا ظلمونو او بی انصافیو سره مخ کیږي، خو بیا هم په دغو پیسو باندی امریکایی، روسي اسرایلي، اوچینایی ټوپکی پیرودی ترڅو دخپل هیواد دوګړو په خلاف یی استعمال کړي.

نوکوم هیواد کی چی جګړه وي، ناپوهی وي ویجاړونه اسانه او جوړونه ګرانه وي، هغه هیواد کی به ارو مرو لوږه غربت اومسکنت وي، الله جل جلاله  دی وکړی چی نوره زمونږ له تاریخی هیواد څخه دجنګونو لمن ټوله شي، یوموټي اسلامی اوپرمختللی افغانستان مو په نصیب شي           لیکنه او را ټولونه :    بخت الرحمن  (بخت ) 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x