نړۍ

کراچۍ کې د پوهنتون استاد په وسله وال برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۲۷مه، ۱۳۹۳ل) : د پنجشبې په سهار د پاکستان په ستر سوداګریز او ګڼ مېشتي ښار – کراچۍ- کې د کراچۍ پوهنتون د اسلامي علومو د څانګې رئیس دوکتور شکیل اوج د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

د پاکستاني رسنیو له راپورونو سره سم، نن سهار وختې د کراچۍ ښار په نسبتا امن سېمه- ګلشن اقبال – کې د ښاغلي دوکتور  شکیل اوج موټر د ناڅرګندو وسله والو تر برید لاندې راغی. نوموړی له برید سمدستې وروسته ټپي و؛خو څو شیبې وروسته یې د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړه.

د سرچینې په قول، د کراچۍ د پولیسو ورته ویلي،چې نوموړي ته له برید وړاندې د رسالت د توهین تورونه هم لګېدلي وو او له همدې کبله ورته څو ځله د مرګ ګواښونه هم شوي وو. همدارنګه د ځينو موبایل پیغامونو له لارې د نوموړي د ارتداد او د واجب القتل خبره هم د سېمي د اوسېدونکو تر منځ عامه شوې وه.

ویل کېږي، چې پر شکیل اوج د توپنچې درې ډزې شوې او درې واړه یې په زړه، سر او سېنه لګېدلي.

د کراچۍ پوهنتون ادارې د دوی د اسلامي علومو د پوهنځي پر استاد او رئیس شوی برید په سختو ټکو غندلی او په وېر کې يې د دغه پوهنتون دروازه د دریو ورځو لپاره د محصلینو او خلکو پر مخ تړلې او د کار بندیز اعلان یې کړی.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ښار کې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې، چې ډېری قربانیان یې د دیني مدرسو عالمان او استادان پاته شوې.

په ۲۰۰۸ کال کې د سېمي په کچه وتلی او تکړه عالم مفتي نظام الدین شامیزی او په ۲۰۱۲ کال کې د قرآن پوهنې تکړه او نوموتی عالم مفتي محمد اسلم سکهروي د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې له منځه وړل شوي.

 همدارنګه یوه اونۍ وړاندې  ښار د مشهورې دیني مدرسې – بنوري ټاون-  یو استاد هم ووژل شو؛خو چا یې د وژلو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د سند حکومت د کراچۍ پوهنتون د استاد شکیل اوج وژنه غندلې او په دې اړه یې د جدي او ژر تر ژره پلټنو امر کړی.

د دوکتور شکیل اوج په اړه ویل کېږي، چې په ۱۹۶۰ کال کې په کراچۍ ښار کې زېږېدلی او  له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې په «کراچۍ پوهنتون» د اسلامي زده کړو استاد پاته شوی، شاوخوا ۱۵ اثار یې لیکلي او په حدیث پوهنه، فقه او نبوي سېرت کې يې ویاړونه او انعامونه ګټلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x