fbpx

د امریکا سفارت که د انتخاباتي کاندیدانو د حاضري دفتر؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: له کله چې د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د انتخاباتو په نوم ټاکنیزه لانجه رامنځته شوې ورسره یوځای په کابل کې د امریکاسفارت د دغو ټاکنو د نوماندانو لپاره د حاضري دفتر بڼه غوره کړې.

د دې پرځای چې دغه لانجه په قانوني ډول د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او نورو اړونده داخلي مراجعو له لاري پیګیري شي انتخاباتي نوماندان خپل ټول اړوند مسائل د امریکا سفارت ته په مراجعې کولو له امریکايي سفیر سره مطرح کوي.

په ټاکنیزه لانجه کې اساسي ټکی هغه اجرايي پوست دی چې د افعانستان د اساسي قانون خلاف د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا د ناکام کاندید لپاره ایجاد کړل شو.

دې پوست ته چې په ظاهره د اجرایه ریاست نوم وركړل شوی په حقیقت کې په یوه حکومت کې بل هغه مستقل حکومت دی چې د ولسمشر ټول صلاحیتونه په مساویانه توګه ورته ورکړل شوي دي.

که څه هم چې تراوسه پوري اشرف غني احمد زی د دغه پوست له هغو صلاحیتونوسره چې جانب مقابل یې غوښتنه کوي توافق نه دی کړی ، خو که بالفرض نوموړی د بهرنیانو په دستور ورسره موافقه هم وکړي په هیڅ وجه د هغه حکومت د دوام توقع تري نشي کیدای چې د امریکایانو لخوا ورته د ملي یووالي حکومت نوم ورکړل شوی ، بلکې د دې حکومت ټوله ۵ کلنه موده به همداسې په کشمکش او جنجالونو کې تیریږي لکه اوسنۍ جنجالي ټاکنیزه پروسه .

او دا هغه څه دي چې امریکایانو دټاکنیزې پروسې له پیله غوښتل.

امریکایان غواړي چې د دوی په حکم او فرمایش تش په نوم داسې یو حکومت په افغانستان کې موجود وي چې د تصمیم او پریکړو صلاحیت یې د امریکا له سفیر سره وي او د حکومت اعضاء یو دبل پرخلاف په تبلیغاتي کمپاین مصروف وساتل شي.

د ټاکنیزې پروسې په پیل کې د امریکایانو لخوا د هغې په ګټه داسې تبلیغات کیدل چې دا په تیرو دری نیمولسیزو کې په لومړي ځل په سوله ییزه توګه د واک د انتقال دیموکراتیکه پروسه ده چې د امریکایانو په مرسته تر سره کیږي ، خو اوس چې د واک د انتقال د غه پروسه په خپله پر یوه اختلافي لانجه بدله شوې د امریکایانو ټول هغه تبلیغات هم ورسره ناکاره شول کوم چې یې د هغې د ترویج لپاره په کار اچولي ول.

اوس مهال دغه دامریکایانو په دستور ایجاد شوې لانجه د افغانانو لپاره په داسې سرخوږي بدله شوې چې د هغوی لپاره یې په سیاسي او قومي اختلافاتو سربیره نوري ګڼې امنیتي اواقتصادي ستونزې زیږولې .

د ټاکنیزې پروسې یواځینی محصول دادی چې انتخاباتي نوماندان د امریکا د سفارت د موظفو کارمندانو په څیر مجبوردي چې هره ورځ د دغې لانجې د حل په پلمه هلته حاضري ورکړي او د امریکې له سفیر څخه د خپل ولس ترمنځ د نورو اختلافاتو اچولو فرمایشات ترلاسه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د