افغانستان

روزګان کې نفوذي اربکیانو د قومندان په ګډون خپل پنځه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولايت چهارچينو ولسوالۍ کې دوه نفوذي اربکيانو د قومندان په ګډون خپل پنځه اربکيان ملګري وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار وختي د چهارچينو ولسوالۍ اړوند سيمه کې طالبانو سره اړيکه لرونکو دوو اربکيانو د نظامي په نوم د پوستې قومندان او څلور نور اربکيان وژلي او له پېښې وروسته يې ځانونه له يو شمېر وسلو او مهماتو سره د طالبانو مرکزونو ته رسولي دي.

ويل کيږي، چې وژل شوو کسانو کې يو تن د قومندان نظامي ورور و، چې دی هم اربکی و.

د يادونې وړ ده، چې روانه مياشت کې يوازې روزګان کې دا درېيم بريد دی، چې نفوذي عسکر يې په خپلو همکارانو کوي.

څو ورځې وړاندې د چهارچينو ولسوالۍ چمبرک سيمه کې د ملي اردو يو عسکر خپل څلور ملګري وژلي و او له هغې وروسته يو بل عسکر د خپلې پوستې قومندان وژلی و او ځان يې د طالبانو مرکزونه ته رسولی و.

بايد وويل شي، چې ملي اردو، پوليسو او اربکيانو کې داخلي بريدونه د ورځنيو خبرونو برخه ګرځيدلې او داسې ډېر پيښيږي، چې د ملي اردو او پوليسو په يونيفارم کې دې يو شمېر افغانان پر بهرنيو او خپلو کورنيو عسکرو د خپل ټوپک شپيلۍ ورواړوي او ويې وژني.

پر افغانستان د امريکا له بريده راهيسې امريکا او ايتلافي هېوادونو پر افغان امنيتي ځواکونو ميلياردونه ډلر ولګول، مګر د بهرنيو عسکر او افغان اردو تر منځ د باور فضا ورځ تر بلې خړيږي، ځکه چې بهرني عسکر تر اوسه په دې نه دي توانيدلي، چې د ملي اردو او پوليسو فکري جوړښت واړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x