نړۍ

ماته غوږ شئ! د اسلامي دولت سره د بندي برتانوي ژورنالست پيغام (پښتو ژباړه)

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۲۷مه، ۱۳۹۳ل) : په عراق او شام کې د اسلامي دولت خپرنیزې سټوډیو الفرقان ، د دوی په منګولو کې د یوه بل بریتانوي بندي ژورنالست ویډیو خپره کړې، خو دا ویډیو د نورو هغو ویډیوګانو په څېر نه ده؛ په کوم کې چې به غربي بندیان په داسي بڼه را څرګندېدل، چې وڅنګ ته به یې چاړه په لاس جلاد ولاړ وو، او تر پيغام ورکولو وروسته به یې سر له تن نه جدا کړ، بلکې په دې ویډيو کې نوموړی بندي ژورنالیست د میز تر شا ناست دی، او په ډیر مهارت د یو تلویزوني ژورنالیست په توګه خبري کوي، او وايي، چې دی به په څو نورو مسلسلو ویډیوګانو کې هم را څرګندیږي او د برتانویانو او امریکایانو غوږونو ته به حقیقت رسوي.

نوموړی په هغه ویډیو کې چې عنوان یې دی،« ماته غوږ شئ!» وايي:

ښه راغلاست، زما نوم جون کانټلي (John Cantlie) دی، زه یو برتانوی ژورنالیست یم، ما په برتانیا کې د ځینو مشهورو او غټو ورځپاڼو او مجلو لپاره کار کړی، لکه سنډې ټایمز، سن، او سنډې ټیلیګراف.

زه د ۲۰۱۲ په نومبر کې سوریې ته راغلم او بیا څه وخت وروسته د اسلامي دولت له خوا ونیول شوم، اوس دوه کاله تېر شوي. په دې تېره شوې موده کې ډېر بدلونونه را منځته شوي، اسلامي دولت ډیر پراخ شوی، د سوریې په ختیځ او د عراق په لویدیځ کې ډیرې سیمې د هغوی تر واک لاندي راغلي، دومره سیمي چې تر برتانیې او ډیرو نورو دولتونو پراخې سیمې یې په ولکه کې دي.

زه پوهیږم، چې تاسو به څه فکر کوی، تاسو به وایاست چې دی دا کار کوی، ځکه چې بندي دی او دده پر سر باندي وسله نېول شوې او ګواکې زه له مجبوریته دا خبرې کوم، آیا همداسې ده؟

هو! دا سهي ده، زه یو بندي یم او له دې څخه زه انکار هم نه شم کولای، مګر وروسته تر هغه چې زما خپل حکومت زما څخه لاس واخیست، او زما ژوند د اسلامي دولت په واک کې شو، زه نور هیڅ هم نه لرم، چې ويې بایلم ؛ ښايي زه یا ژوندی پاته شم او یا کیدای شي ووژل شم، مګر زه غواړم چې له دغه فرصت څخه په استفادې ځینې حقایق بیان کړم ، چې ممکن ستاسو زړونو ته لاره ومومي. داسي حقایق که تاسو فکر پکې وکړئ، کیدای شي تاسو د ډیرو خلګو ژوند خوندي کړئ.

په راتلونکو څو پروګرامونو کې به زه ځیني حقایق بیانول پيل کړم، په داسي حال کې چې غربي میډیا یو ځل بیا غواړي خپل ولس د اسلامي دولت پر ضد باندې یوې بلې بایللې جګړې ته را وکاږي، دا هم د عراق او افغانستان له دوو ناکامو او ناخوښه جګړو وروسته.

زموږ غربي هیوادونه ولي غواړي، چې په یوه بله بایللې جګړه کې ځان ښکېل کړي، داسې چې ګټل یې ناممکن بريښي؟

زه به تاسو ته د اسلامي دولت د تګلارې او د هغوی د هدف په اړه حقایق څرګند کړم، چې څرنګه غربي میډیا د خپل کتونکو او مینه والو باندي د اغېز لپاره په خپله خوښه حقایق تحریفوي او اړوي را اړوي.
هره کیسه دوه اړخونه لري، ایا تاسو په دې باوري یاست چې تاسو ته پوره انځور ښودل کیږي؟

او تاسو به دا حقایق هم واورئ، چې څرنګه دنورو اروپايي هیوادونو اتباع ونیول شول او بیا د اسلامي دولت له لوري خوشي کړل شول.

او څرنګه امریکا او ورسره برتانیې فکر وکړ چې دوی د ټولو اوروپايي دولتونو په خلاف داسي کار کولای شي، چې هغه نور یې نه شي کولای.

اروپايي هیوادونو د اسلامي دولت سره مذاکرات وکړل، تر څو خپل اتباع را خوشي کړي، خو په همدې حال کې برتانویان او امریکایان تر شا یوازې پرېښودل شول.

د دې ټولو پېښو په تسلسل کې داسي بریښي، لکه تاریخ چې یو ځل بیا ځان تکراروي، اوس هم وخت شته، چې د پېښو اوسني تسلسل ته بدلون ورکړل شي، هغه تسلسل چې اوس حتمي ښکاري، خو دا چاره به هله شونې وي، چې که تاسو، اولسونه! همدا اوس لا لاس په کار شئ.

په راتلونکو څو پروګرامونو کې له ماسره اوسئ! تاسو چې څه اورئ، فکر کوم چې ستاسو لپاره به د حیرانتیا وړ وي.

http://www.dailymotion.com/video/x267exz_lend-me-your-ears_news

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x