افغانستان

لوګر کې خونړۍ جګړې درې افسرانو او ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل) : راپورونه وايي، چې د پنجشنبې مازیګر د لوګر ولایت د مرکز علم ښار ته څېرمه د طالبانو او پولیسو ترمنځ څو ساعته خونړۍ جګړه شوې.

د لوګر چارواکو وویل، چې له طالبانو سره په دې وسله واله نښته کې د دې ولايت د پوليسو درې افسران او يو بل پوليس وژل شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه،  چې د پنجشنبې مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د پل علم ښار اړوند په یو نېم کیلومترۍ کې د کابل- ګردیز لویې لارې ته څېرمه د منګوخېلو په سيمه کې د دوی او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

د لوګر امنیه قوماندان زیاتوي، چې  وسله والو طالبانو د يادې سيمې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او کله چې له پل علم ښار څخه منګوخېلو ته مرستندوى امنيتي ځواکونه روان شول، نو په سيمه کې د دوی له کمين سره مخ شول، چې د دې څو ساعته برید په ترڅ کې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر سمونيار رازمحمد، د ښار د سمت امر دويم څارن خواجه فريد او يو بل امر، له يوه پولیس سره ځای پر ځای ووژل شول او څلور نور پوليس ټپيان شول.

نوموړي طالبانو ته هم د تلفاتو د اړولو ادعا وکړه، خو د طالبانو ویاند یوازې د خپلو دوو تنو ټپي کېدا تایید کړه.

امنیتي چارواکي وايي، چې سېمه اوس د دوی په کنټرول کې ده او وضعیت هم ارام دی؛ خو له یادې نښتې څو ساعته وروسته د سېمي یوه اوسېدونکي حبیب الله رسنیو سره په اړیکه کې وویل،چې: « کلي کې جګړه روانه ده، د مرميو باران دى، له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېږي، خلک له وېرې دباندې نه شي وتلى.»

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د دې پېښې پخلى وکړ او ویې ویل، چې طالبانو په يوه پلان شوي بريد کې، يادو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا د لوګر د امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته ويلي، چې په نننۍ جګړه کې له يادې مرګ ژوبلې سربېره، د چټک غبرګون د قطعې درې تنه وژل شوي او لس ټپيان دي.

ویل کېږي، چې له دې برید وروسته امنیتي ځواکونو په سېمه کې سخت عملیات پيل کړي، هېڅوک له کوره نشي وتلای او یو خوا، بل خوا د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

طالبانو د یادې نښتې مسؤلیت پر غاړه اخیستی. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې وسله واله نښته کې يې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې امر رازمحمد له دریو ساتونکو او اته تنه نور پولیس او اربکیان ځای پر ځای ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x