نړۍ

د کابل په سرتيري بريد کې د وژل شوي امريکايي افسر هويت څرګند شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): وړمه ورځ د پلازمېنې کابل زړه کې د امريکا سفارت مخته د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيري بريد کې د ايساف درې موټر له منځه تللي و، چې د ايساف په وينا د دوی درې عسکر پکې وژل شوي وو، مګر هغه مهال ايساف د خپلې کړنلارې له امله د وژل شويو عسکرو هويت نه و په ډاګه کړی.

امريکايي رسنيو نن د جمعې په ورځ د امريکا دفاع وزارت پينټاګان له قوله ليکلي، چې په ياد سرتيري بريد کې يو لوړپوړی امريکايي افسر ميجر مايکل ډونهايو وژل شوی دی.

پينټاګان زياتوي، چې ۴۱ کلن مايکل ډونهايو د ميسچيوټس ايالت اوسيدونکی و او د امريکا د هوايي ځواک يو غښتلی افسر و، چې وړمه ورځ کابل کې د امريکا سفارت مخته په يو سرتيري بريد کې ووژل شو.

مايکل له دې مخکې دوه ځله افغانستان ته په پوځي ماموريت راغلی و، مګر په درېيم ځل يې د څه وخت له تېرېدو وروسته په يو خونړي سرتيري بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x