نظــر

دکابل حکومت بی ساري بریاوې !!!

Janan_musazaiشاهد(غزنیوال)

دتیرې یکشنبې په ورځ دبهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي جانان موسی زی  له رسنیوسره په څرګندونوکې وویل چې افغان دولت په تیرو لسو کلونوکې دومره  بریاوې ترلاسه کړې  چې د هیواد په تیر تاریخ کې يې ساری نه لیدل کیږي.

نوموړي دبهرنیو چارو وزارت په تالارکې راغونډشویو خبریالانوته په خپلو څرګندونوکې زیاته کړه :

مونږدغه خبره په ډیر افتخار ،اطمنان او د یولړهغو اسنادو اومدارکو له مخې کوو کوم چې له مونږ سره فعلا موجود اودهغو په اساس هرچاته  خپله ادعا په اثبات رسولای شو.

دکابل په حکومتي چارواکوکې یواځې موسی زی صیب  نه دی چې دخپل حکومت اوسنۍ لاسته راوړنې دهیواد په تاریخ کې بي ساري تاریخي بریاوې بولي ، بلکې دهغه ترڅنګ ډیر نورشمیر ښاغلي هم شته چې په هیوادکې په ټولو روانو ناخوالو باندې په سترګو پټولو سره هغه هرڅه مثبت توجیه کوي  اوځینې یې ورته دتاریخي بریاوو نوم ورکوي.

خوراځئ لیږ به د دغوښاغلیو تاریخي بریاووته  دهیواد دروانو زړه بوږنوونکوپیښوپه هینداره کې وګورواوبیا به قضاوت درنو لوستونکوته پریږدو  چې دخپل سالم وجدان له مخې ورباندې څه حکم کوي.

دامنیت په برخه کې : سره له دې چې په هیواد کې د دولتي ځواکونو  ترڅنګ په سلګونو زره بهرني سوله ساتي !!! هم شتون لري خو دهیواد دامنیت حالت مو دې کچې ته رسیدلی چې ولس مشر په ولس مشریزې ماڼۍ کې دآرامي احساس نشي کولای او ملي امنیت  په خپله دهغه په محافظتي ګارډ کې دمخالفینو دسرایت خبرونوورکوي.

دبشري حقونوپه برخه کې :(دکورنیوچارو وزارت  او ملي امنیت چارواکي دبشري حقونو ناقضین او په خپلو بندیخانوکې له بندیانوسره ناوړه سلوک کوي  ) دغه  سرغړوای  دملګروملتونو دبشري حقونو سازمان په هغه   مستند رپوټ کې دارقامواوشواهدو په اساس ښودل شوی کوم چې دیادو ادارو له خو ا خپورشوي اودهیواد دعدلیې وزارات  دوزیر ښاغلي حبیب الله غالب او دپارلمان دغړي عبدالرحیم ایوبي له خوايې  هم سپیناوی شوی.

دمخدره موادوپه برخه کې : (په هیوادکې دمخدره توکوزیاتوالی دتیرکال په نسبت په سلوکې یوشپیته  لوړشوي ) دغه توضیح دملګرو ملتونودسازمان  په هغه رپوټ کې شوې چې تیره ورځ په کابل کې ددغه سازمان دخاص استازي استیفن دی ‌میستورا له لوري په یوه دائرشوي کانفرانس کې وړاندی کړای شو .

دهیواد دفاع اوځمکني تمامیت دساتلو په برخه کې: (پاکستاني ځواکونو دکونړ ددانګام په ولسوالۍ څلویښت توغندي وتوغول) (دکونړدولتي چارواکي) په دې سربیره له تیرو تقربیا ۴میاشتو راهیسي پاکستاني ځواکونه دهیواد په ختیځ کې په سرحدې سیمو پرلپسي ګولۍ اوروي چې دیوزیات شمیر هیواد والو دشهادت  لامل ګرځیدلې ،خو دهیواد دفاعي ځواکونو دهغوئ  په مقابل کې تراوسه  هیڅ غبرګون نه دی ښودلی اودهغوئ  دنه غبرګون له امله تیره ورځ دهیواد په لویدیځ کې ایراني ځواکونو هم په ورته عمل لاس پوري کړ.

داداري  فساد دپراختیا په برخه کې : تراوسه پوري مونږ  د لوړپوړودولتي چارواکو په داري فساد کې دښکیلتا ۲۰۰۰ دوسیې ثبت کړې او دهغوئ له جملې نه مونږ توانیدلي یو چې یواځې په ۲۵ دوسیو کار پیل کړو (دلويې څارنوالي اجرايي کارکوونکي)

دحکومت جوړولو او قانون پلي کولو په برخه کې : دولسمریزو ټاکنو له ترسره کیدو اوس تردوه کاله زیات وخت تیریږي ،خو لاهم کابینه نیمګړې اویوشمیر وزیران په ناقانونه توګه دسرپرستانو په توګه خپل کارونه په مخ بیايي، دولسي جرګې له ټاکنوڅخه هم یوکال وروسته  دولسي جرګې دغړیو په معرفي کې فضحیت دې کچې ته ورسیدوچې دپارلمان ښځینه غړیو  دکابل دسوالګرو په څیر دولسي جرګې مخې ته ځانونه داعتصاب په نیت وغورځول چې بالآخره هغوئ هم دشپې له تیارې نه په استفادې سره دپولیسو دډنډو په زور له هغه ځای نه لیری کړای شول.

دولسي جرګې دغړیو په معرفي کې  دولسمشراوپارلمان ترمنځ  داختلاف په سره خبره دظاهرقدیر دایتلاف درامنځته کیدو لامل شوه  چې اوس له قانون څخه دحمایت ترنامه لاندې په ښکاره توګه ولسمشر ګواښي  او دهغه مرستیال  ته دسیمین بارکزۍ دخیمې دفاتح  په خطاب  کولو سره سپکې سپورې وايي.

دا او دیته ورته  په سلګونو ځله  دبهرنیوځواکونو په  بمباریوکې دزرګونو بیوزله ولسي  وګړو وژل کیدل ، ددولتي زورواکانو له لوري دعامه شتمنیو لوټول   …  هغه څه دې چې د قدرت په نشوکې مست چارواکې هغه  دخپل حکومت تاریخي  بریاوې بولي او دغه خبره  ددوئ په اصطلاح په ډیر ویاړ اواطمنان سره  دخبري رسنیو په مخکي تکراروي .

دغه ښاغلي د واک اومنصب نشې دومره له سده ایستلي چې دفاجعو اوکارنامو ترمنځ توپیر یې ترې ورکړی .

که خبره داسې نه وې نو قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته سپارم چې  پورته یادو شویو ناخوالوته کوم نوم انتخابوئ :  دهیواد په تاریخ کې بي سارې بریاوې  که  بي سارې فاجعې؟

اخځونه:

تاندویب پاڼه

http://www.tolonews.com

 صفحه نخست

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan

http://www.afghanislamicpress.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x