ګارډين: امريکا تر اوسه له خپلو جګړو او يرغلونو عبرت نه دی اخيستی
نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې «ګارډين» په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې امريکا د خپلو څو لسيزو جګړو څخه هيڅ عبرت نه دی اخيستی او هغه دا چې تر اوسه هم لا د ټولو جګړو او يرغلونو موخې نه دي څرګندې شوي.
اوس چې امريکا د اسلامي دولت پر ضد د نوي بريدونو لپاره تياری کوي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د دوی موخه د اسلامي دولت کمزوري کول دي، چې بالاخره به دغه دولت له منځه وړي، مګر د امريکايي پوځي ريس ارکان جنرال مارټن ډيمپسي ويلي، چې د اسلامي دولت ځپل تر هغو ناشوني دي، تر څو چې عربي سني هېوادونه د اسلامي دولت خواخوږي ايډيالوژي له خپل ذهنه ونه باسی.
د مقالې ليکوال زياتوي، چې د امريکايي ادارې دغه موقف د خلکو ذهنونو کې دا سوال راپورته کوي، چې د امريکا متحده ايالات به کله دغه بمبارۍ پای ته رسوي؛ مګر امريکايي چارواکي د دې سوال ځواب نه لري.
د ګارډين تحليلي ليکنه کې راغلي، چې امريکا د خپلو جګړو لپاره هيڅ واضح موقف نلري او تر اوسه چې څومره جګړې پای ته رسيدلي؛ يوه يې هم امريکا نه ده ګټلې او د دغو ناکامو جګړو لپاره تر ټولو ښه مثال د ويتنام، کوريا او افغانستان جګړې دي.
د امريکا د بنګسارې جګړه ييزې پاليسۍ يو بل مثال د صدام حسين پر ضد د امريکا يرغل دی، چې لومړی يې اعلان وکړ، چې دوی د عراق اتومي وسلې له منځه وړي، وروسته يې وويل، چې د صدام حسين رژيم بايد نسکور شي او بيا يې اعلان وکړ، چې دوی عراق ته د ديموکراسۍ نوې تحفه راوړې ده.
ليکوال زياتوي، چې د امريکا ټولو جګړې د اصلي لامل پر ځای د بهرنيو عواملو په واسطه پای ته رسيږي.
د امريکا لپاره د بريا يوازنی مثال د عراق لومړۍ جګړه وه، چې هغه مهال يې د جګړې موخې او اهداف روښانه او محدود وو او هغه مهال امريکا پر عراق ځکه بريد کړی و، چې عراقي ځواکونه د کويت له خاورې وباسي.
د عراق له لومړۍ جګړې پرته له هغې مخکې او وروسته ګردې جګړې د امريکا په زيان وې او هر وخت دوی د خيالي فتحو او برياوو خبرې کوي، تر څو ځانونه قوي او د نړي جګړه ييز قهرمانان وښيي.
د ليکنې په پای کې راغلي، تر څو چې امريکا له خپلو تېروتنو درس او عبرت نه وي اخيستی تر هغه وخته به امريکا لپاره بريا او فتحې ډېرې ناشونې وي.