افغانستان

جان کيري ډاکټر عبدالله سره تيليفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم سرچينې وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه ټاکنيز ټيم سره اوږدې تيليفوني خبرې کړي دي.

غربي رسنۍ د ډاکټر عبدالله د ټيم يو مخکښ غړي نصرالله ارسلايي له قوله وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د خپلو تيليفون خبرو په ترڅ کې له ډاکټر عبدالله او د هغه ټيم څخه وغوښتل، چې دوی بايد د ملي ايتلافي حکومت د جوړېدو چانس له لاسه ورنکړي او که د ملي حکومت د جوړولو چارې ناکامه شي، نو د امريکا په ګډون ڼړيواله ټولنه به له افغانستان څخه د ملاتړ او همکارۍ لاس واخلي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې د دواړو نوماندانو تر منځ د ټاکنيزو پايلو او نوي ايتلافي حکومت کې د واک د ويش پر سر لانجې او اختلافات روان دي.

د امر يکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او کابل کې د امريکا د سفير په ګډون ګڼو بهرنيو ډيپلوماتانو هڅه وکړه، چې دواړه نوماندان د ايتلافي حکومت پر سر يوې پرېکړې ته ورسيږي، مګر دا هلې ځلې تر اوسه ناکامې ښکاري.

د دواړو نوماندانو تر منځ د اجرايوي شورا د مشر د دندو او واک پر سر ناندرۍ او لانجې روانې دي.

ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې د اجرايوي شورا د مشر دنده به د حکومتي چارو او پاليسيو څارل وي او په دې اړه به ولسمشر ته سلامشورې ورکوي.

بل پلو د ډ‌اکټر عبدالله عبدالله ټيم وايي، چې د اجرايوي شورا مشر د صدراعظم په معنا دی نو د اجرايوي شورا مشر به د وزيرانو د شورا مشر او ولسمشر سره په واک کې پنځوس سلنه برخه ولري.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ډاکټر اشرف غني احمدزي له قوله ليکلي، چې دوه کاله وروسته به لويه جرګه راوغواړي او اساسي قانون کې له بدلون وروسته د اجرايوي شورا مشر د صدراعظم په بڼه د کار کولو قانوني حق ولري.

د ولسمشرۍ ټول ټاکنې چې لومړی پړاو يې د وري په ۱۶مه او دوهم پړاو يې د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو؛ د څو میاشتو د تېریدو او د بهرنیو هېوادونو د ټولو کوښښونو سربېره لا هم ټاکنیزې شخړې روانې دي او وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د دواړو ټیمونو تر منځ څو وار خبرې اترې بې پایلې شوې خو ویل کیږي چې وروستیو خبرو اترو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

تېره ورځ د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمیسيون مشر عبدالستار سعادت کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو اړوند وروستۍ پرېکړې يې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته سپارلي دي او د ټاکنو له خپلواک کميسيونه يې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټاکنو بې پرې پايلې اعلان کړي.

تمه ده، چې د ټاکنو پايلې ورځ نيمه کې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x