نړۍ

برتانیا له تجزيې وژغورل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): پرون د ستمبر پر ۱۸مه د سکاټلنډ ولس د برتانیې څخه د بېلتون یا ورسره د پاتې کېدو لپاره ټولپوښتنه ترسره کړه.

د بي بي سي راپور په اساس چې په ټولپوښتنه کې ډېری خلکو د تجزيې په مخالفت کې رایه ورکړې ده.

په دغه ټولپوښتنه کې له خلکو پوښتنه شوې وه چې ایا سکاټلینډ یو ازاد هېواد غواړي؟ چې ځواب يې په «هو» یا «نه» ورکول کېدو.

راپور کاږي چې په ټولپوښتنه کې ۵۵ سلنه خلکو د برتانیې څخه د نه جلا کېدو په حق کې رایه ورکړې او ۴۵ سلنه خلکو د تجزیې غوښتنه کړې.

په دغه ټولپوښتنه کې ټولټال ۴ میلیونه ۸۵زره کسانو د رایې ورکولو حق درلود.

د رایو تر ورکولو وروسته د یوګو (Yougov) په یوې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې د خپلواکۍ په پلوۍ کې ۴۶ سلنه او په مخالفت کې یې ۵۴ سلنه خلکو رایې ورکړي.

دغه نظرپوښتنه کې له شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو پوښتنه شوې.

په عین حال کې د خپلواکۍ غوښتونکي ګوند مشر په دغه تاریخي ټولپوښتنه کې خپله ناکامي منلې ده.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څه د پاسه ۳۰۰ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې سکاټلینډ داسې پریکړه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x