افغانستان

میدان وردګ: د موټرونو ټکر ۱۷ مساپر وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د کابل-غزني پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ مساپر وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، چې دا پېښه د ۳۰۳ډوله بس او یوې کرولا ترمنځ د ټکر په پایله کې، رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې ۱۷ مساپر ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، چې ۳۰۳ موټر له غزني کابل او کرولا له کابله غزني ته روانه وه چې  د کابل – غزني پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې سره ټکر شول.

نوموړی زیاتوي، چې دغه خونړۍ ترافیکي پېښه تېره ورځ ماښام ۶ بجې د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې رامنځته شوې.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند له قوله په یاده ترافیکي پېښه کې په کرولا کې ناست ۶ کسان چې دوه یې مېرمنې وې ټول وژل شوي. همدا راز په ۳۰۳ موټر کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

دی وايي چې د ۲۰ ټپیانو حالت د انديښنې وړ دی او د درملنې لپاره کابل ته لېږل شوي دي.

له دې ترافیکي پېښې وروسته د ۳۰۳ موټر چلونکی چې تر ټکر وروسته ژوندی پاتې شوی، تښتیدلی دی.

د ترافیکي پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خراب سرکونه ښودل کیږي.

دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې پر همدغه لار  دوه ټیلره ټکر شول چې له امله يې دواړه چلوونکي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x