نظــر

جلال الدین حقاني وایی امریکایان دسولی په خبروکی مخلصه نه دي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۴)  دافغانستان ددیرش کلن جهاد وتلي ستوري او داسلامی امارت دسرحدونو او قبایلو دچارو وزیر جلال الدین حقانی نن له نامالومه ځایه څخه له خبري رسنیو سره د خبروپه ترڅ کی  وویل، امریکا دافغانستان په اړه دسولي اوپخلایني په ډګرکی مخلصه نه ده،  دامریکي سیاست پرمنافقت مبنی اوهروخت یی له منافقت او دوه مخي څخه کار اخیستی.

نوموړي زیاته کړه داچي امریکایان وایی له حقاني نیټ ورک یاډ لي سره به مذاکراتو اوخبرو دروازي خلاصي وساتو، دارنګه څرګندوني له دی څخه بغیر چی منافقت اوشیطانت ته لمن ووهي نوره هیڅ معنی نه لري.

جلال الدین حقانی ویلي دحقاني نه کومه ډله شته اونه هم له چاسره دمذاکراتو اوخبرو کولو اختیار لري، زمونږ یوه ډ له ده او یو مو مشرتابه دی، زمونږ قیادت او مشرتابه دمذاکراتو او خبرو اترو لپاره ځانته بله لاره لري که څوک غواړی چی حقانی ډلي سره خبري وکړي، داهسي پوچی اوبی ځایه وینا وي دي،  ځکه زه دامارت یو عسکري قوماندان یم اوپه ټولو عسکري چارو کی هم دامارت له لوري څخه هدایت اورهنمایی اخلم، اودافغانستان دازادي غوښتونکو ځوانانو دقاید او دیو موټی او اسلامی افغانستان لپاره دنه ستړیکیدونکي مبارز اوغښتلی رهبر اوقومندان امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد یونه ستړیکیدونکي اونه ماتیدونکی عسکریم اوترڅو پوري چي ژوندی یم ددغه زړور قومندان  ترقومنده لاندی په خپلو هراړخیزه هڅوته دوام ورکوم،  هغه که سیاسي ډګرکی وي،  که عسکري اوکه په اداري ډګرکي وي په دغو ټولوچاروکی به خپل مشر ته مسؤله یم.

دیادولو وړده  چي په دی ورستیو کي دافغانستان دپلازمیني کابل په شمول په ټول افغانستان کی وسلوالو طالبانو دبهرنیا نو اوکورنيو عسکرو اونورو حکومتی چارواکو په وړاند ي خونړیز بریدونه ترسره کړل، طالبانو له دی څخه  وړاندي هم  په افغانستان کي دبهرنیو اوکورنیو عسکرو اوحکومتي چارواکو په وړاندي بی شماره مرګوني بریدونه کړی وو،  خو دروان کال بریدونه داسي بریدونه وو، چي ددارنګه بریدونه ساري مخکي نه وو لیدل شوي کورنيو اوبهرنیو ځواکونوته یی هغه تلفات واړول چي دهغوی نسلونه به یی هم دبیلګه په توګه یاد ساتی.

که څه هم  دغه بریدونه په افغانستان کی دهرچا له لوری شوی وي، خو دولسوالو طالبانو دسراسري عسکري شورای له لاري به ورته هدایات شوي او تجهیزات برابرشوی وي، اوهمدارنګه د دغو بریدونو په وړاندی چی هرقدم اخیستل شوی وي هغه به دوسلوالو طالبانو دعسکري شورای په مشوه او لارښونه سره شوی وي،  ځګه دطالبانو په تیرشوی څوکلن تاریخ کی یواځی دا نه چی دسیمی خلګو او اولس ته ته مالومه شوی  ده چی د د نیا هیڅ روزل شوی مجهز اوسل کلن زوړ فوځ کی هم دومره اطاعت جذبه، له قیادت سره وفاداری ایثار اوقربانی نه لیدل کیږي لکه دطالبانو دقیادت او سمیزو قومندانو ترمنځ.

زه خوچي کله دطالبانو دقیادت او دجګړي دقومندانانو ترمنځ اخلاص اوقربانی وینم راته نیغ په نیغه خالد بن ولید (رض) اود هغه د ملګرو داستانونه اوتاریخ سترګو ته راته ودریږي،  ډاډ راته حاصل شي چی اوس هم دازادی، ایمان اوخپلواکی مینان پریمانه دی.

نو داچي زه، ته، افغانان اونړیوال ټول پوهیږي چی په افغانستان کی امریکایانو په خلاف هرقدم اخیستل کیږی هغه که په سنګرکی وي که په سیاسي ډګر کی اوکه اداري، دافغانستان دطالبانو دمشرتابه په هدایت اورهبري باندی مخ ته بویل کیږي.

څه وجه ده چي په دی ورستیوکی دکابل دبریدونو په اړه یواځي و حقانی ډلی ته ګوته نیول کیږی اوپه دي کي یواځي دحقاني ډله تورنه بلل کیږي.

زما په فکر دا یواځي دامریکنۍ حکومت دناکام شیطانت یوه بله هڅه ده ترڅو وکولای شي په افغانستان کی عامو خلګو ته دا تا ثر او ذهنیت  ورکړي چی حقاني ډله اوطالبان دوی جلا جلا ډلي دی او دحقانی ډله دپاکستان وڅارکري اداري ته یوه ډیره نژدی اوله دغي اداره څخه نه بلیدونکی ډله ده.

کله  له پاکستان څخه غواړي چي  دحقاني ډلی په وړاندي باید عسکري عملیات پیل کړی او کله بیا وایی دپاکستان حکومت باید کوښښ وکړي ترڅو دحقانی ډ له  دافغانستان له حکومت سره خبرو ته کښینوي، یو وخت وایی دحقانی ډله مو نوره له پیښو غورځولي ده خوبیا بیرته وایی له افغانستان اوپاکستان سره پرپوله باندی دحقانی ډله له القاعده اوافغانی طالبانو سره یو شانتي اړیکی لري اوپه دغه سیمه  کي د دواړو هیوادونو پاکستان او افغانستان لپاره یو ډول خطرناکه ډله ده.

خو تیره ورځ بیا دامریکي دبهرنیو چارو وزیري له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل له حقانی ډلی سره به مونږ دخبراترو دروازی بندي نه کړو او له دغي ډلی سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړو.

خو نړیوال پوهیږی چي دامریکایانو له لوری دارنګه څرګندوني بغیر له دی څخه چي د دوي پیژندل شوی اونړیوال شیطاني سیاست په مخ بوزي نور هیځ نه دي ، له یوی خوا امریکایان اعلان کوي چي نن ورځ مو دحقانی ډلي یو نژدی اودیرمهم قومندان د بی پیلوټه الوتکي په برید کی ووژي اوله بله لوري بیاوایی له حقانی ‌ډلي سره به زمونږ خبري اومذاکرات جاري وي اوله  دغي  ډله سره به خپلو اړیکوته دوام ورکړو.

خوامریکایان دي په دی خبروی،  چي حقانی هغه حقاني دي چي دطالبانو داسلامي پاڅون په اولو کی یی یو پوره اوپه سمیزه توګه جوړ حکومت طالبانوته تسلیم کړ، دا هغه کس دی چي زغره لرونکي ټاکونه اوسټنګر توغندی اونوری بی شماره ډول ډول سپکی اودرني وسلي یی وڅو تنو طالبانو ته ورکړي، اوخپله له طالبانو سره دیو عادی او وفادار ملګري په توګه روان شو حال داچی دا دطالبانو هغه ورځي اوشپي وی چی یو چا هم دا ارزو نه لره چی دطالبانو اسلامي پاڅون به بیا دنړی په کچه یو اسلامی حکومت وي د دنیا له هره کونجه اوکناره څخه به خلګ دهغو دحکومت اونظام دننداري اوکتلو لپاره راڅی اودغه حکومت به بیا په خپلو هیوادونه اوسیمو کی وخلګو ته دیو رښتني اسلامي حکومت  دبیلګي په توګه بیانوی.

نوامریکا دي باید پوه وی،  چی په هغه وخت کی دغه غښتلی قومندان دافغانستان دخاوري اوملت وفادار بچي وامیرالمؤمنین ته تریوه متبادل حکومت تیرشو، ورته یی هرڅه بغیرله امتیازه څخه ورکړل، نن خو دی ته هم تیار دی چي خپل ټول کور بچیان اوشته دنړي دغښتلی مجاهد اوپرازادی مین قاید لپاره قرباني کړي، او نړیوال په دی ډګر کی دنوموړي دقربانیو شاهدان هم دي.

امریکایان په یو ډول دماغی اورواني ناروغی باندی اخته شوی او ډیواله شوی دي، یو امریکایی سیاست پوه وایی امریکا له هغه وخته څخه مخ په زوال روانه شوی له کومه وخته څخه چی یی دکویټ دازادي ترشعار لاندی لومړي خلیجی جنګ پیل کړ، نومومړی  وایی له هغه وخته څخه بیاترنن ورځي پوری ددغه هیواد معشیت مخ په ډوبیدو وو، چی اوس نو نور ترسره پوري ډوب شوی دي.

سټیفن وولټ وایی له امریکي څخه هغه وخت (ډبل شاه جوړ شو چي کله یی دافغانستان له جنګ څخه وروسته دعراق وجنګ ته ځان لاهوکړ، وروڼو ډبل شاه هغه څوک وو چي دوه کاله مخکی  دپاکستان په پنجاب ایالت کی به یی له خلګو څخه روپي ټوله ولی او یوه ټاکلی موده به یی ورته مالومه ولي چی په دغه موده کی به ستاسي روپي دوه برابره درکوم،  خلګ په دي نه پوهیدل چی دغه کس ډوب شوی دي دنوموړی نوم کوم بل شاه وو خو وروسته بیا دغه کس په ډبل شاه سره مشهوره شو) نو دنړي هیوادونه باید پوه شي چي امریکا لا له وړاندی څخه ډبل شاه شوی ده، چي تراوسه دچین د هیواد په شمول نور ځینی هیوادونه په دی باندی پوه شوی  دي چه  دغه هیواد نور ډبل شاه شوی دي، مالومه نه ده چی امریکا به له نړیوال صندوق څخه پورکړل شوی روپی ډبلی ورکړي اوکه څنګه؟

خو شنونکي وایی امریکا نوره ډوبه شوی ده امریکه هغه امریکه نه ده پاته کله چی له سویت یونین سره دساړه جنګ دوخت امریکا وه، نور دی افغانان دي ته نه خوشحاله کیږي چي وایی ( بچه ایم در امریکا قبول شد) دیګه در کیسه مصارف نیستم!

نوموړي وایی نه دسیاست مدارانو اونه هم دعسکري قومندانانو یی په ښه اوبدو سرخلاصیږي، کله دتلو په حالت کی وغورځیږی، کله دخبرو پر وخت له سټیج څخه چبه شي،  کله په خوب کی سیاست ډنګه وی  خو بل وخت بیا دډیرو ارزښناکو خبرو پروخت خوب وړي وي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x