
طالبانو په جوزجان کې د اربکیانو عمومي قومندان وژلی
نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د اربکیانو عموني قومندان وژلی.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجاني ویلي چې محمد یوسف چولاغ چې په لنګ (ګوډ) مشهور و، تېره ورځ دوه تنو وسله والو د آقچه ولسوالۍ په بازار کې ووژلو.
نوموړی وايي چې یوسف چولاغ د طالبانو پر ضد د «پاڅون» مشري کوله.
طالبانو د نوموړي د وژنې مسوولیت پر غاړه اخېستې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی ۲ ملګرو نوموړی د آقچې ولسوالۍ په بازار کې د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا ۱۱ نیمې بجې وویشتلو.
که څه هم دولت د یو کس د نيونې ادعا کوي، خو مجاهد په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.