نظــر

بابا (رحمه الله) خالص و، نبی خیل و، خالص شو نبی خیل شو

لیکوال: مولوي حمد الله شهید زاده حقانی

زه که څه هم نه لیکوال یم نه ادیب خو د هغې سپيڅلې مینې له امله، چې زه يې د جهاد سپيڅلو مشرانو،مجاهدینو ،علماوو او په ځانګړې توګه يې د خپل محترم دروند مشر، لوی رهبر، ستر علمي، جهادي شخصیت د هیواد منلی ادیب لیکوال، په دین او وطن مین، ستر داعي، تجربو شوی مجاهد، حافظ القران مولوی صاحب محمدیونس خالص(رحمه الله) سره يې لرم دې ته و هڅولم ،چې د خپلو نورو لیکوالو ورونو سره چې د ده په ژوند،جهادي یون، سیاسي خوځښت په زړه پورې رسالې او کتابونه لیکلي دي یو څه ولیکم،خو د مرحوم مولوي صیب خالص(رحمه الله) په ټولو کارنامو څنګه چې يې حق دی بساینه نه کوي. رښتیا هم دا ده چې د داسې یو ستر شخصیت ټول ژوند او کارنامې راټولول او پوره پالل د هیچا د وس او توان کار ندی،خو بیا هم هر چا ورته له خپله وسه او فکره لیکنې کړي دي.

منلی خبره ده چې په دنیا کې ډیر ستر شخصییتونه تیرشوي، که هغه د هر فکر خاوندان و،خوملګرو يې اند او کړنې ژوندی ساتلي او د تاریخ په زرینو کرښو کې خوندي کړي . خو متاسفاً د بابا ملګرولکه څنګه چې حق و هغه(رحمه الله) هڅه او اند يې تر ډیره پټ ساتلی، دا ساتنه به په دې نه وي ،چې ګواکې مواد يې نه دي پيدا کړي او یايې کړنې تر چا کمې وې. خو سره د موادو او نورو اکمالاتو هیچا هم دهغه په اړه چې څومره ښايي څه ندي لیکلي. همدا د بابا د خواخوږو د خفګان یو دلیل بولو. د بابا(رحمه الله) له کړنو څخه مو مطلب ټول هغه څه دي چې ده مبارک (رحمه الله) په خپل ژوند کې د اسلام،وطن او ملت د سرلوړی او ژوندي ساتلو لپاره کړي مانا دا چې د بابا (رحمه الله) د مسجد له امامت نیولی بیا تر استادی او تر جهادي سنګره ټولې هڅې او اندونه د دې وړ دي چې ډیر څه پرې ولیکل شي.د ګوتو په شمار لیکلي کتابونه ، رسالې او مقالې د بابا(رحمه الله) په ټول ژوند او کارنامو احتوا نشي کولای او که څوک دا فکر کوي، چې دا ډیر څه دي فکر کوم دا به یوه ستر ه ناانصافي وي.بابا(رحمه الله) په خپل ژوند کې د دې شوق نه کولو چې خپلې کړنې، لیکنې اوشعري ټوټې هر چا او په هر ځای کې د خلکو تر ستوګو شي،خو ملګري يې په دي پړه دي چې د کمپيوټر په هاردیسکونو او د کوټو په الماریو کې د ده اثار پټ ساتلي. دده یو نیږدې ملګری چې ډير وخت يې ورسره تیرکړی و ګومان پرې کیده، له ده سره به د بابا(رحمه الله) په اړه ډير څه وي څو ځل ورغلو په دې بریالي نه شو چې مونږ او یا دا په خپله د بابا په ژوند او اند یو څه ولیکي.

بابا(رحمه الله) د ظاهر، داوود ،کمونستانو، یرغلګرو روسانو او بیا تر خپل منځي اختلافاتو په اړه په زړه پورې شعرونه لیکلي و خو متاسفاً چې کومه ټولګه يې د ( دامونه او دانې) د کتاب په څیر نه لیدل کیږي، چې ددې ټولګې له راټولونکو او نورو ملګرو سره ګمان کوم چې ډير به نور څه پاتې وي.

په دې وروستیو کې دخالص بابا(رحمه الله) په نامه یوه ټولنه جوړه شوه،په لومړي سر کې فکر کیده چې دا ټولنه به د بابا د علمیت،جهادي ،سیاسي هڅواونورو ټولینیزو کړنو په کولو سره به د ډير خدمت مصدر وګرځي،خو څرنګه چې هیله کیده هسې د پام وړ خدمت يې ونشو کړای،فکر کوم یوازې تر خپل نامه محدوده پاتې شوه.

بابا (رحمه الله) دټولو افغانانو منلی بابا(رحمه الله) وخو زما تر مخ ،چې کله د بابا ذکر وشي،فکر کوم چې زمونږ د کورنۍ د کوم مشر نوم چا راته واخیست.ښاغلی مولوی صیب خالص بابا(رحمه الله) مې استاد او منلی مشر و. په تل پاتې ادب او احترام ورته قایل یم.مولوي محمد یونس خالص بابا(رحمه الله) په کال ۱۲۹۸هـ ل د ننګرهار ولایت دخوګیانو ولسوالۍ د ګندومک په کلي د قاضیانوکلا کې د مولوي عبدالاکبر په کور کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي دي. ابتدايي زده کړې له خپل پلار او ماما څخه او بیا ثانوي زده کړي د هیواد په لویو مدارسو کې له لویو علماو څخه لوستي دي.د هیواد څخه بهر په سوات،چکيسر او د لویې دورې سند يې د مولانا مرحوم عبدالحق رحمه الله د اکوړي له دارالعلوم څخه تر لاسه کړی. د یادونې وړ ده چې په شل کلنۍ کې د قرانکریم حفظ کړی، د لا زیاتو دینې زده کړو د لاس ته راوړلو په موخه تر دارالعلوم دیوبند (هندوستان) هم رسیدلی. مولوي صیب فقیه او مشهور عالم او استاد وپه طالبۍ کې يې درسونه کلک ویلي وو د طالبۍ دوره يې په ډیرو ستونزوسرته رسولې ، د علم په طلب کې پښې ابلی ګرځيدلی،خو د علم مبارکه لمن يې نه وه پريښي . د ټولو فنونو کلک ماهر د فنونو او فقهي مسایلو او اشکالاتو په حل کي به يې طالبانو ته په زړه پورې مالومات ورکول. دا چې ده په خپله هم د طالبۍ دوره تیره کړې وه نو د طالبانو د حال معلومولو په موخه به يې له نویو حافظانو او د دیني زده کړو له طالبانو څخه پوښتنې کولې په ښه ځواب به خوشحالیده او په کمزوري ځواب به يې اړوند شاګرد ته د ښه درس ویلو توصیه کوله. له فراغت وروسته يې په عملي زندګۍ کې د مسجد له امامته او خطابته بیا د استادی سپيڅلې دنده پرمخ بیوولې. مولوی صیب د مورنۍ ژبې ترڅنګ په عربي،دري ژبو خبرې،لیکنې او ژباړې کولې. بابا(رحمه الله) یواځې دا نه ،چې استاد و بلکې یو تکړه لیکوال اوشاعر هم و.د ده لیکوالي او شاعري له پخوا څخه کره وه شعر يې انقلابي و. اديبان وايي: ښه شعر هغه دی چې کلونه،کلونه وروسته هم مینه وال او خپل ارزښت وساتي د بابا(رحمه الله) په شعر کې هم دا وړتیاوه.د ځینوشعرونو نومونه يې په لاندې ډول دي:(پوچ کارتوس،مار او لړم،رغړي،کوڅه ډب،غدار،د حقیقت خیال او خوب تر منځ،مشرتوب،پښتون او غلامي،د دله ګانو وخت دی،په دغه زمانه کې، له زندانه). نوموړی له مختلفو مجلو سره لیکوال او هم مسؤول مدیرپاتې شوی ، د وخت له مختلفو مجلو سره له کال ۱۳۳۰هـ ل څخه پيل شوې او تر ۱۳۵۲هـ ل کال پورې له مجلو سره لیکوالي کړې ده. د یادولو وړ ده چې بابا له کال ۱۳۳۰ هـ ل راهیسې له ګهیځ،میرمنو،کابل مجله ،وړانګه جریده ،چې ده ورته لیکنې کړې دي او د (پيام حق) مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی. له هغې وروسته هم بابا خپل قلم په لاس نیولی لیکوالي او شاعري يې کړې ده. ښاغلي بابا د حق د لارې لیکوال و، لیکنې يې ترډیره بریده ټولنيزې، اسلامي،جهادي او انقلابي وي. تل يې هغه څه په ژبه او قلم بیان او لیکلي دي چې د افغان مسلمان ملت غوښتنه وه. د هر ظالم حاکم او حکومت پر خلاف يې د حق نعره پورته کړې وه. زمونږ د مالوماتو له مخې بابا تر درجنونو زیات واړه او غټ کتابونه او رسالې لیکلي، زه يې د یو څو مشهورو کتابونو ذکر کوم.(اسلامي روح،اسلامي نړۍ نن او پرون،من انا ولما ذا اُجاهدُ،شرح عقیدة الطحاویه…….) چې په یوه لیکنه کې يې مونږ په تفصیل سره ذکر کړی دی.له ټولو لیکنو او کړنو يې مالومه ده چې بابا نر او ځيږ پښتون و.همیش په حق ولاړ او د حق پلوی وو له هیچا يې ډار نه کاوه یواځې له یوه الله(ج) يې ویره وه، د هر چا او هر یرغلګر پر وړاندې يې دريځ پاک ونه د چا غلام شوی او نه يې د چا غلامي منله د ولس خادم و او په ولس به يې هیڅکله ځان جګ نه حسابوه،له هیچا يې د څه تمعه نه کوله او دا يې عقیده وه چې هر څه د الله(ج) په واک کې دي. ډير عاجزتبعیت انسان و عاجزي يې له کماله وه هغه په خپل صفت نه خوشحالید، د شیرګړه په نامه ځای کې په یوه مدرسه کې د پګړۍ تړلو مراسم و د بابا سره د ګډون لپاره په موټر کې زه هم ناست وم،ځوانو طالبانو د بابا د موټر په رارسیدو ډيره خوښي څرګنده کړه او ځانونه يې موټر ته راورسول،موټر ته په رارسیدو د مولوي صیب زنده باد نعري وهلي ، دي سره مولوي صیب د خپل موټر هنداره کوزه کړه او ورته يې وویل چې په خپلو ځایونو کښینۍ د مولوی صیب د زنده باد چغي مه وهۍ زه په دي نه خوشحالیږم. همدې سره راجګ شوي ځوانان خپلو ځایونو ته ستانه شول.

مولوی صیب کلیوالي تعبیت درلوداو کلیوال ژونديې خوښاوه. د کلي په هره ښه او بده کې به شریک و.کلیوالو په منځ کې د یو عام کلیوال په څير به کښیناسته او پاڅيده ځان يې داسې نه معرفي کاوه،چې ګوندې دا د یو تنظیم مشر او رهبر دی. د کلیوالي ژوند یوه نمونه يې دا ده چې:یوه ورځ د کوره په داسې حال کې میلمنو ته راووت چې ټول وجوديې خوله خوله و، میلمنو چې مولوی صیب په داسې حال ولید،نو حیران شول او پوښتنه يې تر ې وکړه ،چې مولوي صیب خیر خو به وي څنګه داسې خوله يې؟ مولوی صیب ورته(رحمه الله) وویل: په کور کې مې لرګي ماتول.میلمنو ورته وویل ته خو سپينګیری او بوډا يې؟ مولوی صیب ورته په خندا کې یوه خندونکي کیسه وکړه او وویل: (یو سړي روژه نه نیوله خو پيشنمی او ماښامی به يې تر ټولو ښه غوښت،ښځې ورته وویل چې سړیه روژه نه نیسي نو پيشنمي ولې کوې؟ سړي ورته په ځواب کې وویل چې ښځې لا پوره منکر شوی نه یم).مولوي صیب سره ددي ،چې دسره استعمارسره د جهاد د یوه منظم تنظیم رهبرو د کلي په کوڅو کې ډير لیدلی شوی ،چې پرته له محافظه په تنهايي ډول ګرځیده.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

مننه د خالص صاحب په خالص توب ميړانه او رښتنې جهاد کې هيڅ شک نشته او الله تعالی ده ته لوړی درجې ورکړي
مګر دغه د خالص بابا تصوير مو چې ترسیم کړی مطلق حرام او د شريعت خلاف عمل دی او دا د بوت پرستی تشبح ده هيله کوم چې رښتنې مجاهدينو حقيقي احترام وشي کوم په شريعت کې جواز لري

abdullah

مننه د خالص صاحب په خالص توب ميړانه او رښتنې جهاد کې هيڅ شک نشته او الله تعالی ده ته لوړی درجې ورکړي
مګر دغه د خالص بابا تصوير مو چې ترسیم کړی مطلق حرام او د شريعت خلاف عمل دی او دا د بوت پرستی تشبح ده هيله کوم چې رښتنې مجاهدينو حقيقي احترام وشي کوم په شريعت کې جواز لري

جبیرعبرت

داتصویر أو أنځوردی لری یابدل شی ،نورمو په ګوتوبرکت شه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x