شعـــــرونه

غزل

شاعر: مدثر همراز

دی مړاو ګل غوټیو ته، تازه بهاره راغلی
رازه رازه رازه بس اوس، رازه بهاره راغلی

د عطرو له خوشبو سره د وینو وګمه مله ده
دداسی کور وطن په ،دروازه بهاره راغلی

په تا دی مبارک شی دا خبره دی رښتیا شی
چی تښتی مو دوښمن ده، اوازه بهاره راغلی

که رب مو دزړګی ارمان پوره کړبیابه ګوری
چی څو مره به دی لمانځو په، مزه بهاره راغلی

د ستا کتاب کی دا نشته چی وپوښتی له چانه
نه دا چی له چا واخلی، اجازه بهاره راغلی

ستا مینی ته همراز د زړه له کومی هرکلی کړی
نا پوه کړی غلته، اندازه بهاره راغلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x