افغانستان

بغلان کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۸مه، ۱۳۹۳ل) : نن له غرمې وروسته د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین درنې چاودنې د اربکیانو په شمول اته تنه وژلي او لږ تر لږه دیارلس تنه ژوبل کړل.

د ترلاسه شوي راپور سره سم، پېښه نن د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې د اربکیانو موټر ته نیږدې شوې.

د لومړنیو مالوماتو په اساس په چاودنه کې په سېمه کې ولاړو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

د بورکه ولسوالۍ ولسوال تاج محمد له پېښې سمدستې وروسته وویل، چې چاودنه د ولسوالۍ په بازار کې په یوه مارکيټ کې شوې .

نوموړي د چاودنې موخه په ګوته نه کړه؛ خو ویې ویل، چې په چاودنه کې څلور ملکیان مړه او له لسو نور زیات ټپيان شوي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې دا چاودنه د اربکیانو پر ولاړو موټرو ترسره شوې، چې په پایله کې يې لږ تر لږه اته تنه اربکیان وژل شوي او د څو تنو ملکي وګړو په شمول دیارلس ټپیان د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدول شوې.

د پېښې مسؤلیت تر دې ګړۍ چا پر غاړه نه دی اخیستی.
طالبانو هم د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x