افغانستان

فارن پالیسۍ: افغانستان ؛ د یوه هېواد دوه واکمنان حکومت نه شي کولای

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): فارن پالیسي اونیزې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي، چې افغانستان تل د داسي چټکو او سمدستې حلونو ښکار شوی، چې د وخت په تیرېدو سره  د دې پر ځای چې هیواد ته ګټه ورسوي، لا زیاتې ستونزې يې زېږولې.

سرچېنه زیاتوي، چې د امریکا او دناټو هیوادونو په ملیاردو ډالرو پانګه او د زرګونو پوځیانو ژوند ددې لپاره قرباني شول، چې په افغانستان کې ملکي او پوځي ادارې جوړي شي؛ خو ددغو ادارو د جوړونې تمرکز د لنډمهالو ادارو د را منځته کولو لپاره شوی، ترڅو لنډ مهاله امنیت خوندي شي.

دغه چټک حلونه د یو کمزوري مشرتابه سره یو ځای شول او د افغانستان د اوږد مهالي امنیت او سولې په وړاندې خنډ شول.

له  لومړۍ ورځي څخه ،کله چې د بن کانفرانس په ۲۰۰۱ کال کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندي را وغوښتل شو، په هغه کې ډیرو محدودو کسانو ته د افغانستان د خلګو د واک چاري وسپارل شوې.

که څه هم هغه وخت داسي نظر موجود وو، چې باید د افغانستان په سیاست، ادارو، پارلمان او ولایتي ادارو کې زیات شمېر ولسي نمایندګان برخه واخلي،خو په عمل کې بیا هم هماغه وړوکې شبکه په واک کې پاته شوه، چې تر اوسه پورې په دغو حکومتي ادارو کې سره اوړي را اوړي.

ددې ټولو په ځواب کې د نړیوالي ټولني چلند داسي وو، چې د لنډ مهالي ارامي او امنیت په خاطر یې د هر څه فساد، رشوت او ټوپک سالاري څخه نظر اړوي، او باک یې نه پر کاوه او دا د دوی لپاره تر ټولو بېړنی حل وو.

په  ۲۰۰۲ کال کې د ډي ډي آر پروسه پیل کړه او د یو شمېر پخواني ټوپک سالارانو او مجاهدینو څخه یې وسلې ټولول پیل کړل، خو بل اړخ ته یې په یوه او بل نوم نورو قومندانانو او ټوپکسالارانو ته وسلې ورکولې او پر شا یې ډبول.

دوی غوښتل چې د یوه بېړني حل له لارې په ځینو سیمو کې چټک او لنډ مهاله امنیت را منځته کړې؛ خو دا فکر یې ونه کړ چې ایا همدا اربکیان، او پخواني ټوپکسالاران چې د امریکایي وجود په برکت د زیاتو وسلو څخه برخمن شول، ایا دا به د اوږد مهاله امنیت لپاره ګټور تمام شي که نه.؟

هغه په ملیاردونو لګښتونه چې یو ځواکمن پوځ، پولیسو او نورو دولتي ادارو باندي وشول، هغه ټولې خوشې ولاړې، نه هغه ادارې داسي قوي شوې، چې په خپلو پښو ودریږي او سربېره پر دې دغه اوسني ټوپکسالاران یو بل ګواښ شو.

اوس چې یو ځل بیا په ۲۰۱۴ کال کې انتخابات وشول او پر سر یې لانجې او ناندرۍ پیل شوې، چې حتی په میاشتو میاشتو وِغځېدلې؛ خو یو ځل بیا د چټک حل لپاره بیا په دې کې نړیوالو دیپلوماتانو، وزیرانو او هیوادونو مداخله وکړه او یو ځل بیا دواړه مخالف کاندیدان دې ته اړ کړل شول، چې موقت وخت لپاره په یوه پریکړه لیک هوکړه وکړي، ګټونکی کاندید حکومت جوړ کړي او بایلونکی کاندید رئیس تنفیذي شي؛ خو دا چې ددواړو کاندیدانو تر منځ هیڅ اعتبار نشته دی؛ دواړه اړخونه به بیا هم په کشمکش کې سره پاته وي او اوس په چټک حل باندي حل شوې موضوع به وروسته  د مختلفو ستونزو  په بڼه وخت په وخت را ښکاره کیږي.

په افغانستان کې یو متل دی چې زر سوالګر په یوه بړستن (تلتک) کې پټېدای شي؛ خو دوه پاچاهان په یوه هېواد کې نه شي چلیدلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x