افغانستان

د اشرف غني ټیم له سیال ټیم سره د زیاتو اختلافاتود له منځه وړلو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټیم وايي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم سره يې زیات اختلافات له منځه وړل شوي دي.

د اشرف غني د ټیم ویاند فیض الله ذکي نن په خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې احمدزي او عبدالله نن د درې قواوو د مشرانو او سیاسي څېرو سره ناسته درلوده. چې یو د لړ هغو مسایلو په باب، چې دوی په کې اختلاف درلود، یوې موافقې ته ورسېدل.

د نوموړي په وینا اوس دواړه ټیمونه یواځې د ټاکنو د اعلان په اړه له یوه بل سره اختلافات لري، چې ښايي نن حل شي. ذکي وویل « ددې موافقې هدف یواځې د ملي وحدت حکومت تشکیل و او د درې قواوو مشرانو او سیاسي څېرو غوښتنه هم د ملي وحدت حکومت جوړول وو.

تېره میاشت اشرف غني او عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب د رایو د بيا شمېرنې او د ملي وحدت حکومت جوړولو په اړه موافقه وکړه؛ خو وروسته بیا د څوکیو او واکونو پر سر د دواړو تر منځ اختلافات پیدا شول.

ویل کیږي چې د دواړو نوماندانو تر منځ اساسي اختلاف د اجرایوي رییس د واکونو او هم د ټاکنو د پایلو د اعلان پر سر دی. تېره ورځ د اشرف غني د ټيم ویاند فیض الله ذکي ویلي و چې د اجرایوي رییس د واکونو پر سر موافقې ته رسيدلي دي. نوموړي د اجرایوي رییس د واکونو په اړه جزییات ورنه کړل.

په عین حال کې د ارګ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو نوماندانو ګډون درلود او د ناستې ګډونوالو ته يې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو او ټاکنو پروسې ته د پای ټکی کېښودلو په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبر ورکړ.

خبرپاڼه کاږي، چې په دغه ناسته کې د ولسمشر کرزي او مرستیالانو په شمول د ولسي او مشرانو جرګې رییسان، قاضي القضات، دواړه نوماندان، صبغت الله مجددي، سید احمد ګیلاني، عبدالرب رسول سیاف، نعمت الله شهراني، حاجي دین محمد، قیام الدین کشاف، اسماعیل خان او ګل رحمان قاضي شتون درلود.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله ټیم دا هم وايي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ورته تلیفون کړی او ډاډ یې ورکړی چې د دوی ملاتړ به کوي.

د یادونې وړ ده چې پرون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو کمېسیون ته ولېږله او ترې ويې غوښتل چې د ۲۴ ساعتونو دننه دې د پریکړې په اړه تصمیم ونیسي.

ددغه کمېسیون رییس عبدالستار سعادت د ټاکنو له کمېسیون رییس څخه وغوښتل چې د قانون سره سم دې وروستۍ پایلې اعلان کړي. که څه هم نوماندان سیاسي موافقې ته نه دي رسیدلي او د ولسمشر کرزي په شمول یو شمېر سیاسي څېرې ټینګار کوي، چې تر هغې دې د ټاکنو پایلې نه اعلانیږي څو نوماندان سیاسي موافقې ته نه وي رسېدلي.

خو د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لخوا تر وروستۍ پریکړې وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ټاکنې چې د تېرو ۶ میاشتو راهیسې دوام لري، د خلکو پر اقتصادي او امنیتي وضعیت خورا بده اغېزه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x