نړۍ

مصري چارواکی: «مرسي ته په لوی لاس ناسم معلومات وړاندې کېدل»

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د مصر د څارګرې ادارې مرستیال ثروت جوده وايي،چې د دکتور مرسي د واکمنۍ پر مهال دوی نه یواځې هغه ته قصدا ناسم معلومات ورکول، بلکې د واکمنۍ پر مهال یې آن پر رښتینولۍ ولاړ یو خبر هم نه دی ورکړی.

ثروت د «الوطن» عربي ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د مصر څارګرې ادارې تر پایه مرسي ته د هېواد د وضعیت په اړه هيڅ سم معلومات نه دي ورکړي، ځکه د ده په وینا دی له نویمو کلونو راهیسې پوهېده، چې مرسي «خاین» دی.

جوده زیاتوي چې ده تورن جنرال «رافت شحاته» ته چې کله د مصر د څارګرې ادارې رییس وټاکل شو، وویل چې دوه رکعته لمونځ وکړي، توبه وباسي او د هغه لوړه هېره کړې، چې ولسمشر مرسي پر وړاندې يې اخیستې وه. ځکه قسم او لوړه په استخباراتو کې بې مانا دي.

تر دې وړاندې هم مصري چارواکو ورته څرګندونې کړې او په وینا یې د مرسي احکام يې له دې امله نه منل چې د «هېواد په ګټه نه وو».

د مرسي د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم چې د سیسي تر کودتا وروسته هم پر همدې دنده پاته شو؛ په دې اعتراف کړی چې د ولسمشر مرسي فرمانونه يې پر ځای کړي نه دي.

ابراهیم ویلي و، چې په دې باوري و، چې هیڅ یو اخواني هم له دوی په سمه توګه کار نشو کولای. دی وايي چې ځینو ترې غوښتل چې دی ورسره کار وکړي او یا د دوی کارونه وڅاري؛ خو ده یې ټولې غوښتنې رد کړي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د جولايي په درېیمه د مصر پوځ د جنرال عبدالفتاح السیسي په مشرۍ پر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي کودتا وکړه، اساسي قانون يې وځنډولو او بې شمېره رسنۍ يې بندې کړې.

همدا راز د ولسمشر مرسي په شمول د مرسي زرګونه پلویان ونیول شول، زندان ته یې واچول او زرګونه نور يې ووژل.

د مرسي تر پرځېدو وروسته مصري ولس پر مظاهرو لاس پورې کړ، خو د مصر پوځ له سخت غبرګون سره مخ شول. یواځې د اګست په ۱۴مه د رابعة العدویه په میدان کې د رسمي سرچینو له قوله د مصري پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۵۷۸ کسان ووژل شول او تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان شول.

ددغو ټولو وژنو سربېره، چې د مصر پوځ وکړلې، مصري محکمو د اخواني مشرانو په نیولو پیل وکړ او ټول د لوړې او منځنې درجې اخواني مشران یې ونیول، زندان ته یې واچول او ځينې يې ووژل.

تر دې مهاله په زرګونو خلک چې د مرسي ملاتړ یې کاوه، پوځ زندان ته اچولي چې زیات شمېر یې یا په ټول عمر بند او یا هم د مرګ پر سزا محکوم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x