افغانستان

اسپانیه افغانستان ته ۹۳ نور عسکر لیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د اسپانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی به په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته ۹۳ نور عسکر ولیږي، څو هلته د هرات په پوځي مرکز کې د نورو اسپانوي عسکرو سره یو ځای شي.

اسپانیه دفاع وزارت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د راتلونکي اکتوبر میاشتې په سر کې افغانستان ته ۹۳ نور عسکر لیږل غواړي. خبرپاڼه کاږي چې دوی په تیر اګست میاشت کې دا پریکړه هم وکړه، څو خپل ۲۷۱ عسکر په افغانستان کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره وساتي.

د تفصیلاتو سره سم ۸۸ تنه به ځمکني عسکر او ۵ به پيلوټان وي چې ددغه هېواد د نورو عسکرو سره چې شمېر یې ۲۷۱ تنو ته رسیږي او زیاتره یې د هرات په هوايي ډګر کې میشت دي، ورسر به یو ځای شي.

د اسپانیا دفاع وزیر وویل چې د دوی هیواد به ترکیه ته هم د عراق سره پر پوله خپل ۱۳۰۰ عسکر په کار وګماري او هلته به د الوتکو ضد دفاعي سیسټم او باټریوټ میزایل سیسټم ولګوي، څو ترکیه له هر رنګه میزایلي او هوايي بریدونو څخه وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x