افغانستان

لغمان ولایت مقام: طالبانو ۴ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختيځ ولایت لغمان ولایت کې د  طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۴ اربکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه برید بېګا شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د الینګار ولسوالۍ په حکیم سیمه کې د اربکیانو پر یوې پوستې وشو.

خبرپاڼه کاږی چې د طالبانو په دغه برید کې ۴ اربکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.

طالبانو ویلي چې بېګا شپه ۱ بجه مرکز ته نېږدې په الینګار ولسوالۍ کې د اربکیانو پر پوستې برید وکړ چې د لږ مقاومت وروسته يې پوسته ونیوله.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې په برید کې ۵ اربکیان وژل شوي او ۶ نور مرګوني ټپیان شوي دي.

مجاهد وايي چې په متقابلو ډزو کې د دوی ۲ ملګري وژل شوي او ۳ نور  ټپيان شوي دي.

په عین حال کې د لغمان ولایت والي فضل الله مجددي اردو او پولیس ته امر کړی چې د اربکیانو مرستې ته دې ژر ورځي.

ویل کیږي چې اربکیان چې ولسي خلک ترې په سیمو کې خورا تنګ دي، د خلکو سربېره پولیس او اردو هم ورته په هیڅ حیثیت قایل نه دي.

خلک وايي چې زیات شمېر سیمو کې اربکیان په یوې سخته نښته کې راګیر وي، دوی د پولیسو او اردو څخه مرسته وغواړي خو هغوی يې مرستې ته نه حاضریږي.

په ختيځ کې د نورو ولایتونو په څېر لغمان کې هم طالبان پراخه سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x