نظــر

د پاکستان په وړاندې دښمني د هندوستان سره ستراتيژيک تړون

pak_indo_afg_mapمجاهد ((پښتون))

د افغانستان اوسنى سياست د ګاونډي هيواد پاکستان سره پر دښمنۍ ولاړ دى او نه يواځې دا چې کتونکى پدې باور دي او يا خلک داسې محسوسوي ، بلکه د افغانستان سياستوال او چارواکي همدا خبره په جار کوي ، په هره غونډه کې د پاکستان سره د دښمنۍ نعرى وهي ، داسې څرګندوي او دا ډول احساس ورکوي چې ګوندې په افغانستان کې روان تاو تريخوالى د پاکستان کار دى .

له بلې خوا کابل د ډهلي سره  خورا تودې اړيکې لري ، دوستې ورسره پالي وخت په وخت ليدنې کتنې او سفرونه تر سره کيږي او دا دې څلور ورځې وړاندې د روانې مياشتې په دريمه نيټه هندوستان ته د جمهور رئيس حامد کرزي د سفر پر مهال د افغانستان او هندوستان تر منځ ستراتيژيک تړون هم لاسليک شو.

د تړون محتوى څه ده ؟ د افغانستان په ګټه دى او کنه ؟ د هندوستان لپاره څومره ګټه لري ؟ د پاکستان په زيان دى کنه ؟ په افغانستان کې د هندوستان څومره شتون د افغانستان لپاره ګټور او څومره زيان رسوونکى دى ؟ ايا دغه تړون چې څه ډول شوى همدا ډول به عملي شي او کنه؟ د هندوستان په څير له هره اړخه پياوړى هيواد به د افغانستان په څير له هره اړخه د کمزوري او مانده هيواد څخه خپله ګټه پورته او دغه بې وزله هيواد به په خپل حال پريږدي او که څنګه ؟ ……….او د داسې نورو ډول ډول پوښتنو ځوابونه پر خورا دقت او وخت سربيره  په اړوندو برخو کې هر اړخيزې پوهې ته هم اړتيا لري خو که چيرته يواځې نسبت هندوستان ته د پاکستان په وړاندې د افغانستان وروستي دريځ ته وکتل شي نو داسې بريښي چې د افغانستان دغه موقف د هيواد په ګټه ندې.

دا بيخي سمه ده چې پاکستان او په ځانګړى توګه د دې هيواد څارګره اداره د افغانستان لپاره ښه نيت نه لري او هر هغه فرصت له لاسه نه ورکوي په کوم کې چې افغانستان ته زيان رسيږي او د پرمختګ مخه يې نيول کيږي بلکه په ټوله کې کوښښ کوي چې افغانستان په غير مستقيمه توګه خپله مستعمره وګرځوي.

ژوندي مثالونه يې د افغانستان مخور او پوه خلک وژل ، په يو او بل نوم ډلې ټپلې را پيدا کول او ويشل ، د سالم او خپلواک قيادت له منځه وړل ، په نړيواله سطحه کمزورى کول ، په ګرد هيواد کې په خپله نفعه جاسوسي کړۍ زيږول ، فعالول او ګټه ځينې پورته کول ، د افغانستان په خاوره مستقيم بريدونه کول ، د امن په وړاندې خنډونه پنځول او داسې نور دي .

د پاکستان او افغانستان دښمني لا له هغه وخته پيل شوې کله چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د غړيتوب مخالفت وکړ او دغه دښمني د وخت په تيردو او د مزل په کولو سره څلور شپيته کاله وروسته داسې يو پړاو ته رسيدلى ده چې پاکستان يو روغ ، جوړ ، په ځان باوري ، پرمختللى ، پر امنه او باثباته افغانستان نشي ليدلى خو له بلې خوا بر عکس افغانستان د تيرو ديرشو کلونو ګډوډيو ، جګړو ، مخالفتونو ، بهرنيو مداخلو ، خپلمنځي نښتو او خفګانونو ، د زده کړى نيشتوالي ، فوځي يرغلونو او د افغانستان په سياست کې د دخيلو خلکو د غلط سياست له کبله پداسې حالت کې قرار لري چې نه شي کولاى يو قدم هم مخ په وړاندې لاړ شي بلکه هر کله چې مخ په وړاندې يو قدم اخلي نو د غليمانو د غليمۍ له کبله په خپله او غير ارادري توګه دوه قدمه مخ پر شا ځي.

امريکا د طالبانو د حکومت په نسکوريدو کې هم د افغانستان سره خپله دښمني وپاللهـ که د پاکستان مرسته نه واى نو امريکا او ناټو دومره په اسانۍ سره نه شول کولاى افغانستان ونيسي ، هغه مهال دواړه هيوادونه يو بل ته خوشبين وه او هم دواړه هيوادونه امريکا ته خوشحاله وه خو د افغانانو د خپلواکۍ احساس هغوى ته اجازه ورنه کړه چې غلي کښيني بلکه په افغانستان کې يې د بهرنيانو پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړه او دا دې دغه مبارزه ورځ تر بلې پياوړى کيږي او جګړه اوږديږي .

دا چې پاکستان د افغانستان د هر ګوټ ، هر قوم ، هر قشر او هر ډول خلکو په هکله بشپړ معلومات لري ويې کولاى شول د امريکا د اشغال پر ضد د مبارزې يوه برخه يا په ټوله کې د مبارزې د مشر تابه واک تر يوې اندازې تر لاسه او په افغانستان کې دننه د امريکا او پخپله د افغانستان د حکومت لپاره ستونځې را پيدا کړي ، علت يې څه دى ؟ علت يې کيدلاى شي همدا وي چې د لس کلونو د مرستې ، د طالبانو او القاعده د ځپلو ، هر ډول لاس ورکولو او د خپل ملت پر سر د سودا کولو سره سره امريکا پاکستان ته همغومره پام نه کوي چې بايد کړى واى ، بلکه نه يواځې دا چې امريکا اسلام اباد ته وخت نه ورکوي نسبتاً ډهلي ډير نازوي او وخت په وخت ورسره په بيلا بيلو برخو او په ځانګړى توګه فوځي او نظامي برخه کې مرستې او تړونونه کوي چې دا کار پاکستان خپل ځان ته خطر بولي او د امريکا سره په وړاندې يې نفرت پيدا کيږي.

همدا راز د افغانانو په زړونو کې  هندوستان تر پاکستان زيات ځاى لري او هندوستان هم د افغانستان په ځمکه د پردې تر شا او د ځمکې تر لاندې د پاکستان سره پټه لوبه پيل کړى او کوي يې خو دا چې پدې لوبه د افغانستان واکداران څومره خبر دي ؟ ولې يې پرې سترګې پټې کړي ؟ په ګټو او زيانونو يې خبر دي او کنه ؟ دغه کار د امريکا په امر کيږي او که د افغانستان سياسي تګلاره همدا ده ؟ او داسې نور شکونه او شبهات هغه دي چې کيدلاى شي د نظر خاوندان يې په هکله ډول ډول نظرونه ولري.

د پاکستان په فوځي ښار ايبټ اباد کې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو او د افغانستان په پلازمينه کابل کې د څو پرله پسې توندو او کاري بريدونو څخه وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ خليج نور هم زيات او تاو تريخوالى رامنځته شو ، کله چې د جمعيت اسلامي مشر او د افغانستان پخوانى جمهور رئيس برهان الدين رباني ووژل شو بيا خو دغه دښمني بيخي جوته او څرګنده شوه خو پدې ټوله دښمنۍ کې افغانستان ډير زيات غوصه ښکاري او په افغانستان کې د نا امنۍ د هرې پيښې پړه پر پاکستان ور اچوي.

د افغانستان دريځ حقيقت دى او کنه ؟ لنډ ځواب به يې همدا وي چې بيخي حقيقت دى او پاکستان د افغانستان په هر ډول ناخوالو کې نيغ په نيغه لاس لري خو ايا د پاکستان پر دښمنۍ د افغانستان د سياست  عيارول د افغانستان په ګټه دى او کنه ؟ بايد ځواب يې ((نه)) وي.

وروسته لدې چې د دواړو ګاونډيو هيوادونو تر منځ فاصله زياته او يو پر بل يې تورونه ولګول ((چې افغانستان پدې کار کې ميړنى ؤ)) ، سربيره پر دې څو ورځې وړ اندې جمهور رئيس کرزي د پاکستان ستر حريف هندوستان ته سفر وکړ او د نوموړي هيواد سره يې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ چې دا کار په پاکستان لکه د ټوپک د ډز په څير ولګيد.

سره لدې چې پاکستان د هندوستان سره د افغانستان د دې تړون په برخه کې ډير تشويش لري ، بيا يې هم په څرګنده او ښکاره ډول ونه ويل چې د دې تړون څخه ويريدلى دى او يا به د افغانستان سره دښمنۍ ته لاس واچوي خو ټول پوهيږي چې په پټه سره يې د افغانستان سره شته دښمني لا  هم زياته شوه.

د دې تړون څخه وروسته خپله حامد کرزي وويل چې پاکستان ته زيان نه لري ، يو شمير پاکستاني سياستوالو وويل چې دغه تړون يې پر هيواد منفي اغيزې نه شي کولاى ، ډيرو پوهانو او د نظر خاوندانو وليکل او تبصرې يې وکړې چې تړون د کابل او ډهلي تر منځ دى او اسلام اباد ته يې تاوان نه رسيږي خو ځينيو پاکستاني حکومتي مسئولينو بيا افغانستان ته يوه اشاره ورکړه او داسې يې څرګنده کړه چې ګوندې ښه يې ندي کړي او لدې وروسته بايد بيدار و اوسي.

زما په فکر لدې امله چې :

1-افغانستان په يوه برخه او يو ډګر کې هم د پاکستان مقابله نه شي کولاى.

2-د افغانستان سياستونه خورا کمزوري او د پاکستان مضبوط دي.

3-افغانستان په داخل کې ويجاړ او د اختلاف ښکار دى خو پاکستان هومره ندې.

4-د افغانستان په ډيرو سيمو کې منظمه جګړه روانه ده خو پاکستان په ډيرو سيمو کې يا خو په خپله جګړه روانه کړى او يا که بل چا پيل کړى نو ډيره سسته ده او ورانووونکى نده.

5-په نړيواله سطحه پاکستان تر افغانستان ډير دوستان او پلويان لري .

6-د کابل حکومت متزلزل خو د اسلام اباد د ډول ډول طوفانونو سره سره بيا هم ثابت دى.

7-ستونځمن حالت کې پاکستان سره يو کيږي ((لکه چې د پاکستان د ټولو ګوندونو په کانفرانس کې مو وليدل)) خو په ورته حالت کې افغانستان سره لا شيندل کيږي او د نورو په مرسته د يو بل پښې وهي.

8-افغانستان نشي کولاى چې د پاکستان پر ضد يو صادق دوست تر لاسه کړي ولو که هندوستان هم وي خو پاکستان توانيدلاى شي چې د افغانستان پر ضد ډير دوستان ولري ان تر دى چې د راکړې ورکړې په بنياد هندوستان هم راخپلولاى شي.

او داسې نور……………..

افغانستان ته نه وه پکار چې په څرګنده توګه يې د پاکستان دښمنۍ ته لاس اچولاى واى او بايد دغه جګړه يې په هغه ډول پر مخ بيولى واى چې پاکستان يې بوځي.

د کابل پر ګدۍ ناستو او د هغوى مخالفينو د پاکستان پر ضد خپلې خولې وازې کړې دي خو تر اوسه پورې د يو مقنع او کره ثبوت او دليل په وړاندې کولو هم ندي توانيدلي ، د پاکستان سره يې دښمني اعلان کړه خو د دې هيواد په وړاندې يې هيڅ کوم د پام وړ ګام پورته نه کړ (پرته لدې چې د هندوستان سره يې تړون لاسليک کړ چې هغه هم بې ګټى دى).

د افغانستان چارواکي نه خو توانيدلي چې د پاکستان د لاسوهنې او پټى دښمنۍ په وړاندې سره يو شي او نه يې د خپل ملت زړونه را خپل کړي دي ، نه په افغانستان کې د ميشتو لسګونه هيوادونو عسکر د هغوى پلويان دي او نه يې خپل ځواکونه هومره پياوړي دي بلکه په ټوله معنى کې که ووايو چې د کرزي اوسنى حکومت په خپل ځان ندې تکيه  او دښمنۍ ته يې لاس واچولو ګواکه دغه ډول عمل د پښتو د هغه متل سره سمون خوري چې وايي (موږک د سوري د ننوتلو نه ؤ او ځان پورې يې چج هم وتړلو) ، کرزى دا نه شي ثابتولاى چې حکومت يې په ريښتيني معنى سره حکومت دى او د نورو پياوړو دولتونو سره يې سر جنګولو ته ملا وتړله .

که چيرته افغانستان د الزامونو او تورونو پر ځاى په داخل کې کار پيل کړي ، خپلې ادارې تقويه کړي ، د څار په برخه کې لازم اقدامات وکړي ، نظامي پلو ځواکمن کړي ، خپل او پردي له منځه ووځي او ټول په يو ټغر راټول شي او بيا د دې دښمن په وړاندې يوه پريکړه  وکړي نو که چيرته ډيره کوچنۍ او ناچيزه هم وي نو باور کيږي چې هغه به ستره ګڼل کيږي او خورا زيات اغيز به ولري .

د نظر خاوندان پدې باور دي چې د افغانستان د حکومت د ښکاره دښمنۍ اعلان ، له حده زياته تندي او بې ځايه پريکړې نه شي کولاى ستونځې له منځه يوسي بلکه پدې لړ کې ، يو والى او مناسب سياسي ګام پورته کول هغه دوه عاملونه کيدلاى شي چې افغانستان ته برى ورپه برخه او د ستونځو لدې شپول يې وباسي.

پاى  

2011-10-07

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x