نړۍ

اسلامي دولت ۴۹ ترکان خوشې کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې لومړي وزیر احمد دواد اوغلو نن د شنبې په ورځ ویلي چې اسلامي دولت ۴۹ ترکان خوشې کړي او روغ رمټ هېواد ته ستانه شوي.

اوغلو زیاته کړې چې یرغمل شوي ترکان نن د شنبې په ورځ خوشې شوي او هېواد ته ستانه شوي. اوغلو وايي چې دغه ترکان د هېواد په جنوب کې د سانلی اورفیه ښار ته راغلي دي او له همدې امله يې ازربیجان ته رسمي سفر لنډ کړی او دغو ترکانو هرکلي ته ورغلی.

اسلامي دولت دغه ۴۹ ترکان چې لمنځه یې  قونسل،  ديپلوماتان او پوځيان وه، د روان کال د جون د  میاشتې په ۱۱مه د موصل د ښار د نیولو سره د ترکيې په کونسلګرۍ کې ونیول.

د ترکيې رییس جمهور رجب طیب اردغان وايي چې عراق کې  یرغمل شوي ترکان د ترکي استخباراتو له پخوا پلان شويو  عملیاتو کې راخوشې شوي.

اردغان زیاته کړې چې دغو عملیاتو ته دوی له پخوا پلان په ډيره ښه توګه پلان جوړ کړی و او ډير په پټه توګه سره بېګا شپه عملیات وشول چې سهار په بریالیتوب پای ته ورسېدل.

ترکي چارواکو د تېر جون د میاشتې راهیسې څو وار ویلي چې دوی د خپلو اتباعو د راخلاصولو لپاره اړیکې نیولي خو په دې اړه یې له تفصیل ورکولو ډډه کوله.

تر دې مهاله اسلامي دولت د خوشې شویو ترکانو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي دولت د عراق د نورو ښارونو سربېره پر موصل ښار د تېر جون میاشتې راهیسې واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

اسلامي دولت هغه ترکي اسیران چې په موصل کې یې نيولي و د خپلو اسيرانو په تبادله کې خوشې کړل په دې اسیرانو کې د حجي بکر رحمه الله میرمن هم شامله ده – هغه چې مخکې د لواء التوحید کتیبې ترکیې ته سپارلې وه-
اسلامي دولت په خپلو غیر رسمي مصادرو كې په دې هم تاکید کړی چې دوي د ترکيې حکومت باندې په صلیبی تحالف کې د نه ګډون شرط هم ایښی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x