افغانستان

ښايي نن د نوماندانو تر منځ موافقه لاسلیک شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنیزو ټیمونو ویندویان وايي چې د ټاکنو د پایلو د اعلان پرته یې ټول اختلافي مسایل يې لمنځه وړي او تمه لري چې ډير ژر به دا هم حل شي.

ټاکنو لومړی پړاو د وږي په ۱۶مه او دوهم د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو، خو د څو میاشتو په تېریدو سربېره لا هم پایلې نه دي اعلان شوي.

دواړو نوماندانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر وړاندې د ملي وحدت حکومت د جوړونې په اړه موافقه وکړه خو وروسته د واکونو او څوکیو د تقسیم پر سر د دواړو ټیمونو تر منځ اختلافات پیدا شول.

د اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند فیض الله ذکي نن رسنیو ته ویلي چې دواړه نوماندان تېره ورځ موافقې ته رسېدلي او تمه ده چې ډیر ژر به ترتیب شوې توافقنامه د نوماندانو لخوا لاسلیک شي.

ذکي په دې اړه چې څه ډول به پایلې اعلانیږي وویل چې دا د شوې موافقې د موضوع څخه خارج ده او تمه لري ژر به حل شي.

د بي بي سي د خبریال هارون نجفي د راپور په اساس د دواړو نوماندانو تر منځ ۴ مخیزه توافقنامه ترتیب شوې چې په کې د ملي وحدت د حکومت د جوړونې تشکیل په کې ذکر شوی.

د نجفي په وینا د عبد الله او اشرف غني ټیمونه وايي چې د نوماندانو تر منځ اختلافات په بشپړه توګه ختم شوي او دواړو ټیمونه د نیم په نیمه واک ویشلو سره رضا شوي.

ولس چې له پخوا یې پر ټاکنو باور نه درلود او په وینا يې «ټاکنې امریکايي پروسه» ده، د امریکا سفارت ته د نوماندانو روزمره تګ، د جان کیري، فیلډمین، ملګرو ملتونو او نورو امریکايي چارواکو منځګړیتوب يې پر ټاکنو بې باوري نوره هم زیاته کړه.

د عبدالله عبدالله د ټیم ویاند مجیب الرحمن رحیمي ویلي چې زیات اختلافات یې له منځه وړي خو دا چې ټاکنو پایلې به څه ډول اعلانیږي، په دې کې لا هم اختلافات شته.

ویل کیږي چې د ټاکنو پایلې به داسې اعلانیږي چې ګټونکی او بایلونکی به په کې نه وي او د عبدالله عبدالله ټیم هم دا غواړي خو اشرف غني احمدزي ټيم یې نه مني او په وینا یې باید ګټونکی او بایلونکی معلوم وي.

همدا راز داسې هم ویل کیږي چې د عبدالله عبدالله ټیم غواړي چې که بالفرض پایلې اعلانیږي نو په ډير کم توپير رایو سره دې بریالی نوماند له ناکام نوماند څخه اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ ویلي و چې د شکایتونو تر څېړنې وروسته به ډير ژر پایلې اعلان کړي.

تېره ورځ د شکایتونو کمېسیون خپله وروستۍ پریکړه ټاکنو کمېسیون ته ولېږله چې د ټاکنو کمېسیون د ۱۱۸ محلونو د رایو د باطلولو په اړه ترې وضاحت وغوښت.

دا په داسې حال کې چې د ټاکنو پروسې هېواد له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ کړی او خلک غواړي چې هر ډول وي، پایلې دې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

دتاکنو کمیسیون عمداً نن نتایج اعلان نکړل ، تر سو چی دهمپالنی تیم ته مخکی له اعلانه په دولت کی دغصب زمینه برابره کړی

امیرالله نوری

سلامونه اونیکی هیلی
شاغلی داکتر عبدالله ته دخدای (ج) خاط ومنه ترکومه بهانی که دتا پر جای بل کس وای اوس به یی خودکشی کری وای بس دی نور موژدوشرمولو خدای (ج) دتا وشرمه وی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x