ټولنیزه برخه

دسواد نړیوالې ورځې په مناسبت

لیکوال : استاد رحمت الله حکیمي

دډېوې په لور

خوښ په دې یم ، چې ټول مسلمانان د الله اکبر په لوړې نارې سره سترګې غړوي او د(الستُ بربکم ) په ځواب کې دبلیْ ژمنې ته دوفا څادر ورآغوندي ، همدغه شېبه دپوهې ددرک شېبه ده ، چې ماشوم ددې درک کوي چې زه څوک یم ، ځان پېژندنه هغه ذهني پدېده ده  ، چې انسان په دغه ژوند کې دپوهې پر مټ د ابدي ژوند توښه برابروي دهغه شاعر په خبره چې وايي :

بې لاسو پښو چې راروان وي زما ژوند ختـموي

جهل همداسې تور طوفان وي زما ژوند ختموي

چې انګازه یې داذآن غـــوږو کې نـــــه وي شــــوې

که مې دکور که دجهان وي زما ژونــــد ختمــــوي

لله الحمد افغاني ټولنه دپوهې اړتیا شېبه پر شېبه په وړتیا پوره کوي ، ځکه چې دماشومتوبه یې دپوهې درک دالله اکبر په لوړه ناره کړی او حتی په ځینو ځایونو کې مور خپل ماشوم ته درانجو الف په همدې مينه په تندي ورکشوي ،چې دپوهې اوعقېدې سمبول دی ، ځکه کسبي پوهه له الفه شروع کیږي او دالله (ج) په معزز نوم کې الف لومړی توری دی ، چې دلایزاله ذات وحدانیت ثابتوي .

دهروګړي لومړی روزنتون دمور غېږه اوپلارنۍ ټاټوبی وي که په نوموړي روزنتون کې یې ښه پالنه وشي کولای شي په ډېرې اسانۍ سره دپوهې په سیند ورګډ شي اوددغه ناپایانه دریاب نه دردانې راوباسي .

د اسلام مبارک دین نه وړاندې نړۍ دناپوهۍ په وجه دتاترین کندې ته غورځول شوې وه ، دهمدغه مقدس دین برکت دی چې، نجونې خښېدل بند او واورپرستۍ تغر ورټول شو پورتنیو خبرو ته په کتو سره ویلی شم ، چې دپوهې او پرمختګ سرچینه فکري اوعقیدوي پوهه ده ، په ټولنه کې اړینه ګڼم ، چې اینجنیر ، سیاستپوه ، ژورنالیست ، ډاکتر ، زده کړیال ، کسبګر او دټولنې هر وګړی مو دیني پوهه ولري ، ښه مفسر او داسلامي ارزښتونو تر سیوري لاندې دژوند اومسلک چاروته پراختیا ورکړي ،الله (ج) په خپل معزز کلام کې فرمایي : (( قل هل یستوی الذین یعلمون والذین لایعلمون ))

ژباړه : ایا برابر دي هغه کسان چې پوهه لري دهغو کسانو سره چې پوهه نه لري ، هېڅکله برابر نه دي .

همدغه پوهه ده ، چې پر موږ یې مور ، پلار ، استاد او دټولنې هر وګړی پېژندلی دی که پوهه نه و ي د کفري ټولنو غوندې به مو نه مور معلومه وي نه پلار او نه به دټولنپوهنې فکر راسره نه وي .

نړۍ دتضادونو په لرلوسره پېژندل شوې که ورځ نه وای شپه مو نشوی پېژندلای همدا دورځې برکت دی چې پر موږ یې دتورتمونو شپه پېژندلې همدغه شان که پوهه ونه لروکېدای شي دناپوه کس په نیرنګونو ونه پوهېږواودجهالت لویوڅاګانو ته ورولویږو .

علم زده کړئ ، نورته یې وروښيی ترمړینې وروسته به هم دولس په سترګو کې وی ، مړ هغه دی ، چې دناپوهۍ په خونه کې ساه اخلي که څه زموږ سترګو ته دژوندیو په څیر حرکات ترسره کوي دهمدغې ټولنې پرمټ کولای شي ټولنه دناخوالو له کش مکش نه رواباسي او د(سبیل الله ) په لور یې رهبري کړي .

راځو دې ده فکر وکړو، چې پوهه کوم وخت موثره واقع کیږي ؟ داهغه وخت کېدای شي ، چې دهمدغه پوهې په اوږو دعمل څلي ته وخېژواو ددې څلي نه دټولنې ټولو غړو ته دپوهې اوپوهېدنې نارې ووهو دهغه شاعر په وینا چې وایي :

پوهه کې چې زور په عمل نه راوړي             تش لکه په ونه کې لرګي ولاړ

چېرې چې وېشتل په کاڼو واورمه              سترګو ته مووینې وي نبي ولاړ

دننیو اورنیو حالاتو یو لامل داهم دی ، چې هېڅ وګړي دې ته غاړه نه دې اېښې چې دتر لاسه شوې پوهې تر چتر لاندې دعمل په ټغرکښيني ، دغه کار کړاو غواړي که چېرې یو دهقان په کښېنول شوې ونه د اوبو ورکولو ،سرې ورکولو او خاورې نرمولو خواري ونه کړي نو دمېوې دلاسته راوړلو تمه دې ترې نه لري .

له ښه مرغه افغاني ټولنه اوس په پوهه کې دعروج مزلونه وهي دپلازمېنې سربیره په وروسته پاتې ولایتوکې هم دخلکو پرمخ دپوهې دروازې خلاصې شوې او دښوونځي په زنګ سره دپوهې دلاسته راوړلو مهال وېش ترتیبوي ، لوړو زده کړو ته لارمومي ، یووخت مې دیوه ملګري نه واورېدل ، چې دپکتیکا ولایت داومنې ولسوالۍ نه یوازې زه پوهنتون ته راغلی یم خو دغه حیرانتیا مې اوس په لاشعور کې شعور ته دازیری ورکوي ، چې شملورې پکتیکا اوس دپوهې په ډګر کې دلوړاوی ډغرې وهي ، پوهنتون لري ، روڼ انده اوبارز کادري غړي او استاذان لري په دې هېله چې دهڅاند، تکړه ریس پوهنمل محمد شفا تسل اونوروعلمي غړو پرمټ لا دپوهې پر ګاڼه وپسلول شي ریس تسل ته دې دابیت ډالۍ وي:

پګړۍ ته دپګړۍ سړی ماتیره شپه پیدا کړ

له ســـــــــــره دتسل چـــــې تاوېـــــده وځــلیــــده

پاتې دې نه وي ، چې یاد پوهنتون به په ډېر لږ وخت کې دلوړو زده کړو په ډګر کې ځلانده ستوری شي  راځئ خپل محصل ته وښیو چې زده کړه وکړه ، پوهه حاصل کړه ،سره زر له ځانه جوړ کړه ، چې هر څوک دې دغوښتلو هیله ولري ، داسې نه چې دروابطو پر مټ په خپلو ضوابطو کې لوړې نمرې ورسو، په دې بایدخواشیني نشو چې زموږ محصل چانس خوړلی په دې خواشیني شو چې څنګه دچانس خوړلودپاره جوړ شوی ،ولې یې پوهه نه دنه تر لاسه کړې ایا راتلونکي نسل ته به دالفبا سپاره ورښي که نه ؟ راځئ دپوهې اتلان او زمریان وروزو نه ګېدړان  ، پوښتنه کول عیب نه دی ، نه پوهېدل عیب دی الله (ج) فرمایي (( فاسلو اهل ذکر ان کنتم لاتعلمون ))  ژباړه : که نه پوهیږئ دپوهو او اهل ذکر کسانو نه پوښتنه وکړئ ، ننی ساینس او تکنالوژي دانه غواړي چې اوس هم پټه خوله دچا پسې لاړ شو دغزلبول استاد محمد آصف صمیم په وینا :

پټه خوله چې ځې دبل په لاره ته به پاتــــــې یــــې

ستن به ځان اېستلی وي خو تاره ته به پاتې وي

دافغانستان په غیور ولس غږ کوم  ، چې په بل واکۍ پښه کېږدي او دولسواکۍ په ارآمه فضا کې خپلې ټولنې ته متدین ، تکړه او بااستعداده وګړي وروزي په اخر کې دمصطفی سالک په دې بیت درنه مخه ښه اخلم چې وایي :

لکه سیند تندی وهه په سینه درومه

دا کوه چې دادې کـــــار دی لارویـــــه

دیوه سرلوړي ، دپوهې په ګاڼه ښایسته شوي افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x