
کرکټ: «میلیون لیګ» سیالۍ کابل کې پیل شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د کرکټ کلبونو لخوا د «میلیون لیګ» تر نامه لاندې چې د کوزې پښتونخوا دوه ټیمونه هم په کې ګډون کوي، کرکټ سیالۍ پرون پیل شوې.
دغه سیالۍ د «لوبه کرکټ کمیونيټي» یا LCC لخوا تېره ورځ د وږي په ۲۸مه په کابل کې پیل شوې چې یوه اونۍ به دوام لري.
د «لوبه کرکټ کميونټۍ» مشر ضراب شاه ظهیر رسینو ته ویلي چې په دغو ۲۰ اوریزو سیالیو کې ۸ ټیمونه ګډون کوي چې دوه په کې د پاکستان د خیبرپښتونخوا دي.
نوموړي زیاته کړه چې د تېرې ورځ په سیالیو کې د المصافي ټیم د کوزې پښتونخوا ایم سي سي ټیم ته او متحد افغان ټیم افغان دوست ټيم په دوهمه سیالۍ کې ماتې ورکړه.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نور محمد مراد او د تجارت وزارت معین مزمل شینواري په شمول د میلیون لیګ مسوولینو دغه سیالۍ پرانېستلې.
د کرکټ بورډ اجرایوي رییس د خصوصي سکتور لخوا دغه ډول سیالۍ پر لاره اچول یو ښه ګام وباله.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ بورډ دغو لوبو کې هر ډول مرستو ته چمتو ده او په دغو سیالیو کې یې هم د میلیون لیګ سره تخنیکي مرستې کړي دي.
د «لوبه کرکټ کمیونټي» مشر ضراب شاه ظهیر وویل چې په سیالیو کې ۶ لوبډلې المصافي ټایګرز، هیواد دوست، متحد افغان، پوهنتون کاروان، افغان رنجرز، افغان لاینز او د خیبرپښتونخوا له خوا خیبر ګرین او ایم سي سي ګډون کړی دی.
نوموړی زیاته کړه چې دغه سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شوې او را روانې جمعې ته به پای ته ورسیږي.
د لوبې کمېونټۍ رییس په وینا د سیالیو په پای کې به ګټونکي ټيم ته یو میلیون افغانۍ انعام ورکول کیږي.
ظهیر زیاته کړه چې په افغاني لوبډلو کې د افغانستان د ملي ټیم او تر ۱۹ کلنو ښکته مشهور او تکړه لوبغاړي شامل دي.
د میلیون لیګ سیالۍ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي او شمشاد تلویزون لخوا په ژوندۍ بڼه ښودل کیږي.