افغانستان

سبا د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د ټاکنو کمېسیون وايي چې سبا ته به حتما د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کمېشنر عزیز بختیاري نن رسنیو ته ویلي چې کمېسیون سبا /وږي ۳۰مه/ به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي خو دقیق وخت يې لا ټاکل شوی نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د احتمال شته نن به د دواړو نوماندانو تر منځ ټول اختلافات پای ته ورسیږي  او وروستۍ موافقه به لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي نن په یوه ناسته کې د ټاکنو په اړه د ښه زیري خبر ورکړ او ویې ویل چې نن د سیاسي څېرو په شمول دواړه نوماندان په ارګ کې ناسته لري.

ویل کیږي چې دواړو نوماندانو تېره ورځ په دې موافقه کړې چې واکونو او څوکۍ به  نیم په نیمه وویشي.

تر دې وړاندې دواړو نوماندانو ټیمونو ویلي و چې ټول اختلافات یې له منځه وړي او یواځې یو اختلاف چې څه ډول پایلې اعلان شي، لا هم پاتې دی.

ویل کیږي چې د ټاکنو پایلې به داسې اعلانیږي چې ګټونکی او بایلونکی به په کې نه وي او د عبدالله عبدالله ټیم هم دا غواړي خو اشرف غني احمدزي ټيم یې نه مني او په وینا یې باید ګټونکی او بایلونکی معلوم وي.

همدا راز داسې هم ویل کیږي چې د عبدالله عبدالله ټیم غواړي چې که بالفرض پایلې اعلانیږي نو په ډير کم توپير رایو سره دې بریالی نوماند له ناکام نوماند څخه اعلان شي.

دا په داسې حال کې چې د ټاکنو پروسې هېواد له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ کړی او خلک غواړي چې هر ډول وي، پایلې دې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیرالله نوری

بیا یی هم گل مرجان نه منی

امیرالله نوری

دداکت عبدالله گناه نده گناه دانتخاباتو دتش په نامه خپل واک کمیسیون ده چی عبد الله غوندی کم سوادوته موقع ورکوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x