
نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د مصر پخواني مشهور ژورنالیست او اوسني سیاسي کارپوه محمد حسنین هیکل په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي چې د مصر یوه کس د افغانستان په جګړه کې ۱۰۰ ملیونه ډالر پانګه جوړه کړ، او زیاته یې کړه چې دغه شخصیت د مصر پخواني واکمن مبارک د نیژدو کسانو څخه وو.
نوموړي وویل چې د افغانستان په جګړه کې عربو ډیره زیاته پیسه ولګول، او په نړۍ کې ډیرو مسؤولینو ددغه جګړې څخه په استفادې په فساد ککړي دې جګړې کې ډیري زیاته درغلي وکړه.
نوموړی ووایی چې د دده په مرسته د امریکا د کانګریس یوه غړي راپور ترتیب کړی، او په هغه کې د هغه کس نوم هم راغلی، کوم چاچي په یوازي سر دومره سل ملیونه ډالر درغلي کړې ده.
باید وویل شي چې د امریکا له خوا په افغانستان باندي د یرغل سره ډیری عرب او د نورو هیوادونو اتباع د امریکایانو سره د متعاقدینو په صفت راغله، او د افغانستان جګړې په لنډو مودو کې د هغوی څخه ملیونران جوړ کړل.
هیکل ویلي چې اوس هم په عراق کې د جګړې د بیا پيلیدو سره د وسلو بازار یو وار بیا توند شوی، او یو ځل بیا امریکايي او نړیوالو مسؤولینو د عربو پیسو ته د جیبونو خولې وازي کړي دي.
نوموړي عربي هیوادونو ته د مشورې په توګه ویلي چې په نورو هیوادونو په جګړو کې دي خپلي پیسی او پانګې نه بربادوي، امریکا خپل د وسلې لپاره بازار تودوي، نور هیڅ هدف هم نه لری، غواړي چې عربي نړۍ بیا سره تقسیم کړي، او د خپلو بې معنی جګړو بیلونه په عربو باندي ادا کړي.
هیکل زیاته کړه چې په دغه نوې جګړه کې به د عربو ډیره زیاتي پیسې او خزانې مصرف شي.
باید وویل شي چې سعودي حکومت اعلان کړی چې دوی به په عراق او شام کې د اسلامي دولت په ضد باندي جګړه کې د امریکا او د هغه ایتلاف چې امریکا جوړ کړی، لا محدوده مصارف په غاړه واخلي.