ټکنالوژي

صلیل الصورام د اسلامي دولت له خوا نوی ویډیويي لوبه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د اسلامي دولت له خوا یوه نوې ویډیويي لوبه د صلیل الصوارم په نامه جوړه شوې، او په دغه لوبه کې د عراق او شام د جګړو او اسلامي دولت له خوا د تکتیکونو انځورګري او نقل شوی.

د خبر سرچینه وايي چې د المنبر الاعلامي الجهادي په نامه جهادي ویب پاڼه کې ددغه ویډیويي لوبي د اعلان د نشر تر څنګ ویل شوي چې په عراق او شام کې د اسلامي دولت جنګیالي د همدې کمپيوټري لوبو څخه په استفادې د خپلو جنګیالیو معنویات لوړوي، او د هغوی د دښمنانو په زړونو کې رعب اچوي.

د جهادي او عسکري چارو د کتونکو په نظر اسلامي دولت د لومړۍ ورځي څخه هڅه کړې چې خپل مخالفینو په زړونو کې رعب واچوي، او له همدې وجي د هغوی قتل په ښکاره او د میډیا پر مخ باندي کوی، تر څو ددوی مخته څوک د مقاومت هڅه ونه کړي.

دا په داسي حال کې چې دوی خپل په ویب پانو او ټولنیزو پاڼو کې د نبي صلی الله علیه وسلم هغه حدیث هم تکراروي، چې وايي: نصرت بالرعب مسیرة شهر، یاني د رعب په واسته ماته د یوې میاشتي د تګ په برابر کومک راکړه شوی.

د ویډیويي لوبي د اعلان څخه داسي ښکاري چې ټول هغه تکتیکونه په کښي را ټول شوي چې اسلامي دولت جنګیالي یې فعلا په عراق او شام کې کاروي، لکه د ریموټ کنټرول بم په واسطه د دښمن وسایط تخریبول، په درازکوف باندي نښه ویشتل، کمینونه نیول، او بیا دښمن په بې دردۍ سره وژل، مخامخ جګړې، او سرتیري بریدونه کول شامل دي.

په ویډیو کې چې کله دغه مشاهد تکراریږي، ورسره موسیقي او اوازونه هم هغه ترتیب شوي وي، چې د صحنې او واقعیت تر منځ واټن کمه وي، او لوبه کونکی دا تصور کوي چې په حقیقي جګړې کې خپل مخالفین وژني، او عملیات کوي.

http://www.youtube.com/watch?v=QhbX0Kt9s_I

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close