افغانستان

اربکیانو په کندوز کې بیا کورونه لوټلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): په کندوز کې د دولت لخوا پیل شوي چاڼیز عملیات په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې ځايي خلک وايي اربکیانو يې کورونه چور کړي دي.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس د کندوز ولایت ښار ته څېرمه سیمو کلیو کې اوسېدونکي وايي اربکیانو یې کورونه له یوې مخې چور کړي دي.

د کنم د سیمې یو تن اوسيدونکي ضیاء الحق ویلي چې تېرو څو ورځو کې درې سوه فامیله چې د کندوز ښار کې له خپلو سیمو بېځایه شوي وو بېرته په داسې حال کې کورونو ته ستانه شول چې اربکیانو چور کړي وه.

ده زیاته کړه چې « دوی کله کوورنو ته ستانه شول، هيڅ په کې نه وه، اربکیانو هر څه لوټلي وه.»

اربکی پخوا خورا سپېڅلی نوم و او قومي ملېشو ته ویل کېدو او له تنخواو پرته به يې دندې ترسره کولې خو وروسته دولت د کلیو هغه کسان چې یا خو په نشه يي توکو روږدې وه او یا هم غله او بدکاره خلک و، د خلکو پر ضد مسلح، مجهز او تمویل کړل او جګړې ته يې وهڅول.

د حضرت سلطان د کلي یو اوسېدونکي همدا راز ویلي چې دغه وخت دهقانان د وریجو محصول راټولوي او اربکیان ترې هر کال په زور عشر اخلي.

دا لومړی وار نه دی چې اربکیان په کندوز کې د خلکو کورونه لوټي، بلکې تر دې وړاندې يې هم څو وار د خلکو کورونه لوټلي.

شاوخوا ۳ اونۍ وړاندې د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې اربکیانو د تلاشۍ په نوم د خلکو کورونه لوټلي وه.

ځايي خلکو هغه مهال شمشاد تلویزون ته ویلي وو چې د دوی کورونه لوټل شوي، وران شوي او خپلوان یې وژل شوي. دوی ویل چې بل چا نه دي ځپلي بلکې همدې دولت «تیکه تیکه، پرچه پرچه» کړي دي.

یو بل سپین ږیری کس وايي چې د سیمې د امنیت د خرابۍ ټول مسوول اربکی دی. «اربکی چې نه وي، هیڅ مشکل نشته، طالب لا د اردو سره هم دښمني نه کوی».

په دې اړه د کندوز ولایت والي غلام سخي بغلاني ویل چې اربکیان په زیات شمېر سیمو کې د خلکو د اذیت سبب ګرځي.

په کندوز کې د اربکیانو پروسه څو کاله دمخه پیل او د «ولسي پاڅون» نوم ورکړل شو، خو د وسلوال کېدلو سره اربکیانو چې زیاتره یې نشیان، غله، پخواني ټوپک سالاران دي په غلاګانو، تښتونو او بې عفتیو پیل وکړ.

په عین حال کې د کندوز ولایت چارواکي وايي چې په دغو اربکیانو یې زور نه رسیږي او نه شي کولای چې د دوی د خپلسریو مخه ډپ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x