افغانستان د قطر ۲۰۲۲ نړیوال جام کې د لوبیدو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان د فټبال د فیدراسیون عام منشي   سید علي راضا اغازاده سادات ویلي چې په قطر هیواد کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام ددوی لپاره یو ښه فرصت دی چې افغانستان یې د ځان لپاره هدف وګرځوي، او هڅه وکړي چې په دغه نړیوال جام کې ولوبیږي.

نوموړي وویل چې په قطر کې نړیوال جام افغانستان ته د ژوند یو نوی پیغام ورکوي، د قطر نړیوال جام د افغانستان لپاره د اوږد تونل په پای کې د امید یو بڅرکی مالومیږي او په دې کې به شرکت زموږ لپاره یو خوب وي، چې موږ به خپل ټول وس کوو، تر څو دا خوب رښتیا کړو.

نوموړی وايي چې افغانستان یو اسیايي هیواد دی او زمونږ خوب دی چې په هغه نړیوال جام کې ولوبیږو، کوم چې په یو اسیايي هیواد قطر کې تر سره کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې کیدای شي موږ دغه هدف ته ونه رسیږو، خو موږ چې په دومره لنډه موده کې دومره زیاتې بریاوې تر لاسه کړې او دا زموږ لپاره کافي ده چې لوړ لوړ سوچونه وکړي.

نوموړي وویل چې د افغانستان فټبال که په نړیوال جام کې د لوبیدو لپاره لومړنیو سیالیو کې هم ونه توانیږي چې پای لوبو ته ورسیږي، خو په دغو لوبو کې د افغانستان لپاره لوبیدل هم یوه ښه خبره ده، په داسي حال کې چې افغانستان کې تقریبا فټبال له منځه تللی وو.

علی رضا وویل چې ددوی ټول ترکیز د قطر ۲۰۲۲ز کال په نړیوال جام باندې دی او هدف یې د همدې لوبو پای لوبو ته ځان رسول دي.

نوموړي د قطر هیواد لپاره د توفیق غوښتنه کړې چې د کال  ۲۰۲۲ل نړیوال جام په ښه توګه سره ترتیب کړي او خپل د هیواد لپاره یې دا امید څرګند کړی چې په دې نړیوالو لوبو کې خپل وجود ثابت کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د