نظــر

سیدآباد ولسوالی د شهیدانو کاروان: شهید انجینیرحسیب الله وردک

wardak111شهید انجینیرحسیب الله وردک

شهید حسیب الله د ۱۳۷۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې د وردګو د شهید پرور ولایت د سیدآباد د ولسوالی د کاکا خیلو په کلي کې د استاد حاجي ګل عمر خان په علمي، دینداره او اسلام پالونکې کورنی کې دې پاني نړی ته سترګې وغړولې. په ۱۳۷۶ کال کې د خالد بن ولید په عالي لیسه کې شامل شو او تر نهم ټولګي پورې په نوموړې لیسه کې خپلو درسونو ته ادامه ورکړه او…

په ۱۳۸۴ کال کې د نوموړې لیسې له نهم ټولګي څخه تر فارغیدلو وروسته د منځنیو زده کړو لپاره د کابل د ثانوي تخنیک په انستیتیوت کې شامل شو او په ۱۳۸۶ کال کې له دغه انستیتیوت څخه تر فراغت وروسته شهید حیسب الله د کابل په ښار کې د ابوذر غفاري په لیسه کې شامل او په ۱۳۸۷ کال کې له نوموړې لیسې څخه د فراغت سره سم یې د کانکور په آزموینه کې برخه واخیسته او د کابل پوهنتون د انجینیری پوهنځۍ ته کامیاب شو.

البته شهید حسیب الله چې د درسي چارو د پرمخ بیولو لپاره یې ډیر کم وخت درلوده او تل به د جهادي چارو د پرمخ بیولو او په دې اړوند د پلان جوړولو په اړه په فکر کولو او عملاْ په جهاد کې مصروف وه خو بیا هم د خپل صنف په ممتازو او کدري محصلینو کې راته او په داسې حال کې چې تل به په جهاد کې مشغول وه او آن په پوهنځی کې به یې د حاضری ورځې تر غیر حاضری ډیر ځله کمې وې خو تنکی شهید به بیا هم د نوموړې پوهنځي د مهندسی د څانګې دریم نومره وه. د دې ټول استعداد او په تحصیلي برخه کې له ټولو کامیابیو سره سره د دین، وطن او د یوه ریښتوني اسلامي حکومت د منځ ته راتګ سره یې مینه دومره ډیره او د وطن د آزادی او د محمدي شریعت د نافذیدو آرمان یې په زړه کې دومره قوي او زورور وه چې تنکي شهید خپل ټول تحصیلي آرمانونه ځنې قربان کړل او د پوهنځۍ په دریم ټولګي کې یې د جهاد سره د بې کچې مینې او په پوهنتون کې د آزادی د دایرې د تنګیدلو له کبله له تحصیل سره مخه ښه وکړه او خپل ټول پاته عمر یې جهاد ته وقف کړ.

شهید انجینیر حسیب الله د غیرت، زړورتیا، ، هوډمنتیا، میړانې، سخاوت، تقوا او ایمانداری بیلګه وه، لنډه دا چې شهید حسیب الله نه تنها یو زړور، باتور، غازي او با ایمانه مجاهد وه، بلکه نوموړی شهید یو ښه دیني عالم او قوي مبلغ هم وه. ځکه چې شهید حسیب الله کله هم داسې خبره نه کوله چې د هغې خبرې په هکله دې یې یا د قرآن پاک په آیت کریمه او یا هم د پیغمبر علیه السلام په یوه داسې مبارک حدیث استناد نه وي کړی چې هم حدیث وی او هم فقهي قاعده، د بیلګې په توګه ده به ملګرو ته په جهاد کې د ښه نیت په درلودلو او په جهاد کې په تقوا باندې د ټینګار لپاره پدې حدیث استناد کاو چې؛ اِنِّ اللهَ طَیِبٌ لا یُقبَلُ اِلاطَیِب یعنې چې الله تعالی پاک دی نه قبلوي له خپل بنده ځنې مګر پاک، نو ځکه به ده ملګرو ته ویل چې که غواړی چې الله تعالی موهڅې، ستونزې او لنډه دا چې جهاد قول کړي نو باید چې هم مونږ پاک واوسو او هم مو عملونو پاک وي او هم مونیت. شهید انجینیر حسیب الله به هیڅکله هم داسې خبره نه کوله چې په خپل ځان یې عملي کړې نه وي او هغه شهید به تل ویل چې کله نورو ته د جهاد، تقوا او نورو نیکو عملونو د سرته رسولو توصیه کوی نو تر هرڅه د مخه هغه په خپل ځان عملی کړي او له ملګرو او نور عام ولس څخه چې هر ښه عمل د اجرا غوښتنه کوی تر چا لمړی تاسې خپله باید د هغه عمل د تر ټولو ښه اجرا کونکو غوره بیلګه واوسی. لنډه دا چې د شهید حسیب الله نیک صفتونه، ښې خاطرې او د جهاد په ګرم سنګر کې د اتلولیو قصې هومره زیاتې دي چې د هغو ټولو یادول او د قلم په غیږ کې د هغه د ټولو نیکو صفاتو او جهادي کارنامو را اخیستل ډیر وخت ته اړتیا لري او د دې وړې لیکنې تر حوصلې ډیر لوړ کار دی ځکه نو په پورتنیو څو مشت د خروار د نمونې په توګه بسنه کوو.

شهید حسیب الله د ۱۳۸۵ کال راهیسې په داسې حال کې چې یواځې د ۱۵ کلونو څښتن وه د اسلامي نهضت د یواځیني وارث، د اوسني او د روسانو سره د مخکیني جهاد د مؤسس او د اسلامي نړی د بیداری او جهاد ته د تشویق کوونکي قائد تنظیم یعنې حزب اسلامي په لیکو کې په قلمي او مسلحانه جهاد پیل وکړ. او د ۱۳۸۵ لمریز کال څخه راپدیخوا د وردګو د ولایت د سیدآباد په ولسوالی کې د حزب اسلامي د مجاهدینو لخوا په ټولو سرته رسیدلو جهادي عملیاتو کې یې لږ تر لږه په ۷۰ سلنه عملیاتو کې عملي او په ټولو مشورتي ونډه اوبرخه لرله، شهید حسیب الله نه تنها د وردګو په ولایت بلکې د کابل، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې چې ښایي له ده او ځینو مهمو مشرانو پرته به بل چاته پته نه وي هم جهادي سفرونه درلودل او هلته یې هم په ډیره میړانه جهادي کارنامې خپلو ملګرو ته د خاطرو په بڼې سره پریښودلې دي او د هغوی تر منځ هم د یو باتدبیره، زړور، متقي ، نرم خویه، غیرتي، صابر او باایمانه مجاهد په توګه شهرت لري او تل به د ده دا صفتونه د ریښتوني مجاهد د بیلګو په توګه په خپلو زړنو کې ولري.

شهید حسیب الله د جهادي ملګرو په منځ کې د عبدالصمد، هارون او موسی په مستعارو نومونو هم یادیده یواځې په سږني کال کې چې د حزب اسلامي د سیدآباد د ولسوالی مجاهدینو په هغو عملیاتو کې چې د نوموړې ولسوالی د شیخ آباد په سیمه کې یې د ۱۳۹۰ کال د ثور د میاشتې له ۲۲ د میزان تر پنځمې یعنې هغې شپې پورې وکړل چې شهید انجینیر حسیب الله د خپلو دو نورو تنکیو ملګرو او شهید رحمت الله سره یوځای په کښې شهیدان شول د صلیبي اشغالګرو ځواکونو شپاړس شوبلې په همدې منطقه کې او یوه د شنیز د سلطان خیلو په سیمه کې په مکمله توګه تخر یب کړي دي او ورپکښې سپاره اشغالګر عسکر یې د جهنم تر ټولو ژورې کندې ته لیږلي دي. که چیرې په منځنی توګه په هره شوبله کې پنځه اشغالګر عسکر موجود ول نو نوموړو شهیدانو او دهغوی اتلو او غازي ملګرو په لاسونو په سږني کال کې لږ تر لږه د ۸۵ څخه تر ۹۰ پورې حیوان صفته، وحشي او اشغالګر عسکر د دوزخ کندې ته لیږل شوي دي چې په دغو ټولو عملیاتو کم تر کمه په ۷۵٪ کې یې شهید حسیب الله عملي برخه درلودله.

بالآخره شهید انجینیر حسیب الله وردک د ۱۳۹۰ کال د تلې د میاشتې په پنځمه نیټه د ماښام په آتو بجو په داسې حال کې چې صلیبي اشغالګرو ځواکونو ګزمو ته د شیخ آباد د زرني په کلي کې د خپلو دریو تنو نورو ملګرو سره د سړک د غاړې د ماین په خښولو مصروف وه چې د صلیبي درنده صفته اشغالګرو ځواکونو تر هوایي برید لاندې راغی او د ماښام په آتو بجو او پنځلس دقیقو یې د شهادت جام په سر واړاوه او خپل نهايي هدف ته ورسید. الله تعالی د یې شهادت قبول، په جنت کې د ورته مرتبې لوړې کړي او الله تعالی د یې برکات د ده د کورنی په پاته غړو او د سنګر په ملګرو واچوي. او جمیل خدای دې د شهید انجینیر حسیب الله ، د ده دری تنو نورو ملګرو هر یو وزیرګل، نقیب الله او رحمت الله د کورنیو غړیو، د سنګر ملګرو، د حزب اسلامي اتلو مجاهدینو او ټولو هغو مسلمانانو ته چې د شهید انجینیر حسیب الله او د هغه د ملګرو په شهادت باندې دردمند شوي دي جمیل صبر ورکړي او عزیز رب دې یې سنګر د دوی په څیر په زړورو، باتورو، غښتلیو، متقي او با ایمانه مجاهدینو ډګ او ګرم وساتي. په پای کې الله تعالی دې د ټولو مجاهدینو تر منځ اتحاد او اتفاق راولي او خدای(ج) د نور په خپل فضل او کرم سره دا د اشغال ناولې خیمه زمونږ له ګران هیواد څخه د تل لپاره ټوله او په ګران هیواد افغانستان کې د یو ریښتونی، مستقل او په خپلو پښو ولاړ اسلامي حکومت رامنځ ته کړي، تر څو نورې مؤمنې میندې بورې، خویندې ورور مړې او ښځې کوندې نه شی. الهي آمین

لیکنه: خالد عمر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x