fbpx

د بیزوګۍ په ماتم ۷۰۰ هندوانو خپل سرونه خرولي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): ۷۰۰ هندیانو وروسته تر هغه خپل سرونه وخرول، کله چې ددوی په درمسال کې یوه بیزوګۍ مړه شول.

د مکاک په نامه بیزوګۍ وروسته تر هغه مړه شول، کله چې د کلي سپیانو په هغې په سي منډي کړې، او هغه د اوبو یو تالاب ته ولوېده، او هلته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هندوان خپل په مذهب کې د بیزو لپاره خاص ځای لري، او هغه ته د یو مقدس حیوان په سترګه ګوري.

د بي بي سي په قول، د کلي خلګ چې هندوان دي، د دې پيښي څخه وویریدل، او وې ویل چې کیدای شي دا یو بده طالع ثابته شي، ځکه یې د بیزوګۍ جنازه واخیسته، او هغه یې دهندو مذهب د جنازو د مراسم سره سم وسوځول، او ټول هغه مراسم یی ورته په ځای کړه چې دوی یې د خپلو مړو سره کوي.

او پر دې سربیره ۷۰۰ نارینه کسانو خپل سرونه او ږیري وخرولې، تر څو بده طالع دوی ته ورنه شي.

د کلي مشر ویلي چې د یوې بیزوګۍ مړینه په کلي کې یو بد فال دی، مونږ ویره لرو چې د یو طبیعي پيښي او الهي افت سره مخه نه شو.

مونږ وغوښتل چې د بیزوګۍ روح راضي کړو، او ددې ضمانت واخلو چې مونږ سره به څه بده پيښه نه را منځته کیږي، ځکه مو د هغې په غم کې خپل سرونه او ږیري وخرولې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د