افغانستانخبرتیاوی او پیغامونهد امت لويان

د هېواد په کچه ستر عالم مولوي عبدالشافي په حق ورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد په کچه ستر عالم، د نجم الجهاد او الهجرت والجهاد عالي مدرسو مدیر نن مازدیګر د ورپېښې ناورغۍ له امله د اجل داعي ته لبیک ووایه او له فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې. انا لله وانا الیه راجعون

د مرحوم (رحمه الله) جنازه به سبا د ننګرهار ولایت د نجم الجهاد فامیلۍ (خالص بابا فامیلۍ) په هدیره کې سبا /وږي ۳۰مه/ ماسپښين ۳ بجې اداء شي.

نن ټکی اسیا د مرحوم مولوي عبدالشافي (رحمه الله) مړینه ستره ضایعه ګڼي، کورنۍ او خواخوږو ته یې د تعزیت مراتب وړاندې کوي او رب الجلال څخه ورته د مغفرت دعا کوي.

روح یې ښاد، مغفرت یې نصیب او جنت یې ځای شه

د مرحوم مولوي عبدالشافي لنډ ژوند لیک

زوکړه:

ستر عالم او استاد مرحوم مولوي عبدالشافي رحمه الله د مولوي عبدالهادي زوی له نن څخه شاوخوا ۹۵ کاله وړاندې د ننګرهار ولایت د روداتو د مذینې د پاچایانو کلي په یوه متدینه، علمي او باعمله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

زده کړه:

ستر عالم مولوي عبدالشافي رحمه الله د نورو افغانانو په څېر ابتدايي زده کړې له خپل پلاره چې د ده په څېر د هېواد ستر دیني عالم و، پیل کړې. د قرآن کریم د زده کړو وروسته یې د دیني کتابونو اوفنونو پر لوستلو پیل وکړ.

همدا راز يې د سیمې علماو څخه چې یو يې هم ستر عالم، حافظ، رهبر مرحوم مولوي محمد یونس خالص رحمه الله و، څخه ځينې کتابونه ولوستل. مولوي عبدالشافي رحمه الله له وړکتوبه خورا ځېرک او ذهین هلک و.

د ابتدايي کتابونو تر لوستلو وروسته د زرګونو علماء، مجاهدینو، روحانینو روزونکې مدرسې نجم الجهاد کې شامل شو. مرحوم مولوي عبدالشافي رحمه الله په ډير بریالیتوب سره له مدرسې څخه په اعلی درجه فارغ شو.

تر فراغت وروسته د کابل په دار العلوم کې شامل شو. مرحوم د کابل په دارالعلوم کې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال لومړي وزیر شهید محمد موسی شفیق همصنفی و. د مرحوم مولوي عبدالشافي په ځېرکتیا، قوي حافظې او قوي ذهن دده استادانو ټولو اعتراف کاوه، همدا لامل وه چې د کابل دار العلوم څخه په ۱۳۲۸لمریز کال کې په اعلی درجې فارغ شو.

تدریس:

مرحوم مولوي عبدالشافي رحمه الله چې د کابل دار العلوم څخه فارغ شو، بېرته خپل کلي ته راستون شو او د ننګرهار ولایت په مشهور دیني مدرسه نجم الجهاد کې یې پر تدریس پیل کړ. د مرحوم مولوي عبدالشافي رحمه الله شاګردان وايي چې د نوموړي د راتګ سره مدرسې خورا تغییر وکړ، په استادانو کې د نوموړي سیال نه موندل کېده، نوموړی په یو وخت کې شیخ التفسیر او شیخ الحدیث و. هم يې په عربي روانې خبرې کولای شوې او هم د عربي په ادب یې دومره برلاسی درلود چې د وخت سترو سترو علماو ته یې په کې کلونه کلونه درس ورکولای شو.

مرحوم مولوي عبدالشافي چې د تدریس سره سره په اداري کارونو هم پوهېده د څو کلونو تر تیریدو وروسته د مدرسې ادارې نوموړي ته د مدیریت دنده وسپارله او تر هغه په دې دنده بوخت و، چې د ثور کرغېړنو کودتاچیانو پر مټ روسانو پر افغانستان ناروا یرغل وکړ او افغانستان یې اشغال کړ.

د کمونستي انقلاب وروسته نوموړی د نورو زرګونو علماو په څېر په نجم المدارس کې ۳۵ کلنه د تدریس سپېڅلې دنده پريښوده او ګاونډي هېواد پاکستان ته یې هجرت وکړ.

مرحوم مولوي عبدالشافي رحمه الله پاکستان ته تر هجرت وروسته د حزب اسلامي افغانستان د جمعیت العلماء غړی شو.

وروسته چې مرحوم خالص بابا (رحمه الله) د الهجرة والجهاد عالي مدرسه تاسیس کړه نوموړي د جمعیت العلماء سره دنده پريښوده او په یاده مدرسه کې یې د تدریس سپېڅلې دنده یو ځل بیا پیل کړه.
مرحوم په مدرسه کې د فنونو سربېره په تفسیر کې بیضاوي، مدارک، جلالین او په احادیثو کې صحیح البخاري، ترمذي او مشکاة دایمي تدریسول.

مرحوم د څو کلونو د تدریس وروسته د الهجرة والجهاد عالي مدرسې مدیر وټاکل شو او تر ۲۰۰۴ز کال پورې يې په یاده مدرسه کې د تدریس دنده پر مخ بوتلله، دا مهال يې روغتیايي وضعیت هم ددې وړ نه و چې درس و تدریس دې وکړي همدا لامل و، چې د تدریس چارې یې پريښودې.

مرحوم مولوي عبدالشافي رحمه الله وروسته هم تر ۸ کلونو د مدرسې افتخاري مدیر و.

وفات

دغه ستره هستي، د زرګونو افغانانو، مجاهدینو او علماو روزنکی عالم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۲۰۱۴ز کال د ستمبر د میاشتې په ۲۰مه مازدیګر مهال د هجرت په ټاټوبي ،کراچۍ ښار د اغاخان په روغتون کې د اجل داعي ته لبیک ووایه او له فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې. روح یې ښاد، مغفرت یې نصیب، جنت یې ځای او یاد يې تل

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
KkK

مولوي صيب ډېر نېک انسان ؤ، الله تعالی نه استاد مغفرت ،او کورنۍ ته يي د صبر او اجر سوال کوو، که
چا ته سره يې د ګورنې ادرس يا تلفون شمېره وي ما ته دې پدې ايمل راوليږي مننهm.zandani90@yahoo.com

Yousaf

Allah de Warla Jant Pa Naseeb kary da Afghanistan pa kach Loy Alim Wa Loya Zai da the ISLAM AO Da Afghanano Lpara

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x