استاد غصابه! تر تا اربکی ملا هوښیار دی

ليکوال:  استاد رحمان الله کټه خیل

دننګرهار ولایت چپرهار ولسوالي کې اربکیان د نورو سېمو څخه راوستل شوې، د یوه ګروپ اربکيانو مشر د چپرهار ځايې ملا دی، اربکیان  يې ډیر شاړي دي.  کله چې د طالبانو حملې زیاتي شوې، يوه ورځ يې اربکیانو له سر ګروپ ملا نه پوښتنه وکړه،  ملاصاحب دا زموږ مرګ به څنګه وي؟
ملا ورته وویل: مړه تپوس مه کوئ، مرګ خو مو ډیر خراب مرګ دی، ډیر بیکاره مرګ مو دی، کوشش وکړئ چې ځان مرګ ته ورنه کړئ، له مرګ سره احتیاط کوئ، مخامخ  طالبانو ته مه ورځئ، ځان ورنه هاخوا دیخوا کوئ، که مړه شوئ بیا به مو مزه  نه وي.
ملا ور زیاته کړه، یا به موږ جنت ځو يا طالب، ته او خدای تاسو فکر وکړئ چې موږ به ښه یو که طالبان، ډیر احتياط کوئ، ماته خو  هغوئ (طالبان) په حقه ښکاري، خو بچيان یو ګوله ډوډۍ غواړي، موږ او تاسو ټول مجبوره يو، د امريکايانو کافرانو مخکې مو ځانونه سپر جوړ کړي. بس مړه  وخت تیروئ او له مرګه ځان ساتئ، والله چې مرګ مود … مرګ دی.
استاغصابه! ته کولای شي د چپرهار د خلکو څخه ددغه اربکې ملا د فتوا پوښتنه وکړي، په پښتو کې متل دی وايې (پز پرې کړی شرم نه لري)، ستا له پاره خو شرم دی چې د سټیج شاته د خلکو په وړاندي ولاړ يې. ته خو هغه څوک يې چې په خپله خوله اقرار کوي:
په کوم مخ به عمرې او حج ته ځم
په کوم مخ د استثقاء له پاره الله ته مخ و اړوم
د ځمکو غصابه! ته په خپل زړه کې ډیر هوښیار يې خو د خپل منافقت له مخې افغانان سره جنګوي، مګر تابه نه وي اوريدلي؟ د کابل ښار، پغمان او جلال آباد په لارو او کوڅو کې  ځوانان پټ پټ يو بل ته وایې: اې هلکه! تا د عبدالله ابن ابی ابن سلول د منافقانود  مشر په اړه کوم څه اوريدلي؟ ګوره د نن زماني د منافقانو مشر  د مسلمان په شکل کې استاد سیاف دی.
تیرځل د مسعود دمرګ په ورځ چې ستا خبرې د مکتوبو هلوکانو په تلویزون واوريدي،  هریوه يې خپل پلار ته وویل ، پلاره! استاد سیاف لیوني شوی؟ که څه چل پري شوی؟  امريکایان خو ظالمان دی، زموږ خلک راوژني ، په ودونو بمبارونه کوي، په کاپیسا کې يې هلوکانو بمبار وکړ چې د کور له پاره يې د سون خځلې ټولولي، اهو پلاره! په شنډنډ کې امریکايانو د يوه کلي تر سل زیات ماشومان، انجوني، ښځې او سپین ژیري شهیدان کړل، اهو پلاره! د کندهار په زنګاوات کې امريکايانو په شپه کې په خوب ویده ۱۷ ماشومان او ښځې شهیداني کړي، دا امريکایان ډیر ظالمان دی، استاد سیاف خو د امریکایانو ملګری دی، دی خو د ظالم ملګری دی، ځان ته وایې چې د اسلام نه وتلی یم. که زه په هغه غونډه کې وای ما خو واژه، ځکه په خپل خوله يې فتوا ورکړه چې له اسلام څخه وتلی دی.
اې غصابه! ستا په یاد دي چې د عربو ځوانان به په سعودي کې په لوی قطار کې درته ولاړ وو، هغه ځوانان دریادوم چې کورني مشکلات به يې لرل او دجهاد له پاره به نه وو اماده تا به هغوی ته د جهاد څخه د خلاصون فتوا د سعودي ریالونو په اخستلو او ترلاسه کولو سره ورکوله.
غصابه! ته خو د پیسو (سعودي ریال) په مقابل کې د جهاد نه دخلاصون د فتوا تاریخ له ډیره وخته لري، اوس نو موږ ولي شک وکړو چې د امريکايې ډالرو په مقابل کې به ته فتوا ورنه کړي، حتما يې ورکوی، ډالر خو تر ریال ډیر ارزښتمند دی.
استاد غصابه! څه فکر کوئ چې هغه د ریال په مقابل کې فتوا او د ډالر په مقال کې فتوا په اړه به نکیر او منکر پوښتنه درڅخه ونه کړي، هسې خو دي  پښه د ګور په غاړه ده، خدای ته ګوره، نور دغه د آیساف، ناټو او ملګرو ملتونو د دارلافتاء دفتر وتړه، استعفی ورکړه، د روزې ضمانت دي الله کړی.
استاد سیافه! استاد غصابه! ابن ابی ابن سلوله! تا وویل چې د اردو ځواکونو يو ساعت په سنګر کې تیرول دومره ثواب لري لکه سړی چې ۶۰ کلونه نفل لمونځ کوي.
نو بیا ولي خپل ځوی دغه افضل عبادت ته نه پريږدي، بیا ولي خپل اخښې دغه افضل عبادت ته نه پريږدي، بیا ولي خپل وراره او خوريې دغه افضل عبادت ته نه پريږدي.
غصابه! ته به د پغمان هغه کسان چې ستا د وراره سره ملګري وو په ښځويې جنسي تجاوز وکی، درې نفره يې اوس هم ستا او ستا دوراره تر سيوری لاندی ازاد ګرځي، هغوی ته به دي خامخا دا فتوا ورکړی وي چې ستاسو يو ساعت د شپې په ويښه تیرول تر ۶۰ کلونو عبادت بهتر دی.
استادغصابه! خواتم مستور دي، په خدای قسم چې ته کله یواځي شي ښه پوهیږي چې په کومه لاره روان يې، يواځي ضد، حسد او کينې نیولي يې، او کینه هغه څه ده چې ابوطالب يې د پېغور له کبله له دنیا څخه نامسلمان تیر کړ.
استاده! ته مخکې موږ درپسي یو خو په دي شرط چې د طالبانو په مقابل کې د جنګ سنګر ته ولاړ شي، نه داچې په لویه خېمه کې د بهرنيواشغالګرو او کورنيو غلامانو تر پهرې لاندي د ډالرو اخستلو په مقابل کې فتوا ورکړي.
غصابه! تا د یهودو د علماوو تاریخ ژوندی کی، هغوی به پوهیدل او د الله کلام به يې تحریفاوو، تاسو هم له پوهاوي سره سره د الله کلام قران تحریفوئ. که تاسو پخپلو فتواوو اصرار کوئ الله مو ژوند اومرګ له اسرایلو سره یوځای کړه. ترڅو مسلمان امت ستاسو له شر او فسق څخه خلاص شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلفی عقایدو وا لا
میلمه
سلفی عقایدو وا لا

مونژ د استاد زاهد احمدزی یا د امین الله البشاوری نه او که نور داسی علما وی چه د قران او حدیث با ندی تسلط ولری هیله کوو چه ددی سړی جواب د قران او حدیث په رڼا که ورکړی. او بل دا چی ستاسی د استاد یاسر خبری واوری نیټ ترنه ډک دی او هفه خو اوس بندی دی. کنه قسم په خدای چه هغه مخامخ ورته ویل هفه خو نن د تورو تیارو شاته پروت دی. سیاف شه پوهیژی جه امریکایی مګرفون یی په خدمت که دی دا ټول مزدور مطبو عات یی په خدمت که دی ددوی… نور لوستل »

ساپي
میلمه
ساپي

دروند استاداستادښاغلي كټه خيل صيب اود دي ويبپاڼي لوستونكوته سلامونه وړاندي كوم . درونداستاده زه دايساف دمفتي اودصليبيانوداوازرسونكي سياف په هكله يوه تيره شوي قصه چي ستاسودليكني په تايدبه هم وي درسره شريكوم . كله چي دگران هيوادافغانستان نه په كال ١٩٩٤ع دشراوفساد دلمني دټوليدوحركت دافغانستان دطالبانودتحريك لخواء پيل شوونودا اوسني دايساف مفتيان اوزرخريده غلامان يي سوړوته ورټيل وهل چي ځني يي ايران،تركيه اوخواجه بهاوالدين ته ورسيدل چي د دوي په ډله كي يوهم دانامتواومشهورمفتي سياف هم په خواجه بهاوالدين غاركي پټ شووپه هغه وخت كي لكه داوس په شان دگران هيوادافغانستان ريښتنوبچواو ولس دطالبانودتحريك سره بي كچي خواخوږي درلوده… نور لوستل »

ساپي
میلمه
ساپي

تيروتنه . كال ١٩٩٦ع سهي دي هيله من يم چي دويبپاني كاركونكي به يي اصلاح كا