fbpx

دملي یووالي راتلونکی حکومت به څومره د بریالیتوب چانس ولري؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: وروسته تر دې چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش متنازعو کاندیدانوته اخطار ورکړ چې باید په دوو ورځوکې خپل اختلافات حل او د جان کیري د طرحې له مخې د ملي یووالي حکومت په جوړولو توافق وکړي ، د شنبې ورځې په اوږدو کې د سیالو ټیمونو ویندویانو رسنیو ته وویل چې دواړه لوري د سیاسي توافق پر سر جوړجاړي ته نیږدي شوي.

که څه هم چې د سیالو ټیمونو له لوريد سیاسي توافق خبره د جمعې له ورځې راهیسې د رسنیو او سیاسي حلقاتو په منځ کې ګرځي راګرځي ، خو د اړوندوه ټیمونو رسمي ویندویانو په بشپړه توګه د دغه سیاسي توافق جزئیات نه دې څرګند کړي.

کوم جزئیات چې تر اوسه د د واړو لوریو لخوا رسنیوته ورکړل شوي د هغو له محتوی څخه داسې ښکاریږي چې لاهم د سیاسي جوړ جاړي او د هغه د يریکړه لیک په لاسلیکولوکې ستونزې شته دي.

هغه څه چې تر اوسه د یاد توافق په اړه څرګند شوي هغه دا چې ښاغلی اشرف غني احمد زی به ولسمشر او ډاکټر عبدالله به اجرايي رئیس وي، او دا هغه ډول سیاسي توافق دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل دوهم سفر پرمهال د ولسمشریزو نوماندانو ترمنځ د موجود اختلاف د هوارولو په خاطر تجویز کړی وه ، خو دا توافق داسې یو توافق دی چې په صریح ډول د افغانستان د اساسي قانون خلاف او د افغانستان د نظام جوړونې په تاریخ کې هیڅ سابقه نه لري.

همدا وجه ده چې متنازع لوري سره له دې چې د ټاکنیزې اوږدې لانجې هواري اوپه خپل منځ کې سیاسي جوړجاړي ته دنیږدي کیدو اعلان کړی خو بیاهم په ډاډه زړه د وروستۍ پریکړې په اړه واضحه خبره نشوای کولاي ؛ځکه د دغه نامتجانس حکومت له تشکیل نه اوس لا دا جوتیږي چې د هغه د سیاسي فعالیت چانس به ډیر کم ، او هغه به هم له داخلي اختلافاتو او شخړو ډک وي.

هغه څه چې د دې فرمایشي ملي یوالي حکومت لخوا به په عملي ډول ترسره کیږي هغه به قومي سمتي او لساني اختلافاتو ته لمن وهل وي چې دا کار پرته له دې چې په افغانستان کې امریکايي اشغال ته د تداوم اوبقاء زمینه مساعده کړي د افغان ولس هیڅ درد نشي دوا کولای.

تر اوسه پوري چې د ملي یوالي په نوم حکومت جوړولو په اړه کوم توضیحات رسنیو ته ورکړل شوی هغه دا دې چې په دې حکومت کې به د سیالو کاندیدانو ترمنځ حکومتي صلاحیتونه په مساویانه توګه ویشل کیږي.

همدا راز به د ټاکنو پایلې په داسې ډول اعلانیږي چې ګټونکی او بایلونکی دواړه ورکې په مساوي توګه یاد شي.

معمولا په نړیواله کچه د انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته ګټونکی لوری حکومت جوړوي او بایلونکی لوری د خپلې ماتې په منلوسره د ګټونکي لوري بریامني ، دهغه حمایت کوي او یا هم له نورو سیاسي ګوندونوسره د ایتلاف له لاري د حاکم ګوند په مقابل کې اپوزیشن تشکیلوي او له دې لارې په سوله ییزه توګه خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکوي.

زمونږ په هیواد کې چې د دولت او حکومت جوړولو ټول سیاسي جریانات یې د امریکایانو په خوښه او دستور ترسره کیږي په لوي لاس د حکومت جوړولو په سیستم کې داسې طرحې عملي کیږي چې هغه د حکومتي چارواکو او دری ګونو قواو ترمنځ د تفاهم اوتعاون پرځای تصادم ته لاره برابروي، چې په دې سره ویلای شو چې د ملي یووالي په نوم راتلونکی حکومت به د کرزی د تیر حکومت په پرتله ډیر ناکامه او د ناکامي ترڅنګ دسختو داخلي اختلافاتو او په پراخه پیمانه د اداري او مالي فساد ښکاروي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د