افغانستان

غزني: سیاسي بندیانو یو ځل بیا پر اعتصاب لاس پورې کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت په مرکزي زندان کې لسګونو زندانیانو له پرون سهار راهیسې یو ځل بیا د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د دغه زندان دننه بندیان وايي چې دوی ته د ۶۲ فرمان د ۱۱مې مادې حقونه نه ورکول کیږی او له همدې امله یې په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

د ولسمشر ۶۲ فرمان د ۱۱مې مادې له مخې باید یو شمېر سیاسي بندیان خوشې شوی وی خو دولت د سیاسي بندیانو پر ځای ځينې پر جنايي جرمونو ککړ بندیان خوشې کړي دي.

تر دې وړاندې د وږي په ۲مه هم په همدې زندان کې په اعتصاب لاس پورې کړ. دوی چې شونډې يې احتجاجا ګنډلې وې ویل چې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې باید دوی خوشې شوي وی خو دولت د دوی پر ځای هغه کسان چې په جنايي جرمونو کې ککړ و خوشې کړي دي.

زندانیان وايي چې دولت ورسره ژمنه کړې وه چې دوی ته به حقونه ورکوي خو په کړې ژمنه يې هيڅ وفا ونه کړله.

د زندان دننه سرچېنې وايي چې اوسمهال شاوخوا ۶۰ کسانو خولې ګڼډلي دي او د وخت په تېریدو سره یې شمېر زیاتیږي.

زندانیان وايي چې نه رسنۍ د دوی غږ خپروي او نه هم دولت د دوی غږ اوري، د دوی په خبره دوی به تر هغو اعتصاب ته دوام ورکړي چې تر څو يې غږ نه وي اورېدل شوی.

یاده دې وي چې د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې وضعیت د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی د زندانونو مسوولین د مسموم کېدو پر پلمه غواړي ګڼ زندانیان د مرګ کندې ته ورټيل وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x