ادبي لیکني

چاپه…… د حقيقت تصوير

لیکوال: حفيظ جلال (خوګياڼی)

ټوله ورځ د دهقانۍ له لاسه ستړی ستومانه شوی وم د شپې يوولس بجې وې دروازه مې زنزير کړه او پخپله  د کور په انګړ کې يو شليدلي کټ کې پريوتم، لا مې سترګې سره نه وې ورغلی چې د کټ بازو مې په يو وړوکي غونډاري ولګيد په کټ کې راکيناستم غوږ مې ونيو د بل کاڼي د راګذاريدو سره دروازه هم ورو ورو وټکيده، زمونږ کلي ته به امريکايي وحشيان هم کله د شپې پټ راتلل او کليوال به يې زورول په ويره کې ورپاڅيدم، ورو مې ورته وويل څوک يې؟ ځواب يې راکړ صميم يم، بهر راوزه.

صميم زمونږ ډير نږدې ملګری، همراز او د جهادي کارونو امير و، شاوخوا مې وکتل نور څوک مې ونه ليدل په منډه لاړم او د کټ نه مې خپله کلاشنکوف، خولۍ، څادر راواخستل بهر ته راووتم، د صميم سره درې نور ملګري هم ولاړ وه.

غالباً د سپوږمۍ څلورمه شپه وه ځکه خو تياره دومره زياته وه چې په لس متری کې دی د انسان او ونې فرق نه شو کولی، يو بل باندې به مو لاسونه لګول او په مخ روان و ايله چې د کلي د ګڼو ونو نه راووتو په څنګ کې پټي پوله کې صميم د ميزايل مرمۍ منډلې وې هغه مو په ډير احتياط زر زر راوويستې په يو ميزايل کې صميم پټاکۍ او ټايم ساعت په داخل کې نصب کړه او نفر سر مو يوه يوه په شا کړه، يو ساعت مزل مو وکړ د امريکايي بيز نه مو تقريباً څلور کيلو متره لرې هر ميزايل ته نيم ساعت وخت ورکړ، هغه ځکه چې نيم ساعت کې به مونږ ډير مزل وکړو او مرمۍ به خپله په امريکايي بيز وار شي، همداسې وشول کله مو چې د کلي ګڼو ونو ته ځانونه راورسول د ميزايلو اوازونه مو واوريدل چې په امريکايي بيز ورغلل مونږ هم چې د کلي د جاسوسانو له ويرې مو ځانونه همدلته د کلي نه لږ لرې د انارو باغ کې غلي کړه چې ملا اذان سره به هر ملګری خپل کور ته ځو لا مو لس منټه دمه نه وه کړې چې د امريکايي دوه څرخه هليکوپټرو اوازونه مو تر غوږ شول.

صميم راته ويل ټوپکو کې مو دانې تيرې کړۍ او ځانونه همدې پولې ته غلي کړۍ خپل ذکر کوۍ، تر هغې به چا باندې اواز نه کوۍ تر څو درته شل متره نه وي رانږدې شوی او که امريکايان راغلل تر هغې به جنګ کوو ترڅو مو چې بدن کې ساه وي، ټولو ملګرو هو وکړل او د صميم خبره يې عملي کړه څلور واړه څلور طرفه زير شو. مونږ ډير لرې متوجه و چې ناڅاپه مو وليدل د کلي منځ کې په عمومي لاره او د کلي نه بهر د غټې کلا سره د ليزر رڼاګانې اچول کيږي او د کليوالو شور او ږوږ خيژي امريکايان هم د مجاهدينو له ډاره ډزې کوي او په کليوالو باندې يې شور غوغا جوړه کړې ماشومان، سپين ږيري، تورسرې….ټول د کورونو نه راوباسي او په غټه کلا کې يې وراچوي، يوه وحشتناکه شپه ده هليکوپټر، جيټ، بنګنې…..قسما قسم طيارو په فضا کې شروع جوړ کړی و.

د ملا اذانو سره چې لږ لږ سفيده داغ لګيدلی و د امريکايانو قطار زمونږ طرف ته د انار باغ ته راروان شو، صميم چې ډير زړور انسان و مونږ ته يې وويل چې زمونږ ارمان شهادت دی، زمونږ جنګ جهاد دی، زمونږ جنګ د اعلی کلمة الله لپاره دی مرګ په جهاد کې نه دی چې کله دې مرګ نيټه پوره شي نو ته به مرې، نو ملګرو هيڅ فکر ونه کړۍ همدا وخت دی چې امريکايان زمونږ کلي ته راغلي ګوره چې يو هم روسته نه شۍ کله چې ښه رانږدې شول جګړه به شروع کوو، صميم همداسې نورې تحريضي خبرې هم کولې چې امريکايان باغ ته راورسيدل او جګړه مو ورسره شروع کړه، ډير زيات امريکايان مردار شول، زه چې هم په سينه او پښو مې درې مرمۍ خوړلې وې نور مې شاجورونه تش شول او همداسې مې د شهيدانو منځ کې ځان ورګذار کړ، ډزې بندې شوې د امريکايانو طياره مو خواته کښناسته راغلل زه او زما ملګري يې په لغتو ووهل او په پښو يې راته د ضرب علامه نويشته کړه نور د خپلو مړو او زخميانو په پورته کولو يې پيل وکړ.

زه چې د زخمونو له لاسه بې هوښه شوی وم نو د کليوالو په ژړا او شور مې سترګې وغړولی ومې کتل چې په کټ کې د کلي په کلينک کې پروت يم او ډاکټران مې زخمونه راګنډي، ماسپښين مې تره راته وويل چې يو ميزايل نه و شاټ شوی هغه امريکايانو د ځان سره يوړ.

خوشحاله شوم چې هغې ته خو صميم پنځه ساعته وخت ورکړی و د همدې لپاره چې امريکايان يې يوسي او هلته د هغوی په منځ کې انفجار شي، همداسې وشول پوره نهه بجې وې چې امريکايي بيز کې دوړې پورته شوې او صميم خپل انتقام د شهادت نه روسته هم واخيست.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close