نظــر

د بي بي سي والو منافقت

bbc_newsزخمي افغان

څه موده وړاندې راته یوه ملګري  دبي بي سي دنړیوالې خپرونې دچلوونکو دمنافقت په اړه  کیسه کوله او ویل یې  چې دا راډیو عملا په افغانستان کې ملي نفاق ته لمن وهي ، او له مطبوعاتي او خبري پوښښ ورآخوا په ډيرو نوچارو هم کار لري  ، ده ویل چې  زه دافغانستان دپیښو په اړه د بي بي سي پښتو ، فارسي اردو او نور سایټونه ګورم ، خو وینم چې دیوې پیښې په اړه یې دهرې برخې خبر او راپور بېل  جوړښت   او قضاوت لري .

دنوموړي له دې خبرې  سره زما هم دې موندنې ته تلوسه شوه او دهرې پیښې په اړه مې دبي بی سي بیلابیل سایټونه کتل پیل کړل ، تاسو باور وکړئ چې په لومړۍ ورځ زما داشک په یقین بدل شو ، چې دافغانانو ترمنځ مشهوره او معتمدعلیها بي بي سي په اصل کې دانګلیسي ، شیطاني  ښکیلاک یوفتنه اچوونکې او نفاق خپرونکې وسیله ده ، چې دعامه مطبوعاتي خدمت پرځای یوازې خپلې شیطاني موخې تعقیبوي .

په راپورونو ، خبري مطالبو  او بحثونو سربیره حتی  دورځنیو عادي خبرونو دنشر په برخه کې هم  دبي بی سي چلوونکی  منظما هڅه کوي  ، چې دافغانستان دبیلابیلو ژبو درلودونکو ته  مختلفې انګیزې ورکړې  ، حساسیتونه وپاروي ، وړې خبرې سترې کړي او په دې توګه دبین الافغاني ملي نفاق اور په غرغنډو کړي  .

دلته  له نورو خبرو تیریږم دیوې مشخصې موضوع په اړه دبي بی سی والو څو مخۍ او منافقت ته مو پام راګرځوم ، چې هرلوستونکی یې له ورایه حس کولای شي .

دبي بي سی پښتو خپرونې په خپله یوه وروستۍ خپرونه کې ادعا کړې  ، چې دطالبانو له یوه وتلي قومندان ملاسراج الدین حقاني سره یې مرکه کړې ده ، دوی زیاته کړې  چې سراج الدین حقاني ته دبي بي سي لخوا پوښتنې لیږل شوي دي ، او دهغه لخوا ورته  ځواب ویل شوی دی .

نن مې چې دبي بی سي  پښتو ویب پاڼه  خلاصه کړه  نو ددې مرکې په اړه مې یواوږد راپور په کې وموند ، وروسته مې دا ړوندې  مرکې په اړه دبي بي سي فارسي او اردو ویب پاڼو ته سر ورښکاره کړ ،  چې دلوستلو په مهال دسراج الدین حقاني دمرکې په اړه دبي بي سي ټګماري او شیطانت ښه راته واضح شو، دبیلګې په ډول  دبي بي سي پښتو په راپورکې راغلي (    دۀ ( سراج حقاني )د پاکستان د استخباراتو د ادارې آى ايس آى اړيکي هم ومنلې، خو ادعا يې وکړه چې د آى ايس آى اوسنۍ اړيکي ورسره د دۀ په وينا مثبتې نه دي.)

مګر په فارسي سایټ کې همدا راپور وایي چې (سراج حقانی، رهبر این شبکه، همچنین به بخش پشتوی بی بی سی گفت که گروه او با سازمان جاسوسی پاکستان (آی اس آی) ارتباطی ندارد.)

دغه راز په  اردو راپور کې  هم داسې صراحت شوی دی  (افغانستان میں حقانی نیٹ ورک کے سربراہ سراج الدین حقانی نے بی بی سی کے ساتھ ایک انٹرویو میں کابل میں برہان الدین ربانی کے قتل میں ملوث ہونے اور پاکستانی خفیہ ایجنسی آئی ایس آئی سے رابطوں کی تردید کی ہے۔)

په دې روښانه دوګانګي او منافقانه چلند سربیره داسي ښکاري چې دبي بي سي پښتو دراپور جوړونکو یوازې په همدې تحریف هم صبر نه دی شوی نوځکه یې په راپور کې دسراج الدین  حقاني څخه دشویو پوښتنو او ځوابونو په ځای  په نورو جانبي خبرو ډیر غږیدلی دی .

دبیلګې په ډول  څنګه  چې سراج الدین حقاني  په مرکه کې له پاکستاني استخباراتو څخه اغیزمنتوب په کلکه رد کړی او دطالبانو له اسلامي امارت سره دوفادارۍ دثابتولو او دنړیوالو په نفاق خپرونکو تبلیغاتو دخاورو اړولو لپاره  یې دکابل د تندریزو حملو کریډټ داسلامي امارت بللی دی ، او ځان یې یوازې دملامحمد عمر یوعادي تابعدار او امر منونکی بللی ، نوځکه نفاق خپروونکو بي بي سي والو ته دخپلو ادعاوو دتثبیت لپاره څه په لاس نه دي ورغلي ، او په پوره سپین سترګۍ یې بله پاڼه را اړولې  او ویلي دي چې (   په دې منځ کې بې ځوابه پوښتنه همدا ده چې ایا د دا وړ دریځ خپلول د پاکستان پر اوږو د امریکا د اوسني فشار د پیټي د سپکولو هڅه ده او که هسې چې ښاغلی حقاني ادعا کوي، د امریکا له لورې لګېدلي تورونه بې بنسټه دي.)

دغه راز دبي بي سي پښتو کارکوونکو په لوی لاس هڅه کړې ده ،چې دښاغلي حقاني دمرکې په اړوند راپور ګونګ او مخدوش کړي  ، او په ټوله کې یې له دې غاړه غړولې چې دسراج الدین حقاني مرکه دنورو ورځنیو مطالبو غوندې  په بشپړه توګه نشر کړي  .

له دې غیرعادي  او څو مخي چلند څخه لوستونکي په روښانه توګه استنباطولی شي ، چې هیوادني او نړیوال دښمنان چې دمیډیا له لارې دافغانستان په ستراو کفر ماتوونکي جهادي  شخصیت سراج الدین حقاني پسې ډول ډول تبلیغات کوي ، درښتیا په میدان کې کله هم دامیړانه  نلري چې دنوموړي  په وړاندې استدلال وکړی ، یا یې سپیناوی واوري  ، تردې چې دبي بي سي غوندې نړیواله راډیو هم  دې ته مجبوریږي چې دنوموړي مرکه او خبرې سانسور کاندي ، او هیوادوال له شته حقائقو څخه ناخبره وساتي .

په ټوله کې یاد حقائق ایجابوي چې مسلمان اولس ددې پرځای چې واقعیتونه دبي بي سي یا نورو غربي مطبوعاتو ترململ وویني باید په خپله په رډو سترګو ورته ځیر شي ، حقائق تحلیل او تجزیه کړی ، ترڅو دخپل او پردي ، مجاهد او مزدور ، دوست او دښمن  او بالاخره سرلوړي او سرټیټي په اړه یو مطلوبې نتیجې ته ورسیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x