نړۍ

۱۴نور پاکستاني بندیان له بګرام څخه خوشي شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل) : تیره ورځ امریکايي عسکرو  د بګرام له زندان څخه ۱۴ نور پاکستاني بندیان خوشي کړي.

د پاکستان د بشري حقونو ادارې اعلان وکړ چې امریکايي پوځ د بګرام څخه تازه خوشي شوي ۱۴ بندیان پاکستان ته سپارلي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه  رسما څه غبرګون نه دی ښودلی، او نه هم امریکایانو په دې اړه څه وضاحت ورکړی دی.

په اعلان کې ویل شوي چې دا لومړی ځل دی چې امریکا په دومره لوی شمېر پاکستاني بندیان د بګرام له زندان څخه خوشي کوي.

باید وویل شي چې د دې تر مخه امریکایانو نهه تنه پاکستاني بندیان خوشي کړي وه، او ویلي وه چې دوی د امریکا د قانون سره سم دغه بندیان خوشي کړي وه.

د افغانستان حکومت له امریکا څخه د پاکستاني بندیانو د خلاصون په اړه سپيناوې غوښتی وو. او د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي وه چې دوی له امریکا پوښتنه کوي چې دغه پاکستانیان ولې او کله نیول شوي، څه ډول باګرام ته انتقال شوي او ولې بېرته ازاد شول؟

امریکایان په بګرام کې ټول هغه بهرني اتباع بندیان کړي چې دوی د افغانستان د جګړې په لومړیو ورځو کې نیولي، او له هغه راهیسي له محاکمې پرته یې په زندان کې د نورو افغانانو په شمول بندیان کړي دي او اوس امریکا وايي چې د دوی د ځواکونو اکثریت په وتو دي، ځکه دوی تر وتلو مخکې د بهرني هیوادونو اتباع خپل خپل حکومتونو ته سپاري.

باید وویل شي چې تر اوسه د هغو نهه تنه بندیانو په اړه هم نور معلومات نه دي خپاره شوي کوم چې یوه میاشت مخکې امریکایانو خوشي کړي وه، او داسي نه ښکاري چې ددغه بندیانو په اړه به هم څه معلومات رسنیو ته لاره ومومي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x