افغانستان

ډاکټر عبدالله ولسمشريزو ټاکنو کې خپله ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشريزو ټاکنو څو مياشتو اوږدو ناندريو او لانجو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله منلې، چې ولسمشريزو ټاکنو کې د ده سيال ډاکټر اشرف غني احمدزی د دې وړ دی، چې د افغانستان ولسمشر شي.

د داکټر عبدالله عبدالله وياند ويلي، چې دواړو ټيمونو پرېکړه کړې، چې د پايلو له اعلانه وروسته به په ګډه ايتلافي حکومت جوړوي، چې له مخې به يې ډاکټر اشرف غني احمدزی ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرايوي شورا ريس وي.

د ولسمشرۍ ټول ټاکنو چې لومړی پړاو يې د وري په ۱۶مه او دوهم پړاو يې د غبرګولي په ۲۴مه ترسره شو؛ د څو میاشتو د تېریدو او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په ګډون د بهرنیو هېوادونو د ټولو هلوځلو سربېره ټاکنيزې ناندرۍ تر اوسه وغځيدې، او دواړو لوريو پر يو بل د ټاکنيزو درغليو تورونه لګول.

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ټينګار کاو، چې که د ټاکنو پايلې اعلانيږي، نو بايد ګټونکی او بايلونکی ونه لري او که بالفرض هر کانديد ګټونکی اعلانيږي، بايد په ډېر لږ توپير اعلان شي.

تېره ورځ د ډاکټر اشرف غني د ټاکنيز ټيم وياند فيض الله ذکي رويټرز خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دواړو ټيمونو تر منځ شخړې او اختلافات پای ته رسيدلي دي او ډېر ژر به ولس ته د يوې سالمې پرېکړې اعلان وکړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دواړو ټيمونو په کومو شرطونو يو بل سره روغه جوړه کړې ده.

د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د ډاکټر اشرف غني احمدزي د بريا اعلان په داسې حال کې کيږي، چې تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ډاکټر عبدالله سره د تيليفوني خبرو په ترڅ کې ګواښ وکړ، چې که دواړه لوري افغانستان کې ايتلافي حکومت جوړ نه کړي، نو د امريکا په ګډون نړيواله ټولنه به افغانستان سره هر ډول مرستې ودروي.

تمه ده، چې د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو پايلې نن اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x