افغانستان

طالبانو هلمند کې دوه انسان تښتوونکي په دار کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وږي ۳۰مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ کې دوه مشهور انسان تښتوونکي اعدام کړي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې ويناپاڼه کې څرګنده کړې، چې د کجکي ولسوالۍ ګندم ريز بازار سيمه کې طالبانو د سيمې دوه نوموتي غله او انسان تښتوونکي له نيول کېدو وروسته شرعي محکمې ته سپارلي وو، چې محکمې د اعدام په سزا محکوم کړل.

ښاغلی احمدی زياتوي، چې نوموړو انسان تښتوونکو محکمې ته په خپلو جرمونو اقرار کړی و او له هغې وروسته ريز بازار سيمه کې د ولسي خلکو پر وړاندې اعدام شول.

ويل کيږي، چې اعدام شويو کسانو به مالداران او سوداګر تښتول او بيا به یې د پيسو په بدل کې را خوشې کول او داسې هم شوي، چې چا سره به د پيسو ورکولو توان نه و، هغه به يې وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x