نظــر

استاد رباني او د صلحې شورا

rabbani_posterنن سبا په مطبوعاتو کې  ډیر تر سترګو کیږي چې د افغانستان حکومت هڅه  کوي له مجاهدینو سره صلحه وکړي چې گويا جنګ او بې امنیتي ختمه شي او افغانستان له روان بحرانه ووځي  او بیا ورپسې وښیي چې حزب اسلامي او طالبانو د صلحی شورا ته  د رد ځواب ورکړ او ټولو ته دا نظر ورکړي چې وګورئ مونږ صلحه غواړو خو دوی د صلحې دښمنان دي  بې امنیتي دوی رامنځته کړې

دا افغانان چې هره ورځ مری په ټولو کې یی لوی عامل همدوی دي  دا نه وایي چې ولې یې زمونږ صلحې ته د رد ځواب راکړ دلایل یې څه ول څه شرایط یې درلودل .

د صلحی شورا د امریکایانو په امکاناتو رامنځته شوې اودرې موخې لري یو دا چې دنیا ته وښیي مونږ صلحه غواړو او مجاهدین جنګ خوښوي

دوهم دا چې مقاومت د اشغال پرضد ضعیف کړی په ذلیلو چوکیو او امکاناتو  سره د  مقاومت  له لیکو ځینې کسان بیل کړي

دریم دا چې د خلکو افکار مشغول وساتي

الله جل جلاله د دا شانته صلحې غوښتونکو ځواب په القلم سوری کې ورکړی  هلته چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته فرمایی:

دښمن د روغی جوړی او مداهنت وړاندیز لری تا دی ته اړ باسی چې تګلاره بدله کړې ورپسی آیت کې راځی چې  د دوی اطاعت مه کوه دوی په اصل کې په خپلو وړاندیزونو کې صادق نه دي مقصد یی د شخړی حل کول ندی بلکې غواړی ستا او ستا د یارانو عزم سست کړی ستا د ملګرو په لیکو کې اختلاف را ولاړ کړی له تاسو یوه ډله ځانته راکش کړی په سوله خوښو او جنګ غوښتونکو مو وویشی

ستا په ضد تبلیغات یی صرف په دی وجه دی چې ته د حق په لار کې ثابت قدمه یې له حق نه دفاع کوې په ټولنه کې فساد او ظلم نشې زغملی دوی غواړی خلکو ته وښیی چې دوی سوله غواړی او ته د جنګ او مخالفت په دوام ټینګار کوې که ته خپل قاطعیت نه لاس واخلې نو دوی به هم خپل تبلیغات ستا پر ضد  متوقف کړی (د قرآن پلوشی څخه)

د دی سوری مخاطب محمد صلى الله عليه وسلم دی خو کولی شو هغه عام کړو او د خپل افغانستان اوسنی حالت یی په هینداره کې اوګورو دلته هم دشمن د صلحی په نامه کار شروع کړی او په رښتیا چې هم مقصد یی د ډالرو په زور د مخالفینو په مینځ کې مختلفی ډلی جوړول دی  او دا هماغه خبره وه چې جنرال پتریوس د صلحی جرګی په اړه  آلمانی تلویزیون ته وکړه نو یو دلیل چې مجاهدین صلحی شورا ته په ښه نظر نه ګوری همدا د جنرال پتریوس څرګندونی دی هغه وویل چې مونږ اوس په ډالرو جنګ مخ ته بیایو کوشش کوو چې مخالفین پری واخلو او دا وظیفه مو استاد ربانی ته ورکړی صلحی شورا مو د همدی لپاره جوړه کړی. دلته پکار داده چې د صلحی شورا مشر استاد ربانی  د جنرال پتریوس خبری رد کړی او دا صلاحیت ورکړل شی چې د امریکایانو په خروج  له مجاهدینو سره توافق وکړی خو که هیڅ واک نه لری نو بیا ولی خوشی وخت ضایع کوی.او دا خبره د جنرال پتریوس هم ریښتیا شوه په دی چې څه موده مخکی د صلحی شورا په دی فخر کاوو چې د طالبانو یو قومندان یی حکومت ته تسلیم کړی وو او دا یی د صلحی شورا لوړ کار باله چې سر ته یی رسولی وو او فخر یی پری کاوو، دوی د حزب اسلامی په غړو هم غږ کړی د امکانات په پیشنهاد سره یی غوښتلی چې د جهاد صف نه یی لری کړی او مزدور حکومت ته تسلیم شی ترڅو سیاسی ګټه تری اوچته کړی او بیا امریکا ته وښیی چې دا ده لوی کار مو درته په سر ورساوو او د آمریکا نه شکرانه تر لاسه کړی د حرام کار په کولو سره ځانته رزق برابروی، دا پیشنهاد یی حتی په یوه طریقه ما ته هم کړی وو.

.له عبدالله رض نه روایت دی چې مسلمان سره جګړه کول کفر دی.

د یوه مسلمان په ضد کافر سره مرسته کول مسلمان له اسلام نه کفر ته اړوی  د کفارو په ضد د مقاومت او جهاد د ضعیف کولو کوشش کفر دی محمد صلى الله عليه وسلم وایی چې خوراک پری حرام دی هغه وینه چې په رګو کې ده هغه پری حرامه ده خپل عزت پری حرام دی د الله پاک په نزد کې بی عزته دی .،دا د استاد ربانی دوه مخی څیره  ده  چې مسلمانان پری غولوی.مخکی خو یی آمریکا ته د برید بلنه ورکړه چې پر بی ګناه او مسلمان افغانانو مزید او قوی بمونه واچوی چې د هغه په نتیجه کې په زرهاوو بی ګناه افغانان شهیدان شول  او اوس مزید کوشش کوی چې لا زیاد د آمریکایانو حضور ته شرایط برابر کړی او مقاومت ضعیف کړی.تر دی وړاندی ئی له روسانو او ایران غوښتی وو چې مزار،تخار او هرات ونیسی او دوی ته یی وسپاری،د مخکنیو جګړو لوی عامل دی وو دا اوس د دی په ډله کې عبدالله ،عطاء صالح او نور په څرګنده د صلح مخالفت کوی او د اشغالګرانو پر مزید پاته کیدو ټینګار کوی د ډاکټر عبدالله عبدالله ټول غم او درد دیموکراسی ده دآمریکایانو اکثر افغانی مزدور جنګیالی د ده د ډلی غړی دی ،د کابل د آمریکایی حکومت اکثر مهمی اداری په ځانګړی توګه پولیس اردو او ملی امنیت د دوی په واک کې دی دوی عملا د آمریکایانو تر قومندی لاندی له افغان ولس سره جنګیږی…داسی کس د صلح شوری د ریس په توګه غوره کول ښیی چې دښمن صلح نه بلکی د جنګ دوام غواړی.

د افغانستان حکومت او د صلحی شورا وایی چې زمونږ مخالفین دی د افغانستان اساسی قانون ومنی اسلحه دی پر ځمکه کیږدی او مونږ سره دی یو شی.چې دا د آمریکایانو غوښتنه ده او د دی معنا دا ده چې د آمریکا حضور ومنه هغه عام وژنی او جنایات چې آمریکاییان یی کوی په هغوی سترګی پټی کړه ،همدغه مفسد حکومت ظلم بی عدالتی او اشغال اومنی د آزادی آواز  اوچت نکړی او که  مواو چت کړ خپل تبلیغات به زمونږ پر ضد متوجه کړی او د تروریست او صلح نه خوښونکی ټابی به پر مونږ ووهی.

حتی هغه تنظیمونه چې په حکومت کې شامل دی هم په قانون اساسی کې څه تغیرات راوستل غواړی  دلته قدرت د خلکو ندی بلکه د هغه تنظیمو دی چې بهرنی حامیان لری په نوم چیغی وهی چې د خلکو حکومت پرخلکو مو رامنځته کړی خو په اصل کې قطعا داسی ندی.

همدا اوس که تاسو له اوباما نه پوښتنه وکړی چې که تاسو لس یا شل کاله نور هم دلته پاتی شی آیا جنګ به ختم شی ؟هغه به حتما درته وایی چې نه  نه ختمیږی  دا ډیره اسانه خبره ده چې د جنګ او د فساد لوی عامل خپله اشغالګران دی  نه دا چې مونږ مجاهدین د تروریست په نامه یاد کړو چې  یا یی خور مور پلار ورور زوی آمریکاییانو شهیدان کړی وی کور او کلی یی ورته خراب کړی وی د افغان په ناموس یی تیری کړی وی او کله چې همدا مجاهد د امریکا په ضد اقدام کوی بیا حکومت، مجاهد د تروریست په نامه یاد کړی . د هلمند والی دی د وژل شوی امریکایی مور په غیږ کې ونیسی هغه سره همدردی وکړی خو په لس هاوو زره افغانان چې د آمریکایانو په واسطه په ډیر بد حالت په شهادت ورسیدل یوه خبره دی هم د آمریکا په ضد ونکړی.جنګ پر مونږ تحمیل شوی او امریکا تحمیل کړی باید کوشش وشی چې دا عامل له منځه لاړ شی .په دی ټوله موده کې استاد ربانی حتی یوه کلمه هم د امریکایانو پر جنایاتو نده کړی خو همیش یی له خولی اوریدل کیږی چې مجاهد د تروریست په نامه یادوی

څه کسان بیا داسی نظر لری چې که امریکایان وی ښه به وی دا به د دی باعث شی چې نور هیوادونه زمونږ په هیواد کې لاس وهنی و نکړی . او وایی د صلحی شورا  سره د امریکایانو د خروج خبره مه مطرح  کوی

دوی ته انسان هک پک پاته شی آیا د همدی آمریکاییانو راتګ  تر ۵۰ شاو خواه هیوادو ته زمونږ په ګران افغانستان کې د لاس وهنی اجازه ورنګړه؟په بن کې یی داسی حکومت رامنځته کړ چې ټول هیوادو ته  خپلی برخی ورکړی  آیا همدا کافی نه وو چې په انتخاباتو کې ۳ میلیونه رای په ایران او پاکستان کې جوړی شوی او افغانستان ته داخل شوی او بیا امریکایان چې هر کس وغواړی په کرسۍ یې کښینوي آیا فرانسه ایران هند روس جرمنی استرالیا انګلیس عربستان او….مداخلی نه کوی؟له دی نه هم زیات مداخلی مو پکار دی ؟ که افغانان یو بل سره خبرو ته کښینی یو تفاهم ته ورسیږی بی له شکه به بهرنیو ته احتیاج نه وی. خو دلته د استاد ربانی په څیر افراد شته چې همیش یی کوشش کړی  اقتدار ته په رسیدو سره هر بهرنی هیواد نه مرسته وغواړی حتی د قوم او ژبی د حقوقو  خبری هم کله کله د دی جناب د خولی نه کیږی حال دا چې په اسلام کې قوم پرستی جهالت دی حال دا چې استاد ربانی ځانته یو دینی عالم هم وایی او د شهید سيد قطب د قرآن تفسیر یو جلد یی په فارسی هم ژباړلی دی نه یم خبر چې په ټول قرآن کې یی داخبری کوم ځای کې لوستی؟ حتی دا خبره یی شهید استاد فرید ته هم کړی وه خو شهید استاد فرید کلک ځواب ورکړی او پر دی یی تاسف ښودلی چې داسی غیر اسلامی ذهن لری.

مونږ د استاد ربانی نه د صلحی په راوستلو کې هیڅ توقع نه لرو دی صرف د امریکایانو پلان مخته بیایی.

باید ټول پوه شی چې حزب اسلامی د بحران حل په خاطر تر ټولو د مخه یوه طرحه ورکړی خپل شرطونه یی ایښی د اشغالګرانو وتل یی اصلی بند دی  اسلامی نظام او په انتخاباتو قدرت ته رسیدل یی اصلی هدف دی . صلحی شورا تر اوسه د حزب اسلامی د طرحی ځواب ندی ورکړی  . خپل شرطونه یی هم په سمه طریقه ندی وړاندی کړی  وایی چې مونږ بی طرفه شورا یو حال دا چې ټول غړی یی د حکومت غړی دی ایا دا بی طرفه شورا کیدی شی؟ تر اوسه په ډالرو معاشونه اخلی او په لس هاو میلیونو ډالرو مصارف حتی ندی توانیدلی چې یوه طرحه وړاندی کړی  او  نه کومه تګلاره لری  د خارجی قواوو په رابطه هیڅ صلاحیت نه لری حال دا چې د مجاهدینو جنګ په اصل کې اشغالګرانو سره دی چې دوی د هغوی په رابطی کې د خبرو کول هیڅ حق نه لري او د هغوی په لاس جوړ شوی حکومت کې وظیفی هم لری نو صلحه بیا غولوونکی شعارونه دی  د صلحی شورا تر اوسه هیڅ تګلاره نه لری . مونږ هغه صلحه منو چې د مجاهدینو آرمان یعنی اسلامي نظام یی مقصد وی.د کفارو اشغال پراسلامی هیواد زمونږ دین سره په تعارض کې دی او هیڅ کله یی نشو منلی.هر افغانی ډلی سره د بحران حل په خاطر خبرو ته چمتو یو خو اشغال یوه ورځ هم نه منو دا د حزب اسلامی قطعی ځواب دی.مونږ وایو چې خلافت امانت دی چې صاحب د امانت یی خلک دی په افغانستان کې به دا امانت د افغانستان خلک چاته په امانت سپاری اجراییه به د هغه تنظیم په لاس کې وی چې تر ټولو خلکو زیاتی رای یی ځانته کړی وی  او نور تنظیمونه په پارلمان کې د خپل خلکو نمایندګی او پر حکومت نظارت کولی شی پکار نده چې ایتلافی حکومت جوړ شی او وزارتو نه پر هر تنظیم تقسیم شی چې په دی صورت کې د خلکو خوښی ته بیا پام لرنه نه کیږی  چې د افغانستان دا اوسنی حکومت یی مصداق دی دلته وزاتونه له پخوا نه  په بن کې تقسیم شوی  کرزی صلاحیت نه لری چې په خپله خوښه کابینه جوړه کړی مجبور دی هر تنظیم ته خپله برخه ورکړی.

همدا اشغالګران خپل هیواد ته همداسی نظام خوښوی خو مونږ ته بیا ایتلاف خوښوی .

حزب اسلامی اشغالګرانو ته هم کار اسانه کړی هغوی ته وایی چې وخت مو وټاکئ خپلو اډو ته لاړ شئ او په یوه کال کم یا زیات له افغانستانه ووځی  دا نه وایی چې په همدی ورځ ووځی څوک چې داسی خبری کوی هغه په منطق نه پوهیږی  دوی دا سوچ کوی چې زمونږ جهاد به هغه وخت کامیابه وی چې امریکا په یوه ورځ اوباسو. چې دا ناممکنه خبره ده.آمریکا همدا چې په ریښتینی توګه ووایی مونږ په دی تاریخ له افغانستانه په بشپړه توګه وځو دا د مجاهدینو کامیابی ده .

مړه دی وی منافقین سر لوړی دی وی مجاهدین

حبيب الرحمان حکمتيار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x