نړۍ

ډېری امريکايان د اوباما پر تروريزم ضد پاليسۍ بې باوره دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما واک ته له رسيدو سره سم ډېری امريکايي ولس د اوباما تروريزم ضد پاليسي پر خلاف خپله رايې څرګندې کړي دي.

د امريکا مشهورې ورځپاڼې «نيويارک ټايمز» د اوباما د پاليسيو په اړه يوه ولسي سروې کړې، چې نتيجه کې يې له پنځوس سلنه زيات امريکايي ولس د اوباما د پاليسيو پر ضد رايې څرګندې کړي دي او ۴۱ سلنه امريکايان وايي، چې د اوباما پاليسۍ پر سم لور روانې دي او راتلونکې لپاره ښې نتيجې لرلای شي.

عراق او شام کې د اسلامی دولت پر ضد ولسي خلک د اوباما د پاليسي مخالفت کوي او ۴۸ سلنه امريکايان وايي، چې په دې اړه د اوباما پاليسي ناکامه ښکاري، ۳۹ سلنه امريکايانو د اوباما د پاليسۍ ملاتړ کړی.

همدا رنګه د اسلامي دولت پر ضد د امريکا د بمباريو په اړه ۶۹ سلنه امريکايان يې ملاتړ کوي، مګر ۵۵ سلنه امريکايي ولس عراق ته د امريکايي عسکرو او د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو مخالفت کوي.

د نيويارک ټايمز له قوله ۵۵ سلنه امريکايان په دې اند دي، چې د اسلامي دولت د ځپلو لپاره اوباما کومه ځانګړې او روښانه کړنلاره نه لري او ۵۷ سلنه امريکايان وايي، چې اوباما له پيله د اسلامي دولت پر ضد جدي پرېکړه نه ده کړې او له همدې امله اسلامي دولت په ډېره لنډه موده کې د عراق او شام ډېرې ځمکې ونيولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x