ټولنیزه برخه

اشرف المخلوقات!

لیکوال: دادمحمد ناوک
وايي د مشهور چینايي فیلسوف کنفیوسوس له ملګرو نه هغه کومې ګوښې ته لاړ، ملګرو يې له کوم لاروي نه پوښتنه وکړه، چې دلته دي پر دې ـ دې نښو کوم سړی ونه لید؟
هغه ځواب ورکړ: هو، هغه مې ولید هلته لکه کوڅه ډب سپی روان و.

ملګرو چې يې کله د لاروي دا خبره کنفیوسوس ته وکړه، هغه ډاډه وویل: څومره عالي صفت!

کنفیوسوس خپل ځان درک کړی و، ځکه خو د ځان لپاره د لاروي خبره ښه ستاینه وګڼله؛ هغه پوهېده چې انساني ځانګړنې که په کوم انسان کې راټولې شي، هغه به په نړۍ کې د موجوده وحشته له غمه لېونی شي، مګر د انسانیت پر دعوه سربېره په دې وحشي نړۍ کې روغ پاتې کېدل، د اندېښنې خبره ده.

د کوم شاعر په شعر کې مې اورېدلي و، چې له انسانه يې دا ګیله کړې وه، چې همدې انسان د انسان له وېرې په دروازه کې سپی تړلی، چې د انسان له وحشته پرې خوندي وي. شاعر ته دا یوه لویه نیمګړتیا ښکارېده، چې پر حیوان د انسان د وېرې مخه نیسي. مګر اصلاً په شته وحشت کې تر ټولو لوی وحشت او ستر شرم دادی، چې یو انسان د ځان ساتنې په خاطر انسانان په خپله دروازه کې د انسان د خوړلو لپاره درولي وي، جالبه ده، اشرف المخلوقات غواړي، د اشرف المخلوقات د وحشت د دفاع په خاطر په خپله دروازه کې اشرف المخلوقات د اشرف المخلوقات د خوړلو لپاره ودروي!!

د ځمکې کره د انسان د وحشت له امله سره تبۍ ګرځېدلې ده، انسان غواړي پر بل انسان د خپل واک منلو په خاطر هغه تر ستوني تېر کړي. او د خپل واک د « ښه» معیار يې هم پخپله ټاکلی او هم يې پخپله پر تا ستا د دلایلو له اورېدلو پرته مني. دلته انسان د انسان لپاره سارتر په قول دوزخ ګڼل برابر نه خېژی، بلکې دلته زورور انسان پر بل انسان دواک منل یو خیالي جنت ګڼي او کمزوری انسان دا د ځان لپاره دوزخ نه، بلکې د زورور انسان یو ستر رحمت بولي. په وېړه نړۍ کې د انسانیت پر دعوه سربېره یو انسان غواړي بل انسان وزبېښي او خپل ځان پر چاغ کړي. او د بل انسان زبېښل باید ظلم نه، بلکې برعکس د زبېښونکي انسان یو لوی رحم وګڼل، شي چې هغه بل يې د خپلو زبېښلو لپاره ټاکلی او هغه هم باید پرځان شکر وباسي چې د زبېښوونکي د زبېښنې پر معیار برابر وخوت.
جالبه نه ده! د انسانیت پر دعوه سربېره، انسان په ګڼ ښار کې د یو بل انسان له څنګه تېرېږي، ده په موټر کې نرمه خوشبویه خپره کړې ده، د موزیک تیت غږ يې په ګڼه ګوڼه کې په سخته اورېدل کېدای شي، تر څنګ يې بل انسان چې په میاشتو يې له ځانه خيري نه دي توږلي، د یو مړې ډوډۍ لپاره د ده د موټر شیشې ته خلاصه خپړه نیسي، هغه د سګریټ د ایرې د اچولو لباره شیشه ښکته کوی، د بل انسان په زړه کې خوښي ټوپونه وهي، خو د سګريټ ایره يې د خېرنې لوڅې پښې په خپړه ولوېږي. د موټر له بل اړخه یو بل انسان د هغه د موټر په شیشو پاکه ټوټه موږي….

دلته دانسانیت دعوه کول د انسانیت له ستر مقام سره خورا ظلم دی، دلته یو انسان بل انسان زبېښې او ځان چاغوي، دلته د استاد الفت خبره یو د اشتاه پیداکولو په مؤخه په پښو ګرځي بل د یوې مړۍ لپاره په پښو ګرځېدلو خپلې د پښې خپړې پړسوي. ولې ظالم انسان غواړي آن د انسانیت ستر ارزښت هم تحریف کړي؟ ولې اعتراف نه کوي چې په يووېشتمه پېړۍ کې د وحشت تر ټولو ستره نمونه هم دی دی؟

دې وحشي نمونې د ځان لپاره د وحشت وسایل پخپله برابرکړي دي، دی پر دې سربېره چې د اوسېدو لپار ځای جوړوي، د دې ځای د سینګار لپاره هم بل انسان پرېمانه زبېښي او خپل غیر ضروري ـ ضرورت؟ ـ پرې رفع کوي. دا انسان د خپل یو موټي غوښي او څو هډوکو لپاره چې څو کیلو وزن او متوسط یو نیم متر قد لري، په سلګونو مترو پراخ، په مترو ـ مترو لوړ او په ډېر مصرف ښکل شوی، هستوګنځی جوړوي. ماته هغه څوک چې له درې ـ څلور او آن شپږ پوړیزه تعمیره په ایله یو نیم متر لوړ قده دروازه راووځي، د دې پېړۍ تر ټولو احمق انسان ښکارېږي، دی د انسانیت له سپېڅلې دعوې سره سره د خپل واړه وجود لپاره دومره پراخ ځای جوړوي، د خو د ده د څو پوړیز کور ترڅنګ به یو بل انسان د خاورو په کور يو پوړ کور کې ایله ځان له باد او سست بارانه پټ کړي وي. دا سمه ده چې ښکلا  د انسان په خټه کې اخښل شوې، خو یو ضرورت نه دی؛ سره له دې چې ضرورت نه دی، په داسې حالت کې چې یو بل انسان د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره آن د انسان وژنې هوډ کوي، خو همدا انسان دي د هغه وږي انسان د لوی ضرورت ـ خوراک ـ د میاشتني مصرف یواځې د خپلې دروازې پر رنګولو مصرفوي، څومره لوی وحشت!!!

د ځمکې په کرې هیڅ ژوندی موجود خپل همنوعه دومره نه تنګوي، نه زبېښي، نه رټي، نه وهي لکه یو انسان چې د انسانیت له ادعا سره ـ سره بل انسان وهي، زبېښي، رټي او تنګوي. د انسانیت تر ټولو ستر رعیت به هلته شونی شي او انسان به هلته د انسانیت پر دعوه برابر وخېژي، چې د خپل همنوعه په وړاندې دومره مسوولیت احساس کړي، لکه ځان چې د ځان په وړاندې ستړی او مسوول احساسوي. د انسانیت سترې نمونې د انسان د انسان کېدو لپاره خوندور اصل ټاکلی: څه چې د ځان لپاره خوښوې، هغه بل ته هم خوښ کړه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x